جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د انسانانو تر منځ تفاوت| دولت وزیري

د انسانانو تر منځ تفاوت| دولت وزیري

خوشال بابا وايي:

مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد

نه دروغ، نه يې فرېب، نه يې تپاک

لږ ویل، ډېر يې کول په خاموشۍ کې

د غنچې غوندې خوله ډکه، سینه چاک

او بیا وايي:

چې يې عمر له څارویو سره تېر وي

زیست روزګار د هغو هم په هغه څېر وي

چې شیطان غوندې ړانده شي څوک يې څه کا

که هر څو ورسره علم هنر ډېر وي

څرنګه چې انسانان له فزیکي پلوه سره تفاوت لري، په همدې توګه د فکر، عقل او کړنو له پلوه هم سره توپیر لري. د فزیکي جوړښت له پلوه ځینې تور، ځینې سپین، ځینې غښتلي، ځینې کمزوري، ځینې سالم او بیا ځینې معیوب، په همدې توګه د فکر، عقل او کړنو له پلوه هم عادل، داعي، صالح، ژغورونکي، خدمتګار او یا متمرد، ظالم، شر اچوونکي او فاحش وي.

استاد ګل پاچا الفت به ویل:

ډېر تفاوت دی په انسان کې د مانا په لحاظ

واړه مشغول دي ځینې ځان، ځینې جهان جوړوي

ډاکټر علي شريعتي لیکي:

«د پوهنتون د اتمې څانګې له یوه استاد څخه يې د معاش په هکله پوښتنه وکړه، استاد ځواب ورکړ، د ۵۰۰ او ۶۰۰ لیرو تر منځ مې معاش دی. هغه ترې بیا وپوښتل چې ولې دومره کم دی؟ استاد وویل، که په فابریکه کې کار وکړم، هلته به مې معاش د ۵۰۰ او ۶۰۰ لیرو پر ځای د ۰ه او ۱۰۰ زرو تومانو پورې وي، خو په فابریکه کې به د خپلې ګېډې د مړولو په خاطر خپل ماغزه خرڅوم او د رئیس په خوښه به خبرې کوم، خو په پوهنتون کې ماغزه زما خپل مال دی او په خپله خوښه خبرې کوم.»

علي احمد عادل به ویل:

څوک اخته په هوسونو، څوک راګیر په عذابونو

څوک له لوږې لېوني دي، څوک لېوان په کبابونو

 ستر خلک خپل ژوند د خلکو د چوپړ لپاره قربانوي، واړه او ناکاره بیا د نورو له زیار څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

شاعر وايي:

څومره عظیم، څومره عالي او څومره لوړ دی انسان

څومره ذلیل، څومره شډل او څومره ځوړ دی انسان

 تل وږي، لنډه غر او مفسد کسان، د اصیلو، خدمتګارو او ډېرو پاکو انسانانو په پرتله د پاکۍ او خدمت کولو نارې سورې ډېرې وهي. تل داسې ښيي چې یوازې دوی د ټولنې په چوپړ کې دي.

اوبه هغه وخت د سمندر مقام خپلوي چې سکون او ارامۍ ته ورسي، ویالې او لښتي په خپلو نارو سورو د سمندر مقام نه شي خپلولای.

خوشال بابا وايي:

سېلاب په څو څاڅکي غر پر پیدا کا

بنیاد يې نه شته غړ پړ پیدا کا

چې لوی وي نور يې صفت ثنا کا

درياب چې لوی دی کله غوغا کا

ځینې کسان د څو کلمو او جملو په زده کولو سره ځانونه روڼ اندي، د پرمختګ او لوړ فرهنګ سرلاري ګڼي. خو زما په اند روڼ اندي، د پرمختګ او لوړ فرهنګ سرلاري هغه څوک کېدای شي، چې په فکري او رواني لحاظه روڼ اندي وي او ژوند يې د ټولنې د هوساينې په خاطر وي، نه د ټولنې د بدمرغه کولو په خاطر.

خوشال بابا به ویل:

چې د خلکو نېک خواهي لرې په زړه کې

مبارک شه پاچاهي لرې په زړه کې

ډاکټر شریعتي لیکي:

«په ډېر شمېر پوهان پرمختګ او لوړ فرهنګ د يوې ټولنې مادي او معنوي لاس ته راوړنو ته وايي، خو زه پرمختګ او فرهنګ دې ته وایم چې په ټولنه کې هر استعداد په ازادانه توګه د غوړېدو امکانات په لاس کې ولري او په ازادانه توګه له خپل استعداد څخه ګټه پورته کړای شي.»

نوموړی وايي:

«انسان ته هغه وخت د لوړ فرهنګي نوم ورکولای شو، چې هغه د لوړ فرهنګ، چې د خلکو او ټولنې بې ریا چوپړ دی، تومنه په ځان کې ولري.»

شاعر وايي:

کله ادم، کله عیسی، کله شداد او نمرود

څومره عادل، څومره قوي او څومره پړ دی انسان

انسانان د وسایلو په مډرن کیدلو سره د پرمختګ لوړ معراج نه شي خپلولای، بلکې د يوې ټولنې ټول افراد د فکر او روان له پلوه بدلون ته اړتیا لري. د وسایلو لکه موټر، کمپیوټر، برېښنا او د نورو په بدلون سره کېدای شي د ګټې اخیستنې لپاره د ټولنې افراد په ځانونو کې بدلون راولي، خو دا بدلون به له فکري او رواني پلوه نه وي، یوازې به له وسایلو څخه د ګټې اخیستنې لپاره بدلون وي.

د وسایلو په بدلون سره د انسان فکر او لرلید نه بدلېږي. ډېری افراد به برېښنا، موټر او نور مډرن وسایل ولري، خو دا به د دوی ظاهري پرمختګ وي.

لکه چې وايي:

په ظاهري لباس د هېچا مه غولېږه

منځ ته يې ګوره چې چغزي دی که مټاک

ځینې کسان په دې هڅه کې وي چې ځان له نورو څخه بهتر او مدني وښيي، خو بیا یو بل نورو ته د پرمختګ او مدنیت زده کړې ورکوي، ځکه وايي چې، ځینې د دې لپاره ژوند کوي چې پیسې وګټي او بیا ځینې د دې لپاره پیسې ګټي چې ژوند پرې وکړي.

رحمان بابا وايي:

هومره زیان له خوګه، خرسه نه رسېږي

لکه څوک چې ادمیانو کې بدخوی شي

دوه لارې دي، یوه د حلالو لاره ده او بله د حرامو لاره ده. یو تن د حلالو د پیدا کولو لپاره لس، شل کاله هڅې او مبارزه کوي تر څو يې ژوند د ارامۍ پر خوا حرکت وکړي، خو یو بل بیا له خدايه نه وېرېږي، د حرامو له لارې خپل ژوند ته همدا نن بدلون ورکوي، فساد کوي، رشوت اخلي او پر ګډو وډو سر کېږي.

اکرام الله ګران واييي:

چا ګل نه وینې وڅښلې، چا ګل ته وینې ورکړې

انسان څومره بدرنګه دی، انسان څومره ښایسته دی

او بل ځای شاعر وايي:

ژوند يې سمسور، په ګوله موړ دی، په صحت جوړ دی

څومره قانع، څومره طامع او څومره اړ دی انسان

زموږ ټولنه هم تل له همدغه ډول ستونزې سره مخ وه. چا چې به د خدمت کولو وړتیا لرله او له فساد څخه به پاک وو، په دویم او درېیم صف کې او هغه چا چې به ډېر فساد کاوه او ډېر به يې د خلکو د غولولو وړتیا لرله په لومړي کتارکې به يې د ریا نارې سورې وهلې.

حمزه بابا به ویل:

لاس که په وطن کې د تعمیر کولای نه شې

تېر شه له تخرېبه، دا خبره ستا د وس ده»

رحمان بابا به هم له ناکامه ویل:

په ادم کې د حیوان خویونه هم شته

بیا هله يې ادم بوله چې ادم شي

او یا د ګل پاچا همغه فلسفي شعر چې وايي:

ډېر تفاوت دی په انسان کې د مانا په لحاظ

واړه مشغول دي ځینې ځان، ځینې جهان جوړوي.

2 COMMENTS

  1. محترم وزیری صاحب د شعر او ادب له بڼ نه مرغلری امیل کړی او د ښه انسان،اهم مشخصات یی
    راټول کړی چې هم یی عقیده او هم یی اخلاق او کردار راښیی ،کوم چی زموږ رب ستایلی او د اشرف
    مخلوقات د معراج ځلانده نښې دی؛که دا ډول انسان ته د امت او بشریت د قیادت او خدمت ثقیل
    بار وردیغاړی شی،یقینا په امانتداری،تواضع ،شکر او حمد سره به منزل مقصود ته رسیږی ،بی لدی چې په چا منت وکړی ؛او دا راښیی چې هیڅوک هم د انسانیت ښه خادم نشی کیدی تر څو چې خپله
    په ټوله معنی انسان نه وی او د انسانیت په تله ،انسان و نه خیژی،ولو که نوم او شعار یی هر څومره جالب او غولونکی وی۰

  2. وزیری صاحب ډیر ښکلی لیکنه دی کړې. واقعاْ هم چه ځینی په رنګ او صورت کی انسان ښکاری خو په اصل کی تر ځناورو لا بدتره وی. تاسی د انسانانو فکری، عقلی او عملی توپیرونه ډیر ښه په ساده او شاعرانه ژبه واضح کړل. مګر زه یوه پوښته لرم او هغه دا چه دا توپیرونه څنګه را مینځ ته کیږی؟ آیا دا یو ابدی، خدایی توپیر دی چه ځنی د لوړ فکر او ځنی د ټیټ فکر خاوندان شول او که دا کسبی او اختیاری عواملو پوری اړه لری؟ په دې هکله که ړنا واچوی ډیر به ښه شی. او ورسره په څنګ کی دا هم وویاست چه څنګه کولای شو د د رزیله خواصو څخه ځان را خلاص کړو تر څو په دی وتوانیږو په خپله ټولنه کی د سر او فساد لرونکو کسانو کچه ورستی درجې ته ټیټه کړو.
    مننه.
    عبدالباری د هلمند څخه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب