Homeخبرونهروان میلادي کال افغانستان کې ماینونو ۹۰۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

روان میلادي کال افغانستان کې ماینونو ۹۰۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ د سره صليب نړيوالې کمېټې د روان میلادي کال له پیله تراوسه په افغانستان کې د ماین چاودنو له امله د ۹۰۲ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

یادې ادارې په دې موده کې د نیږدې ۴ سوو چاودنو راپور ورکړی او ویلي، چې د زیانمنو ۸۵ سلنه ېې ملکيان دي.

سرچېنې په ورته وخت کې د ټولې مرګ ژوبلې ۴۰ سلنه زیانونه د ماشومانو اړوند ګڼلي.

د ماین پاکولو د یوې موسسې مشر قاري نورالدین رستم خیل ویلي، چې يوازې له تېرو دوو مياشتو راهیسې په مختلفو ولايتونو کې ۱۱ ماين چاودنې شوي.

په وروستيو ماين چاودنو کې د ۹ تنو د وژل کیدو او ۱۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

له ماین چاودنو او د نړیوالو مرستو له بیساري کمښت سره بیا هم اړونده موسسو په افغانستان کې تېر کال له ۸۶ کيلومتره ځمکې څخه د ماينونو د پاکولو خبر ورکړی.

د ماينونو د قربانيانو او زيانمنو کورنۍ شکايت کوي، چې چا مرسته ورسره نه ده کړې‌.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...