چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې به د معتادانو د درملنې ۵ زره بستري روغتون...

په کابل کې به د معتادانو د درملنې ۵ زره بستري روغتون ژر پرانیستل شي

تاند(سې شنبه، د قوس ۳) د طالبانو  حکومت اعلان وکړ چې په مخدرو موادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې په پلازمېنه کابل کې ۵ زره بستري روغتون جوړ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشریاتو مرستیال مهاجر فراهي نن په څو ټویټونو کې لیکلي چې د دغه روغتون په سلو کې نوي کار بشپړ شوی او ژر به پکې ناروغان بستر شي.

ده د دغه روغتون د پرانیستلو دقیقه نېټه نه ده ښوولې.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر یې ډیر دی او له بلې خوا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو هیوادونو زیات تریاک تولیدوي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور نشریاتي مرستیال وايي چې حاضردمه په افغانستان کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر نژدې ۳ میلیونو ته رسیږي چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

طالبانو سږ کال د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او راپورونه وايي چې د طالبانو بندیز تر ډېره عملي شوی هم دی.

د ښاغلي فراهي په وینا، په نوي جوړېدونکي روغتون کې به د معتادانو د درملنې ترڅنګ روږدو کسانو ته د مسلکي زده کړو پروګرامونه هم پیل شي.

د دغه پروګرام هدف دا دی چې له درملنې وروسته ناروغ کار ته مخه کړي او اعتیاد ته د تل لپاره شا واړوي. عموماً په نشو روږدي کسانو له درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب