تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۶ مه) څېړونکي وايي، د انسان د خبرو کولو له وړتیا سره تړلی نوي موندل شوی جین ممکن یوه ورځ د ږغېدو د ستونزو له درملنې سره مرسته وکړي.
ساینسپوهانو یو جین پېژندلی چې، د دوی په وینا، د انسان د ژبې د رېښو په رامنځته کېدو او پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی او زموږ د بقا لپاره حیاتي عامل ګڼل کېږي.
خبرو کولو موږ ته دا وړتیا راکړه چې معلومات او پوهه شریکه کړو، فعالیتونه تنظیم کړو او زدهکړې انتقال کړو؛ دې ځانګړتیا موږ ته د نیاندرتالانو او دنیسووانو په څېر د منقرض شوو خپلوانو په پرتله برتري راکړه.
د یوې نوې څېړنې موندنې، چې د “نیچر کامونیکیشنز” په ژورنال کې خپرې شوي، ښيي چې یو ډول پروټین، چې یوازې په انسانانو کې موندل کېږي، موږ ته د اړیکو د یوې نوې بڼې په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
لیزا فاینستک، چې د امریکا د مینهسوټا پوهنتون څېړونکې ده او په دې څېړنه کې یې برخه نه لرله، وايي: «دا د هغو ځانګړو جینونو د څېړنې لپاره لومړی مهم ګام دی، چې ښايي د وینا او ژبې په وده اغېز ولري.»
هغه څه چې ساینسپوهان په دې برخه کې زده کوي، کېدای شي یوه ورځ هغو کسانو ته مرسته وکړي چې د ږغېدا له ستونزو سره مخامخ دي.
د دې څېړنې له لیکوالانو څخه، ډاکټر رابرت دارنل، وايي: «هغه جینټیکي ډول چې څېړونکي یې په لټه کې ول، د هغو جینونو له ډلې څخه دی چې د انسان د پرمختللي نسل (Homo sapiens) د راڅرګندېدو لپاره مهم و.»
ډاکتر دارنل له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې د NOVA1 پروټین مطالعه کوي، چې د مغز د ودې لپاره حیاتي رول لري.
د ډاکتر دارنل د لابراتوار څېړونکو، چې د نیویارک په راکفلر پوهنتون کې فعالیت کوي، د “CRISPR” جین د ایډیټ کولو د ټکنالوژۍ په کارولو سره، په یوه نوې څېړنه کې، د موږکانو NOVA1 پروټین د انسان له ځانګړي ډول سره بدل کړ، تر څو د دې جینیټکي ډول واقعي اغېز وڅېړي.
دوی په حیرانتیا سره ولیدل چې څنګه دا جینيټکي بدلون د موږکانو د غږیزو اړیکو طریقه بدله کړه.
هغه نر او نوزېږي موږکان، چې د انساني NOVA1 پروټین یې درلود، د مور (د کوچنيانو لپاره) او د جنسي جلبېدونکې مادې (د بالغو نارینه وو لپاره) په حضور کې له نورو معمول موږکانو څخه متفاوت غږونه تولیدول.
ډاکتر دارنل وايي: «دا دواړه داسې شرایط دي چې موږکان پکې د غږیزو اړیکو هڅه کوي؛ خو هغو موږکانو چې د انسان د ډول NOVA1 پروټین یې درلود، بېلابېل غږونه تولید کړل.» دا موضوع له خبرې کولو سره د دې پروټین د تړاو څرګندونه کوي.