Homeخبرونهايران پر امريکا د دوی او ط-انو د اړيکو خړولو د هڅو...

ايران پر امريکا د دوی او ط-انو د اړيکو خړولو د هڅو تور پورې کړی

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ ‏د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پر امريکا متحده ايالاتو تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمې ادارې سره د دوی د اړیکو د خړولو او خپلمنځیو نښتو د رامنځته کیدو هڅې کوي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې د طالبانو له اړخه د ټول ګډونه حکومت نه رامنځته کول هم د ايران او طالبانو د نه تعامل يو اصلي دليل ياد کړی.

ايراني استازي د خپلې دغې ادعا په اړه نور توضیحات نه دي ورکړي، چې امريکا په کوم ډول د دوی او طالبانو ترمنځ د اړيکو د خرابولو هڅې کوي.

د‌ ايران د حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا څو ورځې مخکې په یوه تحلیلي مطلب کې د طالبانو ځينې ډلې امريکا سره په شکمنو اړيکو تورنې کړې وې.

معلومه نه ده، چې له دې ډلو څخه د ایراني اژانس هدف د طالبانو کوم کسان وو.

ايراني اژانس په قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي مشرانو وروستۍ لیدنې او د بشري مرستو په نوم افغانستان ته د امریکا د لسګونه ميليونه ډالرو اونيزو نقدي مرستو ته هم د شک په سترګه کتلي وو.

طالبانو ایران سره د خپلو اړیکو د خنډونو او ډېر نه تعامل په اړه څه نه دي ويلي.

دوی له ټولو هېوادونو سره د ښو او متوازنو اړيکو خبر ورکړی، خو د سیمې ډېر هېوادونه د پاکستان په شمول د افغانستان له خاورې دوی ته د ترهګریزو خطرونو د موجودیت ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...