یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط-انو د افغانستان د يوه مشهور جراح ډاکټر اسماعيل وردګ دنده خپل...

ط-انو د افغانستان د يوه مشهور جراح ډاکټر اسماعيل وردګ دنده خپل یوه ملا ته وسپارله

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د سردار محمد داود خان روغتون د مشر په توګه د ملا شفيق په نوم د یوه ملا ګومارل کيدو په ټولنیزو رسنیو کې ډېر افغانان غوسه کړي.

د ملا شفيق د ګومارنې په اړه طالبانو کوم دلیل نه دی وړاندې کړی.

 د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس شېخ نورالحق انور پرون د کابل لپاره د دوی د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې ادعا کړې وه چې د دوی اداره کې په کار پوه او مخلصو خلکو ته مسوولیت سپارل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د طالبانو د ورته ډېرو ادعاوو برعکس دوی ملا شفيق د افغانستان د مشهور جراحي ډاکټر پروفيسور اسماعيل وردګ ځای ناستی ټاکلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د پروفیسر وردګ پر ځای د ملا شفيق د معرفۍ عکسونه خپاره کړي او دا یې په لوی لاس له هېواده د افغان کادرونو د شړلو لپاره د طالبانو د فشارونو دوام ګڼلی.

څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني ورته ټاکنو ته په غبرګون کې ویلي وو چې د مسلکي کادرونو پر ځای د غير مسلکي کسانو ګومارنه خورا دردونکې ده.

3 COMMENTS

  1. داسي ښکارى چى طالب چارواکى د رنډۍ زامن پخپلو منځو کى سخت اختلافات سره لرى. یو حقانى بړوه یوه خبره کوي او بل حقاني بړوه بله خبره کوى.

  2. د ا خو دغولو خوراک او لودګي ده ! د طبي ادارې او ماموریت یې د ملا سره څه ؟ داسې ده لکه خره ته چې کونجاړه ورکوې ! دا ټول یو بل خوشالول دي په يوو بل ځای کې یې هم یوو ځوان طالب پلوي ډاکتر ته چې هیڅ کاري تجربه یې نلرله د پولیسو د لویې شفاخانې ریاست ورکه ، حال ان چې هلته ډیر زاړه تجربه کاره اشخاص وو ! ډاکتر وردګ ته د الله صبر ورکړي هغه عالم دی چوکۍ مهمه نده بلکې خدمت مهم دی ! وردګ به پو هیږي او ملا ګل به لکه سوټی زېړې سترګې ناست وي ! زمونږ نجونې تعلیم غواړي خو ملا خپل جهالت !

  3. خر په خندا څه پوهیږي ، اوښ په ګډېدا څه پوهیږي او ملا په طبابت او ډاکتري؟
    ملا کراسي او ریشخندي ده چې ټالبتي جهالت ټولې نړۍ ته ښیي.
    هرڅومره چې دا جاهلان خپل ځانونه ډېر رسوا کړي ، د هغوی د ورکېدو چانس به ژر او زیات وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب