تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۶مه】د طالبانو د حکومت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند، له افغان متخصصینو او څېړونکو غوښتي چې، د اوبو د سرچینو د اغېزناک مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره له دوی سره د مؤثرو تګلارو او دوامداره سټراټيژیو په تدوین کې مرسته وکړي.
ملا محمد حسن اخوند نن دوشنبه د کابل پولې تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د اوبو مدیریت وخت او دقیق پروګرام ته اړتیا لري.
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې چې دوی د ځمکې لاندې اوبو د غوره مدیریت او د اقلیمي بدلونونو پر ضد د ځانګړو تدابیرو عملي کولو ته ژمن دی.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړېوال کنفرانس رابللی دی.
دې کنفرانس کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر څنګ کورني او بهرنيو متخصصینو هم ګډون کړی دی.
په دې کنفرانس کې د افغانستان اوبیزو سرچینو مدیریت، ارزښت، مهار او د اوبو اړوند نورو موضوعاتو خبرې وشي.
افغانستان د اوبو له پلوه غني هېواد دی خو د وخت حاکمو نظامونو د ناپامۍ له امله تر اوسه نه دي مدیریت شوي او نورو ګاونډیو هېوادونو ته بې بها روانې دي.
افغان متخصصین وایي که د افغانستان په داخل کې اوبه مهار او سمه ګټه ترې واخیستل شي نو په داخل کې به د کرنیزې برخې د غني کېدا ترڅنګ د برېښنا تولید دومره زیات شي چې د نورو هېوادونو له احتیاجه به مو خلاص کړي.
پاچا صیب: لعنت دی پدی حمارت شه چی ټول کارونه دی بیسواده ملایانو ته سپارلی چی خبری یی ندی زده. خلک ټول په تیښته کی دی متخصصین دی ټول مجبوره کړل چی هیواد پریږدی خنځیره لږ سوچ وکړه چی دوه دری کاله بعد به یوه زنانه ډاکټره هم و نلری.
@nazeem.samoon
د The nationپه نامه د یوې پاکستانۍ رسنۍ په حواله، د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي. چترال د کونړ سیند ته بهیږي او د کونړ سیند د کابل سیندیزې حوزې یوه مهمه او لویه څانګه جوړوي.
که دا پلان رښتیا وي، نو د جدي اندېښنې خبره ده. د یوه مشترک سیند د اوبو د طبیعي جریان منحرفول، د اوبو د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
خو دا ډول څرګندونې ځینې وختونه تکتیکي موخې هم لري