یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسرچېنې: کابل کې نن ډالر په کلدارو خرڅ شوی، مافیا د افغانيو...

سرچېنې: کابل کې نن ډالر په کلدارو خرڅ شوی، مافیا د افغانيو مخه نیولې

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ د افغانستان د پيسو د کاروبار په تر ټولو ستر مرکز (د کابل سرای شهزاده) کې نن ټوله ورځ ډالر په کلدارو خرڅ شوى.

په دغه سرای کې ځینې سرچینې وايي په افغانیو د ډالرو د لویو سوداوو هيڅ څرک نشته.

دا سرچينې وايي، چې د دغه کار تر شا د ډالرو د تخلیې مافیا لاس لري او افغانستان کې د ډالرو د کمیدو لپاره کار کوي.

 د شهزاده سرای سرچينو له طالبانو وغوښتل، چې د يادې مافیا د لاس لنډولو لپاره لاس په کار شي.

يوه بله سرچينه ادعا کوي، چې په دې کار کې ځينې طالب چارواکي هم لاس لري.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې په شهزاده سرای او نورو سيمو کې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره د پام وړ ګامونه اخيستي.

د طالبانو منتقدین هم په دې برخه کې د دوی جدیت ستایي او د دوام غوښتنه ېې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب