دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامنیتي اندیښنې، د کابل دروازو کې جدي تدابیر نیول شوي

امنیتي اندیښنې، د کابل دروازو کې جدي تدابیر نیول شوي

تاند:( پنج شنبه، د ثور دوه ويشتمه) د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د نسبي جګړو او نا امنۍ پېښو څخه وروسته، طالبانو د کابل په دروازو کې د جدي امنيتي تدابيرو خبر ورکړی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وايي، چې د زیاتو شویو پلټنو اصلي هدف په کابل کې د نا امنۍ د پېښو مخنیوی دی.

د هغه په وينا ، د دې لپاره به یې ځواکونه له ټولو ممکنه امکاناتو څخه ګټه واخلي.

طالبانو تر اوسه د تازه دمو دغو تدابيرو د لاسته راوړنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د تېرې روژې میاشتې پر مهال د يو شمېر نورو ولايتونو تر څنګ کابل ښار هم د خونړیو پېښو او لسګونو تنو د مرګ ژوبلې شاهد و.

له تېر اختر څخه یوه ورځ د مخه، د کابل ښار په دارالامان سیمه کې پر یوې خاتقاه د برید له امله لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان وو.

د افغانستان د یوه لویه برخې وروستيو خونړېو پېښو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی

1 COMMENT

  1. طالبه چې سم نشي، او د ملت د ځورنې نه لاس وانخلې، والله که د دښمن په تخرګونو کې هم خوندي پاتې شې !!
    د انجونو زده کړو ته اجازه ورکړه، د میرمنو پر وړاندې د محدودیتونو څخه لاس واخله، او د یو ټولشموله حکومت تشکیل رامنځته کړه، چې افغانان د بشري او اقتصادي ناورین څخه خلاص شي، او د کور دننه رسمیت تر څنګ نړیواله رسمیت ترلاسه شي. لویه جرګه راوغواړئ او ملي بیرغ، ملي سرود او ملي ارزښتونو ته احترام وکړئ، ولسمشر غني او پخواني پاک چارواکي هم هیواد ته راوبلئ، هوایي ځواک راوغواړئ، او دغه مهمات به هم بیرته خپل هیواد ته راستانه شي، یو ملي حکومت به جوړ شي، نړۍ سره به اړیکې جوړې شي، او د هیواد د پرمختګ او ودانۍ چرخې به بیا په خوځښت راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب