Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورخم لار له درو ورځو راهیسې بنده ده، سلګونه موټر او...

د تورخم لار له درو ورځو راهیسې بنده ده، سلګونه موټر او مسافر منتظر دي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) د تورخم دروازه نن درېیمه ده چې لا هم بنده ده او دواړو خواوو ته یې سلګونه باري موټر او ډېر شمېر مسافر بند او منتظر پاته دي.

د منتظرو کسانو په منځ کې ډېر شمېر ناروغان، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پاکستان یو امنیتي چارواکي د تورخم بندر په اړه وویل چې لاهم د سرحدي اړیکو کمېټې، چې په کرښه د ستونزو د راپورته کېدو په مهال غونډې او مشورې کوي، د دې لارې د بیا پرانیستلو پهاړه ناسته نه ده کړې.

د پاکستان دغه امنیتي چارواکي د خپل هیواد رسنیو ته همداراز ویلي چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه د تیارسی په حال کې دي.

دا مځکنی بندر، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د افغانستان له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې په ورځ د یوې نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د اختلاف له امله پاکستان بنده کړه.

د پاکستان “ډان” ورځپاڼې ته سرچینو ویلي چې د سرحدي امنیتي مقاماتو ترمنځ د افغانستان په اړخ کې د یوې امنیتي پوستې د ترمیم او پراخولو، او د پاکستان خوا ته د لارښوونکې لوحې د لګولو پر سر شخړه رامنځته شوې، چې له امله یې بندر ناڅاپه تړل شوی دی.

سرچینې وايي چې دواړو خواوو مخکې هوکړه کړې وه چې په سرحدي سیمو کې د هر ډول ودانیزو کارونو یا سرحدي جوړښتونو د بدلون په اړه باید یو بل ته خبر ورکړي.

دوی زیاتوي چې د ګمرک او مهاجرت دفترونه تړل شوي او کارکوونکو ته ویل شوي چې له خپلو ځایونو لاړ شي.

سرچینو ډان ته دا هم ویلي چې پاکستان اجازه ورکړې چې د شپږ تنو مړي، چې په پاکستان کې وفات شوي وو، جنازې افغانستان ته ولړول شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...