پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېپاکستان وګټله خو نه په خپل زور | زیړګل

پاکستان وګټله خو نه په خپل زور | زیړګل

 تاریخ ثابته کړی چی پاکستان په خپل ټول۷۵ کلن عمرکې تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی چی په خپل مټ او زورکومه جګړه وګټي د دې خبرې ښکاره بیلګه  د کال ۱۹۷۱ د هند او پاکستان جګړه ده چې په پایله کې د پاکستان شاوخوا ۹۳ زره پوځیان له خپلوتوپکواو ماشینګڼو سره هندي پوځ ته تسلیم اوبنګله دیش د یوخپلواک هیواد په توګه د نورو خپلواکو هیوادو په قطار کی ودرید، د معاصرو جنګونو په تاریخ کی ښایی دا به د ګوتو په شمارپیښو څخه وي چي دومره ډیر پوځیان دې له خپلو وسلو او مهماتو سره دښمن ته تسلیم شي پاکستاني پوځیان به اوس هم د هند د هغه وخت لوړپوړي پوځي مشر، جنرال جګجیت سینګ ته  د ختیځ پاکستان د پوځ د مشر جنرال نیازی د تسلیمیدو د انځور په لیدو د شرم احساس وکړي.

پاکستان همدا رنګه کشمیر کی هم تر اوسه نه په سیاسی ډګراو نه په پوځي ډګر کی کومه لويه لاسته راوړنه لري، لری به نه ځو د ۲۰۱۹ د اکتوبر د میاشتی په ۳۱ مه هند د ۱۹۵۴ کال د اساسی قانون ۳۷۰ مه ماده چی جمو اوکشمیر ته یی ځانګړی موقف ورکړی و لغوه کړ ، د هند د اساسی قانون د ۳۷۰ می مادی پراساس د جمو او کشمیر لانجه منه سیمه ځانګړی موقف درلود او د دی ځانګړي حالت پر اساس د جمو او کشمیرسیمه د یوخود مختاری سیمی په توګه ځانته بیرغ، اساسی قانون او د هغه سیمی د فرهنګ او دستور پر اساس ځانله قوانین درلود، مګر د هند د جمهوری ریاست د نوي فرمان له مخی د ۲۰۱۹ کال د اګست له څلورمی نیټی وروسته د دی سیمی خود مختاری لغوه او لکه د هند نورو ایالتونو غوندی به د هغه هیواد قوانین ورباندی پلي کېږي.

د هند دا اقدام د پاکستاني مقاماتو له سخت غبرګون سره مخامخ شو، پاکستان خپل سفیر له ډیلی نه راوغوښت او اسلامی هیوادو او ملګرو ملتو کې د هند د دی پریکړی پر ضد یی لوی تبليغاتي کمپاین پیل کړ، د پاکستان پخوانی  صدراعظم عمران خان د ملګرو ملتو په څلور اویاومی غونډی کې د خپل وینا ډیره برخه همدی موضوع ته ځانکړی کړی وو، او د نړۍ له ټولو هیوادونو په تیره بیا اسلامي هیوادونو نه یی غوښتي ووچې د هند دا پریکړه وغندي، د غونډی په جریان کې د هندی او پاکستانی ډیپلوماتانو تر منځ څو ځلي ناندرۍ هم صورت وموند ، خو د پاکستان د ټولو هلو ځلو سره سره هغه هیواد ونه توانیده حتی یو اسلامی هیواد هم د هند پر ضد راوپاروي، د ۵۷ اسلامي هیوادونو له جملی نه هیڅ کوم هیواد حاضرنشو د هند دا عمل وغندي حتی سعودي عرب او متحده امارات چی پاکستان سره ښه اړېکی لري حاضر نه شو خپل اړیکې له هند سر ترینګلی کړي کله چې پاکستاني چارواکي پوه شول چې د هند نوي پریکړی پر ضد د هغه هیواد ټولی هلی ځلی کومه پایله نلري ورو ورو دې کارنه لاس په سر شو، دا موضوع ښکاره کوي چی پاکستان نه یوازی په پوځي ډګر کې هند سره د کشمیرپه سر کومه لاسته راوړنه نه لري بلکې په سیاسی او ديپلوماسۍ میدان کې هم پاتې راغلې مګر له بده مرغه پاکستاني نظامیانو خپل ټول ناکامۍ لوېديځ جبهې ېعنی زموږ هیواد پر ضد میدان کی جبران او په مدرسو کې د روزل شوي او د هغه هیواد د نظامیانو لخوا مسلح شوی افغان ځوانان یی تسلېح او د هغه هیواد د بی یونیفورمه عسکرو په توګه یی د خپلو مفاداتو په خاطر استعمال او زموږ د هیواد جوړ شوی نظام یی ړنګ کړ هو.. پاکستان دا میدان وګاټه خو نه په خپل زور بلکې زموږ د خپلو افغانانو په استعمالولو، آیا که پاکستان د مدرسو افغان ځوانان د خپل هیواد او ورونو پر ضد نه وای کارولی دا به شونی وای چی ۷۵ کلن پنجابی اداره دې د پنځه زره کلن تاریخي هیواد نظام ړنګ کړي؟ متل دی: ونی ویلي که لاستی می له ځانه نه وای نو تبر زه نه شوم چپه کولی هو پاکستان وګټله او زموږ نظام ېې ړنګ کړخو نه د خپل په زور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب