پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

یوه مسله چي، په ورځني ژوند کي، د خلکو ژوند تر اغېز لاندي راولي هغه د حد موضوع ده. حد په لغت کي ټاکلي خط  او مانع ته ویل کیږي او  حدّاد یعني حد ساتونکی د پهره دار یا دروازه وان لپاره استعمالیږي؛ چي خلک تر دروازې ها خواته نه پرېږدي. مګر په شرعي لحاظ د سزا هغه اندازه ده چي، د ټاکلو ګناهونو لپاره، د حق متعال او یا حضرت رسول ص له خوا ټاکلي سوي دي. حق متعال د ګناهونو د سزا د اندازې په برخه کي د حدودو پر رعایت کولو باندي دونه ټینګار کوي چي له حدودو څخه تېري کوونکي ظالمان او حتی کافران بولي: و من یعصِ الله و رسولهُ و یتعدَّ حدودوُ یُدخِلهُ ناراً خلِداً فیها و لهُ عذابٌ مهین. سورة ۴ آیة ۱۴

ترجمه: څوک چي د حق تعالی او د هغه د رسول نافرماني کوي او د هغوی له حدودو څخه تېری کوي؛ هغوی به تر ابده په دوږخ کي وي او توهینوونکی عذاب ورته ګوري.

په سورة بقرة کي وایی: … و تِلک حدودالله فلا تعتدوها و من یتعدَّ حدودالله فأُولاءِک هُمُ الظالمون. سورة ۲ آیة ۲۲۹

ترجمه: دغه د الله حدود دي او څوک چي د الله له حدودو څخه تېری کوی هغوی ظالمان دي.

حق متعال د قتل لپاره د قصاص سزا، د زنا لپاره ۱۰۰ دُرې، د غلا لپاره د لاس قطع کېدل او د لارو د نیوونکو لپاره د ښي لاس او کیڼي پښې قطع کېدل او… سزاوي ټاکلي دي. خو وروسته مذهبي عالمانو او ملایانو د ګناه کارانو لپاره سزاوي سختي کړي دي او هغوی ته یې د تعزیر او یا د ځینو ضعیفو احادیثو په اساس نوي حدود ټاکلي دي.

پخپله حضرت رسول ص د حد په عملي کولو کي له بشپړ احتیاط او حوصلې څخه کار اخیست. په صحیح مسلم کي له ۶۶۵۸ څخه تر ۶۶۶۱ پوري څلور احادیث راغلي دي او په ټولو کي دا یوه کیسه راغلې او تایید سوې ده:

« ابوعثمان وايي چي موږ په جومات کي، له حضرت رسول ص سره ناست وو. یو سړی راغی او حضرت رسول ص ته یې وویل چي اې د الله پیغمبره ما داسي ګناه کړې ده چي باید حد راباندي جاري کړه سي نو حد راباندي جاري کړه. په دغه وخت کي د لمانځه اقامة وویل سوه او حضرت رسول ص لمانخه ته ولاړ سو. ابوعثمان وايي ما هم حضرت رسول ص تعقیب کړ؛ څو پوه سم چي هغه د دغه سړي په باره کي څه فیصله کوي. هغه سړی بیا حضرت رسول ٌ ته ورغی ویل یې یا رسول الله ما داسي ګناه کړې ده چي باید حد راباندي جاري سي نو حد راباندي جاري کړه. حضرت رسول ص ورته وویل چي ته له جومات څخه ووتلې او اودس دي وکړ. بیا دي زموږ سره لمونځ په جماعت وکړ. هغه سړي وویل بلې. حضرت رسول ص ورته وویل الله تعالی ته له حد څخه معاف کړی یې. مسلم احادیث ۶۶۶۱

شراب چښل ناروا دي؛ او په قرآن شریف کي هغه نجس کار او د شیطان عمل بلل سوی دی مګر د شرابو پر چښلو باندي نه په قرآن شریف کي د سزا یا حد یادونه سوې ده او نه حضرت رسول ص ټاکلی حد تعیین کړی دی. په دې برخه کي دومره احادیث نقل سوي دي چي موضوع یې ډېره پېچلې کړې او حتی مشکوکه کړې ده.

د صحیح بخاري ۶۷۷۳ حدیث وايی حفص ین عمرد هشام او هغه د قتادة، قتادة د انس بن مالک له قوله وايي چي نبی ص هغه څوک چي شراب به یې چښلي وه د خرما په لښته او بوټونو واهه او صدیق رض د شرابو چښلو حد څلوېښت درې یا شلاقي تعیین کړ.

۶۷۷۴ حدیث د نعیمان یا د نعیمان د زوی له قوله وايی چي یو سړی چي شراب یې چښلي وه حضرت رسول ص ته راوستل سو. حضرت رسول ص پر موږ امر وکړ چي ویې وهی. موږ ټولو هغه وواهه او زه هم یو له هغو کسانو څخه وم چي ومي واهه.

د بخاري ۶۶۷۵ حدیث د عُقبه ین الحارث له قوله وايی چي یو سړی چي شراب یې چښلي وه حضرت پیغمبر ته راوستل سو او هغه پر موږ امر وکړ چي ویې وهی. موږ ټولو هغه د خرما په لښتو او څپلیو وواهه. 

د همدغه بخاری ۶۷۷۸ حدیث د علی بن ابی طالب له قوله وايي چي که یو څوک د حد د عملي کېدلو په وخت کي مړ سي زه به هیڅ خواشینی نه سم. مګر که څوک د شرابو د چښلو په ګناه د حد د چلېدلو په ترڅ کي مړ سي زه به د هغه سړي کورنۍ ته تاوان ورکوم ځکه چي پیغمبرص د شرابو لپاره حد نه دی ټاکلی.

د صحیح مسلم ۴۲۲۶ حدیث د انس بن مالک له قوله وايي چي یو سړی چي شراب یې چښلي وه حضرت پیغمبرص ته راوستل سو او هغه څلوېښت  شلاقي وواهه. ابوبکر هم د شرابو د چښلو سزا په همدغه طریقه ورکوله. کله چی عُمررض خلیفه سو نو هغه د شرابو د سزا په برخه کي له خلکو سره سلا مشوره وکړه. عبدالرحمن بن عوف ورته وویل چي نرمه ترینه سزا باید ورکړه سي. عُمر وروسته د شرابو لپاره حد اتیا دُرې وټاکی.

خو د همدغه صحیح مسلم په ۴۲۳۲ حدیث کي علی بن ابی طالب، د شرابو د چښلو د حد په برخه کي هماغه خبره کوي چي په صحیح بخاري کي مو مثال ورکړ او ویلي یې وه چي د شرابو د چښلو لپاره حد نه دی ټاکل سوی. 

صحیح النسایی خو په ۵۶۶۲ حدیث کي د ابوهریره له قوله وايي چي حضرت پیغمبرص وویل« هر څوک چي شراب وچښي په شلاقو یې ووهی، که یې بیا وچښل بیا یې په شلاقو ووهی. که یې بیا هم وچښل بیا یې هم په شلاقو ووهی او که یې بیا هم وچښل نو غاړه یې ووهی( مړ یې کړی). 

 د همدغه کتاب په ۵۶۶۳ حدیث کي راغلي دي چي ابی بُرده بن ابی موسی د خپل پلار له قوله وايی چي د شرابو د چښلو او خدای ته د شریک نیولو او بت پرستی ترمنځ هیڅ توپیر نسته. 

د صحیح نسایی ورپسې حدیث عُروه بن رویم د حضرت رسول ص له قوله وايي چي هر څوک چي شراب وچښی څلوېښت ورځي یې لمونځ نه قبلیږی.

اوس نو په داسي حال کي چي علی بن ابی طالب وايي د شرابو د چښلو د سزا لپاره حد ټاکل سوی نه دی. ابوبکررض خلک د شرابو چښلو په ګناه څلوېشت دُرې وهل. عمربن خطاب ته دا صلاحیت چا ورکړی وو چي د شرابو د سزا حد یې اتیا دُرو ته ورساوه؟ په داسي حال کي چي حق متعال په قرآن شریف کي څو ځله د خپلو حُدودو د رعایت کېدلو پر موضوع باندي ټینګار کړی دی؛ او هغه کسان یې ظالمان بللي دي چي د حق متعال او د هغه د ر سول ص له حدودو څخه تېری کوي او حتی هغوی ته یې د دایمي دوږخ سزا، چي یوازي مشرِک او قاتل ته ورکوله کیږي، ټاکلې ده. عمر بن خطاب له دې امر څخه مستثنی کېدلای نه سي. هغه یو عادي بنده وو. هغه پیغمبر نه وو چي د حدودو د ټاکلو حق او صلاحیت یې درلودلی وای.

په زړه پوري خبره خو لا داده چي عمربن خطاب ادعا کوي چي د شرابو د تحریم په باره کي آیتونه د ده په غوښتنه نازل سوي دي. 

د صحیح النسایی ۵۵۴۰ حدیث وايی کله چي د شرابو د تحریم آیة نازل سو نو عمر وویل« اې الله موږ ته د شرابو په باره کي یو څرګند امر وکړه؛ او د البقرة سورة نازل سو. عمر را وبلل سو او هغه آیة ورته ولوستل سو. بیا نو عمر وویل چي اې الله موږ ته د شرابو په باره کي څرګند حکم وکړه. په دغه وخت کي د النساء دا سورة نازل سو چي اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی کله چي نشه یاست لمانځه ته مه راځی. عمر را وبلل سو او  دا آیة ورته ولوستل سو. عمر بیا هم وویل چي اې الله موږ ته د شرابو په باره کي یو څرګند حکم وکړه. په دغه وخت کي د سورة المایِده سورة نازل سو او عمر را وبلل سو او دا آیة ورته ولوستل سو. کله چي دی دې کلمې ته ورسېدی چي نو ته به له شرابو څخه اجتناب ونه کړې؟ عمر وویل موږ ورڅخه پرهېز سولو! موږ ورڅخه پرهېز سولو!»

سړی چي دا حدیث لولي نو حیران سي. حق متعال خپل پیغمبر درلود او د هغه په وسیله یې خپلو بنده ګانو ته هدایت کاوه. عمر هم یو له هغو بنده ګانو څخه وو چي سمي لاري ته را وبلل سو. حق متعال به ولي د حضرت عمر په غوښتنه درې پرله پسې آیتونه نازلول. هغه ته دا صلاحیت چا ورکړ چي د شرابو په باره کي د آیتونو د نازلېدلو غوښتنه وکړي؟ 

په زړه پوري خبره خو لا داده چي په قرآن شریف کي د شرابو د تحریم لپاره همدغه د المایده ۵ سورة ۹۰ آیة نازل سوی دی. له دې ایة څخه وروسته د شرابو او قمار د تحریم په باره کي بل ایة نازل سوی نه دی. سړی حیران سي چي د تحریم د آیة د نازلېدلو څخه وروسته عمرفاروق د کوم آیة او حکم غوښتنه کوله او  د ده د غوښتني په اساس وروسته کوم آیة نازل سوی دی.؟ 

زه یقین لرم او هر څوک په دې حقیقت پوهیږي چي امام نسايی، د یوه لوی محدث په حیث، په دې خبره پوهېدی چي د المایده پورتنی سورة، د شرابو او قمار د تحریم په برخه کي، وروستنی حکم دی. هغه ته په کار وه چي دا حدیث یې له سره راوړی نه وای.

حضرت عمر فاروق د صحیح بخاري د احادیثو په حواله هم وايي چي درې ځله یې له حضرت رسول ص څخه غوښتني کړي او په هغه باره کي، د ده له غوښتني سره سمي، وحی راغلي دي. دی وايي« یو ځل مي پیغمبرص ته وویل چي کشکي مو د کعبې په مقام ابراهیم کي لمونځ کولای. په دې ارتباط د حق متعال له خوا وحی راغلې او حضرت پیغمبرص ته وویل سوه چي د کعبې د طواف په ترڅ کي دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهیم کي کوه. بل ځل مي حضرت رسول ص ته وویل چي کشکي دي خپلو مېرمنو ته د مخونو د پټولو امر کړی وای؛ او لږ وروسته د ښځو د حجاب په باره کي آیة نازل سو. او کله چي یو وخت د حضرت پیغمبرص مېرمنو د آنحضرت ص په مقابل کي لاسونه سره یو کړل نو ما هغوی ته وویل چي که حضرت پیغمبرص تاسي طلاقي کړي، د هغه رب به ترتاسي ښې مېرمني ورکړي. نو په دغه ارتباط آیة نازل سو او هغه څه پکښی ویل سوي وه چي ما ویلي وه»

صحیح بخاري حدیث ۴۰۲

زه یقین لرم چي دا دواړه حدیثونه جعلي دي. ځکه چي عمرفاروق، د یوه ټینګ مسلمان په حیث، په دې پوهېدی چي وحی یوازي د رب الجلیل او پیغمبرص ترمنځ د دایمي ارتباط نتیجه ده او بل څوک دا صلاحیت او اهلیت نه لري چي د وحی ادعا دي وکړي او یا ووايي چي دغه یا هغه وحی یا آیة د ده له غوښتني یا اټکل په اساس نازل سوی دی. امام بخاري او امام نسايي ته لازمه نه وه چي دا احادیث یې راوړي وای. 

تراویح:

تراویح شل رکعته لمونځ دی چي د روژې په میاشت کي د ماخستن له لمانځه څخه وروسته په جماعت ادا کیږي. د صحیح بخاري ۲۰۱۰ حدیث د عبدالرحمن بن عبدالقاري له قوله وايي« زه د روژې په یوه شپه د عمر بن خطاب سره جومات ته ولاړم. هلته مو ولیدل چي یو سړی به جلا ولاړ وو او لمونځ به یې کاوه  او څو تنو به له یوې ډلي سره لمونځ کاوه. عمر وویل زه باید دا خلک داسي را غونډ کړم چي په یوه قاري پسي لمونځ وکړي. اُبی بن کعب ته یې وویل چي ته مخکي سه او امامت وکړه. کله چي زه یوه بله شپه له عمر سره جومات ته ولاړم هلته می ولیدل چي ټولو خلکو په یوه قاري پسي لمونځ کاوه. عمر ږغ کړه چي « وه! څه ښه بدعت مي وکړ. داچي خلک په دغه وخت کي په کورکي ناست وي او لمونځ نه کوي دا بهتره ده چي دلته مسجد ته راسي او په جمع لمونځ وکړي.» 

د دې بیان څخه په څرګنده معلومیږي چي تراویح د عمر تر خلافت پوري په جماعت نه کېدلې او حتی عمر یې پخپله یو ښه بدعت بولي. خو زموږ خلک یې نه یوازي سنت بولي بلکه تر سنت هم په لوړه درجه ورته قایل دي. له بلي خوا دا نه سوه معلومه او د احادیثو په هیڅ کتاتب کي نه دي راغلي چي تراویح څو رکعته دي؛ خو سنیان یا اهل سنت والجماعة یې شل رکعته بولي او هیڅ ډول مدرک هم نه لري. هیڅ چا دا پوښتنه نه ده کړې چي عمر د دغه بدعت څه صلاحیت درلود؟ او دا شل رکعته چا ټاکلي دي؟

سنن النسایی په ۱۵۹۹ حدیث کي وايي چي کله حضرت پیغمبرص ولیدل چي خلک د شپې په هغه پسي په جومات کي لمونځ کوي نو هغه خلکو ته وویل چي پرته له فرضي لمونځونو نور ټول نفلي لمونځونه په کورونو کي وکړی، ځکه چي تر ټولو ښه نفلي لمونځ هغه دی چي په کور کي وسي. 

سنن النسایی په ۱۶۰۵ حدیث کي د عایشې رض له قوله وايي« حضرت پیغمبرص یوه شپه په جومات کي لمونځ وکړ او خلک ورپسي ودرېدل. بله شپه د خلکو شمېر زیات سو. دریمه شپه د خلکو شمېر تر هغه هم زیات سو. په څلورمه شپه دومره خلک په مسجد کي را غونډ سوي ول چي بیخي ځای نه وو. حضرت پیغمبرص په هغه شپه په کور کي پاته سو. په سبا سهار یې خلکو ته وویل زه پوهېدم او خبر سوم چي تاسي په جومات کي راغونډ سوي یاست او په جماعت د لمنځه انتظار کوی مګر زه قصداً راونه وتلم؛ ځکه چي زه بېرېدلم که بله شپه را ووزم او تاسي ته په جماعت لمونځ درکړم تاسي به دا لمونځ پر ځانونو باندي واجب کړی. او دا د روژې میاشت وه» 

سنن ابوداوود په ۱۳۷۳ حدیث کي همدغه بیان د عایشې له قوله کوي او هغه هم وايی چي حضرت پیغمبرص د تراویح لمانځه ته، درې شپې، را ووت او څلورمه شپه قصداً جومات ته نه ولاړ او سهار یې خلکو ته وویل چي ما نه غوښتل تاسي یو بل لمونځ پر ځانونو باندي واجب کړی.

هغه څه چي حضرت رسول ص وېره ورڅخه درلوده هغسي پېښه سوه. ۱۴۰۰ کاله کیږي چي سنیان د روژې د میاشتي تراویح د فرض لمونځ په څېر تعقیبوي او هیڅ څوک پوښتنه نه کوي چي تراویح په کوم کتاب کي راغلي دي او ولي شل رکعته دي او آیا حضرت عمر دا صلاحیت درلود چي خلک په جومات کي په امام پسي ودروي؟ په داسي حال کي چي حضرت رسول ص امر کړی وو چي نفلي لمونځونه په کورونو کي وکړی او هغه بهتر کاردی. 

پل صراط:

په قرآن شریف کي د پل صراط څرګنده یادونه نه ده سوې؛ خو په احادیثو کي د هغه په باره کي تفصیل ورکړه سوی دی. صحیح مسلم په ۳۵۳ حدیث کي د ابوسعیدالخدري له قوله وايي چي پل صراط تر وېښته نری او تر توري تېره دی. البته په هغه حدیث کي چي د لیث له قوله نقل سوی دی، پل صراط ته اشاره نسته.

د صحیح مسلم په ۳۶۷ حدیث کي راغلي دي« … حق متعال ج به موسکی وي  او د ټولو خلکو په مخ کي به روان وي. که منافقین دي او که مومنان دي له هر یوه  سره به یو څراغ ورسره وي. د دوږخ پر سر باندي به یو پل وي او پر هغه پله باندي به  مېخونه او چنګکونه وي او هغه کسان به چي د الله ج اراده وي پکښی بندیږي. د منافقینو څراغونه به مړه سي او مومنان به نجات پیدا کړي. لومړنۍ ډله چي تر پل صراط تیریږي هغوی به ۷۰ زره تنه وي. د هغوی مخونه به د سپوږمۍ په څېر ځلیږي او له هغوی سره به حساب نه کیږي. وروسته به بله ډله ورپسې وي چي مخونه به یې د اسمان د ستورو په څېر ځلیږي…. »

موږ ټول مسلمانان، له مرګه وروسته، پر بیرته ژوندي کېدلو باندي عقیده لرو او ټول دا منو چي له هربنده سره به، په آخرت کي، د دنیا د نېکیو او بدیو حساب کیږي. د ټولو اعمال به په ترازو کي تلل کیږي او د اعمالو په اندازه به سلوک ورسره کیږي.

د القارعة ۱۱۰ سورة له ۶ څخه تر ۱۱ آیتونو کي راغلي دي:

فامّا من ثقُلت موازینهُ فهُوَ فی عیشةٍ راضیةٍ

و امّا من خَفّت موازینه فاُمَّهُ هاویه

و ما ادراک ماهیة

نارٌ حامیة.

ترجمه: د هغه چا چي د اعمالو پله درنه وي هغوی به خپل د خوښۍ ژوند پیل کوي او د هغو کسانو چي د اعمالو پله یې سپکه وي هغوی به هغه اورته لویږي چي سخت تود دی.»

سوال په دې کی دی چي که پل صراط د اعمالو له وزن کېدلو څخه مخکي وي او د دوږخ لایقان له پله څخه خطا کیږي او دوږخ ته لویږي نو بیا خو د اعمالو د وزن کېدلو ضرورت نه پاتیږي؛ خکه چي دوږخیان به دوږخ ته تللي وي. او که  لومړی له بنده ګانو سره د ښو او بدو عملونو حساب کیږي؛ نو تر حساب وروسته خو د پل صراط ضرورت نسته؛ ځکه چي د دوږخ لایقان به د خپل حساب او کتاب له مخي دوږخ ته روان وي او پر پله باندي به ولي دوهم ځل آزمېیل کیږي؟

لکه مخکي چي مو اشاره ورته کړې ده، احادیث د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه تقریباً دوه نیم سوه ۲۵۰ کاله وروسته جمع سوي او لیکل سوي دي. دا وخت مسلمانانو عراق، ایران، ماوراءالنهر، د افریقا شمال او د هند ډیري برخي نیولي او له پردیو مذهبي عقایدو سره آشنا سوي ول. زه یقین لرم چي د پل صراط مفکوره د زردشت له مذهبی عقایدو څخه اسلامي عقایدو ته ورغلې ده.

د زردشت په مذهب کي پل صراط ته« پل چینوت» ویل کیږي. په زردشتي عقایدو کي راغلي دي چي پل چینوت له تېرو تورو څخه جوړ سوی دی او د البرز د غره له سره تر عرشه رسېدلی دی. د انسان له مړیني څخه وروسته په څلورمه ورځ سهار وختي د هغه روح د قضاوت میدان ته روانیږي. که یې چیري بد عملونه کړي ول نو پر تېرو تورو باندي لګیږي او تر پله لاندي دوږخ ته لویږي او که یې ښه عملونه کړي وه نو هغه تېري توري چي پل چینوت ورڅخه جوړ سوی دی د پله په ډول ورته پرېوزي او انسان دایمي جنت ته روانیږي.( تفصیل یې د پل چینوت تر عنوان لاندي په ویکي پیدیا کي کتلای سی)

پل چینوت ته د زردشت په سرودونو کي ډیري زیاتي اشارې سوي دي. د اوستا د کتاب په ۲۹۳ مخ کي راغلي دي:« اې پرهېزګاره او د پاک دین څښتنه! که غواړې چي روح دي د چینوت تر پله په آسانی سره تېر سي او د تل لپاره په جنت کي و اوسېږې نو سرودونه ولوله او زه آرزو لر م چي اهورامزدا به دي جنت ته واستوي.»

په ۴۸۰ مخ کي لولو «اې اورمزده اې خدایه! ګوندي د چینوت تر پله په خوښۍ او له سپک بار سره تېر سو او هغه ځای ته چي پاکان او نېکان پکښي اوسیږي ورسېږو او په خوشالي ځای پکښی ونیسو.»

په ۵۴۸ مخ کي وايي: «خدایه زموږ سره مرسته وکړې چي ارواح مو د دوږخ په سختو دېوالونو کي بند نه سي او په آسانی او خوښۍ تر پل چینوت تېر سو او هلته له پاکانو او نېکانو سره په دایمي جنت کي ځای ونیسو.»

هغه احادیث چي له عقل سره نه جوړیږی:

په احادیثو کي ځیني داسي خبري راغلي دي چي له عقل او محاسبې سره په هیڅ صورت نه لګیږي. 

د صحیح مسلم ۶۷۸۶ حدیث د سهل بن سعد له قوله نقل سوی دی چي وايی « حضرت پیغمبرص وویل چي په جنت کي یوه ونه ده چي که یې تر سیوري لاندي څوک پر آس باندي سپور سل کاله سفر وکړي د هغي وني تر سیوري نه سي وتلای.

همدغه حدیث د ابوسعیدالخُدري له قوله وايي چي حضرت پیغمبر وویل چي که یو سپور پر ډېر چټک آس باندي تر دغي وني لاندي سل کاله حرکت وکړي تر سیوري یې نه سي وتلای.»

د مځکي محیط ۲۵۰۰۰ مایله دی. آس په ساعت کي تر ۵۵ مایله پوري ځغستلای سي.

که یو آس په ساعت کي ۳۵ مایله حرکت وکړي؛ او په ورځ کي یوازي اته ساعته سفر وکړي؛ په کال کي به ۱۰۲۲۰۰ مایله تللی وي او په سل کاله کي به یې ۱۰ میلیونه ۲۲۰ زره میله سفر کړی وي. په دې صورت کي به د وني سیوری د مځکي د محیط ۴۰۸ چنده سي یعني دا ونه به په حقیقت کي د مځکي لږترلږه ۴۰۰ چنده وي. لږترلږه ۴۰ مځکي باید سرپر سر کښېښودلي سي چي د دې وني تنه جوړه کړي. که په دغه لویوالي او عظمت یوه ونه موجوده وي بیا به نو انسان، د دې مځکي په تناسب، دومره وړوکی وي چي د یوه اټوم حیثیت به هم نه لري. نو بیا به، دغه د اټوم تر ذرې وړوکی انسان د وني له سیوري او د هغې له عظمت څخه څه مزه واخلي.  حتی پوه به نه سي چي ونه چیري ده او سیوری یې چیري دی.

په دې کي هیڅ شک نسته چي د لایتناهي کایناتو خالق او مالک کولای سي چي تر هغي وني سل چنده او حتی یو میلیون چنده لویه ونه هم پیدا کړي خو هغه به د انسان د لیدلو او د هغې له سیوري څخه د خوند اخیستلو لپاره نه وي.

د صحیح مسلم ۶۸۱۳ حدیث د ابوهُریره له قوله وايي چي موږ یوه ورځ له حضرت پیغمبرص سره پر لاري روان وو؛ یو مهیب او وېروونکی ږغ مو واورېدی. حضرت رسول اکرم ص زموږ څخه پوښتنه وکړه چي تاسي پوهېږی دا د څشي آوازوو؟ موږ ورته وویل چي پیغمبرص تر ټولو ښه پوهیږي. پیغمبرص راته وویل چي حق متعال ۷۰ کاله مخکي یوه لویه ډبره دوږخ ته ورخوشي کړې وه او نن هغه ډبره د دوږخ پای ته ورسېده او تاسي یې آواز واورېدی. 

ډبره، د آزاد سقوط په صورت کي، په ساعت کي ۱۱۸ مایله مخ پر کښته حرکت کوي. دا سرعت په هر ثانیه کي دوه چنده کبږي. موږ یې د سقوط د سرعت له زیاتېدلو سره کار نه لرو او داسي به یې فرض کړو چي سرعت یې نه زیاتیږي. که دا ډبره، په ثابت ډول، په هر ساعت کي ۱۱۸ مایله سقوط وکړي. په و رځ کي به ۲۸۳۲ مایله سقوط کوي او په یوه کال کي به یې د سقوط اندازه یو میلیون ۳۳ زره ۶۸۰ مایله سي او په ۷۰ کاله کي به ۷۲ میلیونه ۳۵۷ زره مایله لاندي لوېدلې وي. او که په هره ثانیه کي د ډبري د سقوط د سرعت د زیاتېدلو اندازه ورسره وشمېرو نو خبره به میلیارډونو مایلو ته ورسیږي.

له استوا څخه د مځکي تر مرکز پوري څه کم ۴۰۰۰ مایله فاصله ده. یعني دا ډبره باید، په ثابت سرعت، د مځکي له سطح څخه تر مرکز پوري څه باندي ۱۸۰۰۰ زره چنده لاندي لوېدلې وي. زه د رقم او عدد په باره کي څه نه وایم. حضرت رسول اکرم ص پیغمبر وو. هغه د معجزې په زور له هره ځایه ږغ اورېدلای سوای. خو ابوهریره دا کرامت له کومه کړ چي له ۷۲ میلیونه مایله فاصلې څخه یې د ډبري د لوېدلو ږغ واورېدی؟ دا چي لا دوږخ چیري دی؛ هغه خو بل سوال دی. ځکه چي د مځکي په کره کي خو دونه عمق نسته چي ډبره دي اویاکاله خو لا څه کوې چي درې ورځي دي لاندي ولوېږي او پای ته دي ونه رسیږي. په دې صورت کي نو سړی په څرګنده ویلای سي چي دا حدیث باید جعلي وي او ابوهریره، د یوه بېسواده شپانه په حیث، طبعاً په دې نه پوهېدی چي د یوې ډبري ۷۰ کاله سقوط څه مفهوم لري.

فرقې په اسلام کي:

سنن ابوداوود ۴۵۹۷ حدیث د احمد بن حنبل او محمدبن یحیی له قوله وايي چي هغوی د ابوالمغیره او هغه د ازهر بن عبدالله الحرازی او هغه د ابی عامر الهوزنی او هغه د معاویه بن ابی صفیان له قوله نقل کوي چي رسول الله ص زموږ په منځ کي ولاړ وو او ویل یې چي خبردار! زموږ څخه مخکي اهل کتاب پر ۷۲ فرقو ووېشل سول او ددغه دین پیروان به پر ۷۳ فرقو ووېشل سي. له هغوی څخه به  یوازي یوه فرقه جنت ته ځي او باقي پاته به دوږخ ته لویږي. هغه فرقه چي جنت ته ځي هغه به اکثریت وي.

که د محمدبن عبدالکریم بن احمد شهرستاني د « الملل والنحل» کتاب ته، چي تقریباً ۹۰۰ کاله مخکي په ۵۴۸ هجری قمری یا ۱۱۵۲ میلادي کي لیکل سوی دی، مراجعه وکړو خو معلومیږي چي په اسلام کي، د پورتني کتاب په استناد، ۹۰۰ کاله مخکي، تر ۱۰۰ فرقې زیاتي موجودی وې. او په دې تیرو ۹۰۰ کلونو کي خو لږتر ترلږه ۵۰ نوري فرقې منځته راغلي دي.

اوس به نو سړی دا څرنګه معلوموي چي کومه فرقه پرحق ده. ځکه چي هره فرقه خپل ځانته دلایل لري او هره فرقه په آیات او احادیث باندي استناد کوي. 

له بلي خوا، که هغه احادیث ومنو چي موږ مخکي اشاره ورته کړې او شرح کړي دي چي وايی هغه څوک دوږخ ته نه ځي چي الله ج په وحدانیت او محمدص د الله ج په رسالت ومني. اسلام چي پر هر څو فرقو وېشل سوی دی؛ تقریباً د ټولو پیروان الله ج واحد ذات بولي او د حضرت رسول پر رسالت باندي قایل دي. د دوږخ او جنت په مسله کي د دې دوو نظرونو او دوه ډوله احادیثو ترمنځ د مځکي او اسمان اختلاف او تضاد موجود دی. ځکه یو وايی چي ۷۲ فرقې دوږخ ته ځي او بل وايي چي صرف کلمه طیبه یې وویل هغه به جنت ته روان وي.

د دې حدیث د جعلي ثابتولو لپاره تر ټولو غوره مثال د عثمان بن عفان رض تر وژل کېدلو وروسته د علي رض، معاویه رض او ام المومنین عایشې رض تر منځ د صفین او جمل جنګونه دي چي د طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام په شمول، چي د جنت زېری ورباندي سوی وو او جنت ته تلل یې تثبیت دي، زیات وکم پنځوس زره مسلمانان پکښي ووژل سول. په دې پورتنیو کسانو کي به سړی کوم یو د دوږخ لایق وبولي ځکه چي د ټولو له نومونو سره، تر اوسه پوري، رض لیکل کیږي. په دې جنګونو کي، چي د اسلام په تاریخ کي په لویه فتنه مشهور دي، د پورتنیو کسانو په شمول، په سل هاوو صحابه، څوک د علي، څوک د معاویه او څوک د عایشې په طرفداري وجنګېدل او خوارجو، چي ځانونو ته یې تر ټولو ټینګ مسلمانان ویل څلورمه، او د دریو واړو پرضد، فرقه جوړه کړې وه. عبدالله بن عمر، چي هغه هم یو معتبر صحابي وو، د مکې معظمې په ښار کي کښېنستی او بېطرفي یې غوره کړه. هغه که څه هم چي توری ته لاس نه کړ مګر ځانته یې یوه بېله فرقه جوړه کړې وه چي په جنګ کي د ښکېلو ډلو څخه یې د یوه ملاتړ هم نه کاوه. د دې پنځو واړو فرقو په رهبري او صفوفو کي صحابه کرام موجود ول. دا قضاوت به څوک کوي چي په دوی کي کوم یو مستقیماً جنت ته ځي او د نورو په برخه به د دوږخ اور وي. ځکه چي جنت ته یوازي یوه فرقه تللای سي. د مسلمانانو ترمنځ، د دې خونړیو جنګونو، چي د تقریباً ۵۰۰۰۰ مسلمانانو او لویو صحابه وو د قتلېدلو سبب سول، مسوولیت باید یوه چاته راجع سي. البته لوی محدثین، چي ښايی په هر څه به پوهېدل، په دې موضوع کي چوپ پاته دي.

ساري ناروغي:

ابوهریره د ساري ناروغی په باره کي متضاد احادیث نقلوي او لوستونکي ته سوالونه پیدا کوي. د صحیح مسلم ۵۵۰۷ حدیث د ابوهریره له قوله وايي چي حضرت رسول ص وویل« هیڅ ډول ساري ناروغي وجود نه لري. یوه صحرايی عرب، چي په مجلس کي ناست وو، له حضرت رسول څخه پوښتنه وکړه چي زموږ یو اوښ یو وخت لکه هوسۍ داسي ځغلي؛ مګر کله چي د یوه پمن اوښ څنګ ته ودریږي هغه جوړ اوښ هم پمن سي. حضرت رسول ص په جواب کي ورته وویل چي هغه لومړي اوښ له چا څخه ناروغی اخیستې وه» ابوهریره وروسته دوه نور احادیث هم په همدغو عباراتو نقلوي.

د همدغه صحیح مسلم ۵۵۱۰ حدیث د همدغه ابوهریره له قوله نقل کوي چي حضرت رسول ص وویل چي هیڅ ډول ساري ناروغي نسته مګر حضرت رسول ص دا هم ویلي دي چي هیڅ ناروغ سړی باید جوړ سړي ته ورنه سي. ابوسلامه وویل چي ابوهریره دغه دوه متضاد حدیثونه د حضرت رسول ص له قوله نقلول مګر په پای کي به یې دا خبره نه کوله چي هیڅ ډول ساري ناروغي نسته؛ خو پر دې خبري به ټینګ ولاړ وو چي ناروغ سړی باید جوړ سړي ته ورنه سي. حارث بن ابوذوباب، چي د ابوهریره سکه د کاکا زوی وو، ابوهریره ته وویل چي ما ستا څخه اورېدلي دي چي د حضرت رسول ص له قوله دي ویل چي هیڅ ډول ساري ناروغي نسته او اوس  په هغه باره کي خاموش یې. ابوهریره پر دې خبره منکر سو چي ویلي یې دي ساري ناروغي نسته؛ مګر دا به یې ویل چي ناروغ اوښ باید له روغ اوښ سره یو ځای نه سي. ابوسلامه ویل زما دي په خپل ژوند قسم وي چي ابوهریره هر وخت، د حضرت رسول ص له قوله، ویل چي ساري ناروغی نسته.

د دې پورتنی موضوع په ارتباط، له ۵۵۰۷ څخه تر ۵۵۱۶ پوري لس متضاد احادیث نقل سوي دي. امام مسلم او نورو محدثینو ته په کاروه چي په دې احادیثو کي یې سم انتخاب کړی وای او د لوستونکو د اذهانو د مغشوشېدلو د مخنیوي لپاره یې یا هیڅ حدیث اخیستی نه وای او یایې د دې احادیثو ترمنځ خپل قاطع نظر څرګند کړی وای. 

  پای

 ټول احادیث باید ومنو؟ | عبدالباري جهاني

3 COMMENTS

  1. سلامونه ، جهاني ساب تاته او تاند لوستونکو خویندو وروڼو ته
    ستاسو له دې څلور برخو لیکنو څخه چې د احادیثو د صحیح او غلط په باره مو ذهنونه را روښانه کړل یو جهان مڼنه.
    په دې برخې اولو کرښو کښې مو د (حد یا حدودالله ) ذکر کړی دی ؛ زه حیران یم چې د لسونو زره تنکیو ط. او بیا د لاکهونو پښتنو /افغانانو داخلي او خارجي قاتلینو ،مفسدینو، فاسقانو، ظالمانو او غاصبینو او داسې نورو ولې ط.ط. حدود نه جاري کوي؟؟.

  2. جهانی صاحب السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.
    دا دونه کاله چا داسی اقدام نه وکړی چی داسلام مقدس دین له خراقاتو پاک کړی دا دی نن تا دا جرات وکړ. یو شمیر نیمچه ملایانو دین څخه بالکل بل څه جوړ کړی و . خدای دی همت درکړی چی دا صحیح احکام له غلطو جلا کړی . ډیره مهمه ده سی هرځل پدی باندی تاکید وسی چی د اسلام اصلی فلسفه وساتو. د اسلام مقصد دادی چی الله تعالی منحیث واحد ذات چی خالق او رب دی وپیژنو، له شرک څخه ځان وساتو، ژبه او لاس مو بل انسان ته ضرر ونه رسوی ، دروغ ونه وایو، غیبت ونکړو، بهتان ونه تړو، دچا مال ونه خورو، مفتخور نه اوسو، د خدای د نعمتونو شکر وکړو او د هغه داښکلی نعمتونه لکه ونی اوبه او خاوره او فضا پاکه وساتو جنګونه ونکړو انسان او بی زبان قتل نکړو بلکه رحم ولرو ، نو دا ټکی باید جوت شی او مزخرفات ورڅخه تصفیه شی. والسلام

  3. ټول د غرتې زامن یاست اسلام د عربو زوړ کچر دی بل څه نه ! د أسلام ټول کارونه علمي ندي خو تاسس ټول د احمقانو په دود پټې سترګې پسې روان یاست !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب