Home+امیتاب بچن د شوټینګ پر مهال ټپي شو

امیتاب بچن د شوټینګ پر مهال ټپي شو

خبریال: جبارخیل
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د بالیووډ په امپراتور مشهور امیتاب بچن په دې وروستیو کې په خپل بلاګ کې خپلو مینه والو ته د ټپي کېدو خبر ورکړی و. په بلاګ کې، اداکار ویلي چې د کون بنیګا کروپتي نندارې د شوټینګ پرمهال د یوې تیزې وسیلې په واسطه د هغه د چپې پښې رګ پرې شو چې له امله یې ډیره وینه وبهیدله.
امیتاب ویلي چې د رګ د پرې کېدو له امله سمدستي روغتون ته ولېږدول شو او ډاکټرانو زله ګرځېدو منع کړ.
امیتاب بچن په ټولنیزو رسنیو کې خپلو مینه والو ته د دې معلوماتو په ورکولو سره وویل چې اوس ښه دی او د اندیښنې اړتیا نشته. امیتاب بچن په دې وروستیو کې ۸۰ کلن شو، خو سخت کار او له کار سره مینه یې نن هم فعاله ساتي.
ده له خپلو ټولو مینه والو څخه غوښتنه کړې چې د هغه د عاجلې روغتیا لپاره دعا وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...