Homeخبرونهد افغان کډوالو ملاتړ لپاره د جاپان او یو اېن اچ سي...

د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د جاپان او یو اېن اچ سي آر ترمنځ هوکړه وشوه

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۶مه】د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د جاپان حکومت یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک ارزښت ۹۲۹ ملیونه جاپاني ین کېږي چې کابو (۶ ملیونه ډالره) کېږي.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ وایي، دا هوکړه لیک به هغو پروګرامونو ته ځانګړی شي چې، افغانستان ته راستانه شویو کډوالو، بې‌ځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته د معیشت زمینه برابره کړي.

د دې هوکړې له مخې د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید پراختیا هغه فعالیتونه دي چې له ملاتړ به برخمن شي.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چې، په تېره یوه میاشت کې ۳۱۶۰کورنۍ چې څه باندې ۱۴زره کسان کیږي هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند پرون یکشنبه ویلي وو چې، په یاده شمېره کې له ایرانه څه باندې ۱۰۶۰۰ او له پاکستانه ۳۳۰۰ او له ترکیې نږدې ۱۵۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کډوال په زیات شمېر یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...