شنبه, اپریل 20, 2024
Home+وټس اپ په ګڼو هیوادونو کې له کاره لویدلی

وټس اپ په ګڼو هیوادونو کې له کاره لویدلی

تاند۰ وټس اپ په نامعلوم علت، چې استولو د دغه اپلېکشن اړوندې کمپنۍ نه دی اعلان کړی، په ګڼو هیوادونو کې له کاره بشپو یا قسماً لوېدلی دی.

د افغانستان په شمول په اسیايي هیوادونو، اروپا، جنوبي افریقا او نوره نړۍ کې د وټس اپ کارونکو د دې اپلیکشن له لارې د پیغامونو په استولو کې د ستونزې راپور ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس د میټا کمپنۍ  چې د فیسبوک په ګډون د وټس اپ مالکیت لري، د یو ویاند له خولې ویلي چې هڅه کوي ستونزه ژر حل کړي. دغه ویاند هم د ستونزې دپېښېدو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.

وټس اپ نن سبا نه یوازې د صوتي او تصویري پیغام استولو  او مخامخ خبرو یو تر ټولو زیات کارېدونکی اپلیکېشن دی.

دغه اپلیکېشن په لنډ وخت کې د سکایپ په شان له سترو سیالانو څخه میدان وګوټ او د زیګنال په شان نویو رامیدان ته شویو سیالانو یې هم ځای ونه نیولی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب