جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر اسماعيل وردګ د ګوښه کیدو خبر رد شو

د ډاکټر اسماعيل وردګ د ګوښه کیدو خبر رد شو

تاند:(سې شنبه ،د عقرب درېيمه)‏‌ ‏د طالبانو د ‏ دفاع وزارت ویلي، چې د طبي علومو د اکاډمۍ د قوماندان ډاکټر اسماعيل وردګ د ګوښه کیدو خبر ناسم دی.

د نوموړي د ګوښه کیدو او پر ځای ېې د يوه طالب ملا د مقررۍ خبر نن د معرفۍ مراسمو له یوه عکس سره په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی و.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د دغه روغتون په اداري څانګه کې بدلون راغلی،خو پروفيسر وردګ د تېر په څېر په خپله دنده بوخت دی.

طالبانو بیا هم نه دي ويلي، چې ملا شفيق یې د طبي علومو د روغتون او اکاډمۍ په اداري برخه کې په کوم اساس ګومارلی دی.

 د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس شېخ نورالحق انور پرون د کابل لپاره د دوی د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې ادعا کړې وه چې د دوی اداره کې په کار پوه او مخلصو خلکو ته مسوولیت سپارل کیږي.

څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني ورته ټاکنو ته په غبرګون کې ویلي وو چې د مسلکي کادرونو پر ځای د غير مسلکي کسانو ګومارنه خورا دردونکې ده.

3 COMMENTS

  1. که داسی وی نو زه به هم طالب جان ته د ترخو او کلکو او رکیکو او سپکو کنځاوو په کیفیت کی بدلون را وَلم او لږ غوندی به ئې نرم او خواږه کړم.
    د لمر تلویزیون د تودو خبرو د پروګرام د متصدی ( فریدالله محمدی ) همیشنی تکیه کلام:
    ” د حل لیاره څه ده؟ “.
    د حل لیاره دا ده چی:
    د حل لیاره ومومو !!!!!!!!.

  2. تودې خبرې ډیر احساساتی بڼه او تکیه کلام لرونکی لری. دغه یوشمیر تکیه کلام لرونکی روانی تکلیف هم لری . دغې کړکې څخه يوڅو ځانګړی کسان دی چې دخبرو ،بحث، مشاجره او مناظره باندې پوهیږی خو ډیری یی له ویش څخه په تالان خوښ دی هغوی ته خپل لقب اوپه تلویزیون کې راڅرګندیدل، بلنه یوه معجزه شکاری. ځینې خو هره ورځ همدلته دی.نو ددې سرو او تورو بانجنو، ټټپرو، مولۍ، ترخو بیازو او ګندنې کې دفریدالله محمدی تکیه کلام « دحل لاره څه ده؟» تا ښه وخت کې پېژندلی. داڅه مساوی ده په څلورو لسیزو!
    د «یخې او که تودې خبرې» تکیه کلام ویو نکی دادی: باربار، په شکل داشکالو، کوره ! ګوره!،ږغ کوم،لابی کول،نیابتی جګړه،تحمیل شو، فاسد نظام، دقدرت جزیرې،اسخباراتی معاملې، بدیل او حتی نزاکت…….. داهغه څه دی چې دحل لاره خپله ناحل لوری ته بیایی. څومره چې خبرې ګږنګږسی ته ځی اهمیت یې هم ځی.فلهذا کم ګفتن ،کم خوردن ، کم خوابیدن ودیر خاموش بودن یاخفتن . وچ سیاست تباه کړو اوس دامریکې غږ د سبینې خبرې او یا رک راست پروګرام یو بل جنجال راویستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب