پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+افغان بازار که لټل بامیان بازار | غلام‌جیلاني ځواک

افغان بازار که لټل بامیان بازار | غلام‌جیلاني ځواک

په اتلس سوه شپیتم عیسوي کال کې لومړني افغان اوښبڼو د استرالیا په خاوره قدم کیښود، د استرالیا حکومت د امیرشیرعلي خان، امیر عبدالرحمن او امیرحبیب الله خان حکومتونو سره  د یو رسمي قرار داد په ترڅ کې په زرهاو افغان کوچیان او د هغوی اوښان استرالیا ته بوتلل. دې افغانانو د استرالیا په ودانولو کې ډیر ستر او مهم رول لوبولی او له همدې امله د ننني استرالیا په تعمیر او ترقۍ کې د افغانانو ونډې، زیار او زحمت  ته په استرالیا کې په ډير احترام او د قدر په سترګه کتل کیږي.

په همدې استرالیا کې د “ما افغان نیستیم” د پان ترکیزم او پان ایرانیزم د فاشیستی نیابتې ډلو د کمپاین د یوې برخې په توګه نن سبا استرالیا ته د تللو یو شمیر هزاره ګانو لخوا چې د یو شمیر تاجیکي فاشیستانو او ایی ايس ایی لخوا یې هم ملاتړ کیږی دا کمپاین پیل شوی چې د استرالیا په ملبرن ښار کې د افغان بازار نوم په لټل بامیان واړوی.

مالومه نه ده د ملبورن ښار د ښاروالۍ شورا دې مسئلې ته له کومې زاویې ګوري او څه پریکړه کوی خو څه چې مهم دي دلته د یوشمیر فاشیستی کړیو سیاسی بد نیتي ده.

څه موده مخکې د ایی ایس ایي مشر جنرال عاصم په تاجکستان کې همدا رنګه د ایی ایس ایی یو لوړ رتبه هیئت په ترکیه کې په اصطلاح د مقاومت ځنې مشرانو سره ولیدل، له هغې وروسته دا کمپاین ډیر تیز شوی، تاسو وګورئ په استرالیا کې کوم کس چې د دې کمپان مشري کوي د کويټې یو هزاره یانې یو پاکستانی دی، له بلی خوا نجیبه فیض په نوم چې یوه معلوم الحاله جنۍ ده، له اسلام اباده د دې کمپاین پلوی کوی.

پاکستان له ډیرې مودې افغانستان کې، افغان دښمنه ډلو او شخصیتونو سره اړیکې لري او مرسته ورسره کوي، پښتون سره دښمني، افغان سره دښمني، افغانستان سره دښمني د دوی مشترک ټکی دی.

ښایی ځینو سره دا پوښتنه پیدا شي چې د دې خبرې اهمیت په څه کې دی، بامیان خو هم دافغانستان دی نو ولې د بامیان نوم سره مخالفت؟

دې کې هیڅ شک نشته چې بامیان د افغانستان د جغرافیې یوه برخه ده، د بامیان تاریخ زموږ د تاریخ روښانه باب دی، د بامیان هویت زموږ هویت دی،

خو باید په یاد ولرو چې د افغان هویت د بامیان له هویته نه دی بلکی د بامیان هویت د افغان هویت یوه برخه ده

بله او ترټولو مهمه خبره داده چې دا یوه ساده د یو بازار دنوم بدلولو مسئله نه ده، بلکې دا د افغان نوم نه او په حقیقت کې د افغان هویت نه د انکار خبره.

د افغان هویت نه انکار د ملت د نفي او د هیواد د نفي په مانا ده،

برات علی باتور کویټه وال هزاره چې په استرالیا کې دا کمپاین پرمخ وړي، د خپل فیسبوک پر پاڼه د دې کمپاین د هدف په اړه لیکی:

“مقابله با تحمیل هویت قومی به عنوان هویت ملي

کلمه افغان در طول تاریخ بیشتر به قوم پشتون اشاره داشته و در اسناد تاریخي نیز افغان مترادف با پشتون بوده است. بیساري از هزاره ها این نام را بازتاب دهنده هویت خود نمې دانند”

یانې هدف د بامیان د ښکلي نوم تبارز نه بلکی د افغان هویت نفي ده،

د افغان ملت نفي ده،

د افغانستان د وجود نفي ده!

ایا د پان ایرانیزم او پان ترکیزم نیابتي اردلیان په دې نپوهیږي چې په دې جغرافیا کې د بیل هیواد او بیل ملت په توګه د افغانستان شتون دلته د پښتون عنصر د شتون په دلیل دی،

پښتون دلته مطلق اکثریت دی، د پښتون له خوښې پرته هیڅ بدلون ممکنه نه دی، دپښتون له خوښې پرته ممکنه نه ده دا جغرافیا و ویشل شي، او پښتون هیڅ دلیل نلري چې د دې جغرافیې ویش ته راضي شی.

که دوی داسی فکر کوي چې ګواکې د نړیوال استعمار په زور به دا کار وشي نو احیاناً که د نړیوال استعمار په جبر پښتون ویش ته غاړه کیږدي، هغه به هم د پښتون په شرایطو وي، دلته په هره معادله کې څوک پښتون عنصر له پامه نشي غورځولای.

د استعمار په زور د دې جغرافیې جبري ویش تر پښتنو زیات د تاجیکو او بیا په ځانګړی توګه دهزاره وو په زیان دی.

افغانستان زموږ د ټولو مشترک هیواد دی، پښتون، تاجیک، ازبیک، هزاره …… ټول مجبور یو په همدې جغرافیه کې سره یو ځای ژوند وکړو، ټول باید یوبل ته احترام ولرو او د یوبل درناوی وکړو.

افغانستان کې میشت اقلیتونه باید دومره کرکه او نفرت تولید نه کړي چې د هغې په زهرجن چاپیریال کې ورته ژوند ستونزمن شي،

3 COMMENTS

  1. ځواک صاحب ، په ګوتو او قلم مو برکت شه .
    د افغان او افغانستان دښمنان که په هر ځای ، هره بڼه او لباس کې وي تباه او برباد دې شي .

  2. سلامونه،
    ځواک صیب ،مساله مو ښه تحلیل کړیده.مڼنه.
    یو خو همدغه د افغانستان نمکهرامان به د افغان پاسپورت او نوم تر استرالیا او نورو ملکو ته پناه وړې وي!
    ؛بل د بامیانو بُت چې د آی اس آی اجنټانو الوزاوه دوی ولې د بامیان غږ جګ نکړ؟؟؛
    دریم دا چې بامیانو کې پښتانه او نور ویاړلي قومونه ژوند کوي او اوس له اَ اِ اُ د چارواکو له اعمالو راضی او خوشاله دي!!!.
    ۲۰ بلیونرانو(د بیت المال او د خلکو د حقوقو غاصبینو )؛نپوهیږو د نورو حرامو ګټو خوبونه د ای اس آی جرنیلانو په لابیګانو کی کتلی دی!!!!؛ غافل له دی چې ولس یا ملت ته د دوی د جنایاتو او غلاوو دوسیی مالومی دی.له دباندینه پف کوي!لکه روباګان پټ دي
    پان فاشیزم:پان پنجابیزم؛پان فارس-و-خر آسان -شویه ایزم!!- +- پان ترکیه ایزم!!! په دې ۲۱مه پیړۍ کې ناممکنه دي ؛ تجزیه طلبۍ په پخوانۍ یوګوسلاویا کې څومره بده نتیجه ورکړی ټولی دنیا ته معلومه ده!
    لڼډه دا چې لوی افغانستان د کم و زیات ۳۰ لویو او کوچنیو قومونو کور او مور دی؛ که څوک دا او دپښتون مشر ورورتوب او لالا يي نه مني؛ لطفن دې خپل راوتی څمڅي ته بیرته نڼوځي ؛
    هر که ګویا دور شد از اصل خویش ++باز جوید روزګار وصل خیش!”مولوی”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...