جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهفریدریش مِرڅ، چې غالباً به د جرمني صدراعظم شي، څوک دی؟

فریدریش مِرڅ، چې غالباً به د جرمني صدراعظم شي، څوک دی؟

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) ډېر احتمال شته چې د مسیحي دیموکرات ګوند مشر او د دې ګوند د جرمني د صدارت نوماند فریدریش مِرڅ، د یکشنبې (فبروري ۲۳/ ګب ۵) د ټاکنو ګټونکی شي.

غالباً له دی د اوسني صدراعظم، اولاف شولڅ، ځای ناستی شي.

۶۹ کلن فریدریش مِرڅ، په ۲۰۲۲ کال د مسیحي دیموکرات ګوند مشري ترلاسه کړه، خو څو لسیزې مخکې یې د دې ګوند غړیتوب اخیستی و.

د ۲۰۰۰مو کلونو په پیل کې، د هغه سیالي له آنگیلا میرکل سره سبب شوه چې کله میرکل د صدارت مقام ته ورسېده، فریدریش مِرڅ په سیاست کې منزوي شو.

آنگیلا میرکل په ۲۰۰۵ کال کې د جرمني صدراعظمه شوه، او فریدریش مِرڅ د سیاست له صحنې د یوې مودې لپاره لرې شو، په شخصي سکتور کې په کارونو بوخت شو، او د وکیل په توګه یې هم کار کاوه.

په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې آنگیلا میرکل اعلان وکړ چې د ګوند له مشرۍ به لاس واخلي، مِرڅ بېرته سیاست ته ودانګل.

هغه په عمومي ډول د آنگیلا میرکل په پرتله یو محافظه‌کار سیاستوال بلل کېږي.

مِرڅ رایه‌ورکوونکو ته ژمنه ورکړې چې د جرمني اقتصاد به بیا راژوندی کړي او د کډوالو د ورتګ پر وړاندې به ودریږي.

دی په کاتولیک مذهب باورمن دی، مېرمن یې قاضي ده، او درې زامن لري.

فریدریش مِرڅ په ۱۹۷۲ کال د مسیحي دیموکرات ګوند غړی شو، او په ۱۹۸۹ کال د اروپايي پارلمان غړی وټاکل شو.

په ۱۹۹۴ کال یې په لومړي ځل د جرمني پارلمان (بونډستاګ) ته بریالی شو، او تل یې د محافظه‌کارو ارزښتونو ملاتړ کړی دی.

هغه د کورنۍ پر اهمیت ډېر ټینګار کوي.

د آنگیلا میرکل د صدارت پر مهال، مِرڅ له سیاسته لیرې شو، او د سوداګر په توګه یې په امریکا او چین کې وخت تېر کړ.

مِرڅ د سپټمبر په میاشت کې، د مسیحي دیموکرات ګوند له خوا صدارت ته نوماند شو.

خو تېره میاشت، کله چې هغه د سختدریځو ښي اړخو د رایو په مرسته د مهاجرت ضد پرېکړه‌لیک پارلمان ته وړاندې کړ، سختې نیوکې پرې وشوې.

آنگیلا میرکل هم دا چوپتیا ماته کړه، او د مِرڅ دا اقدام یې نامناسب وباله.

مِرڅ ټینګار کړی، که صدراعظم شي، هېڅکله به “د جرمني لپاره بدیل” (AfD) سختدریځې ښي اړخې ډلې سره همکاري ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...