Homeخبرونهفارن پالیسي: روسیه د افغان کومانډو د جلبولو هڅه کوي

فارن پالیسي: روسیه د افغان کومانډو د جلبولو هڅه کوي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵ مه) فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې د بیلابیلو افغان او بهرنیو سرچینو په قول راپور ورکړ چې روسیې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له کومانډو ځواکونو سره تماسونه نیولي او هغوی ته یې وړاندیز کړی چې د اوکراین خلاف په جګړه کې د روسي ځواکونو مرسته وکړي.

خپرونه د ګڼو افغان پوځي او امنیتي سرچینو په قول وايي، روسیې د افغانستان له هغو کومانډو او ځانګړو ځواکونو سره تماسونه نیولي دي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په میدان پرېښودل شول.

فارن پالیسي لیکي، دا ځواکونه، چې امریکا او متحدانو یې په تېرو شلو کلونو کې روزلي، روسیې ته د اوکراین پر ضد د جګړې د وضعیت د بدلولو لپاره پکار دي.

تر دې مخکې ځینو رسنیو ویلي و چې د ایران حکومت له هغو افغان کومانډو او ځانکړو ځواکونو سره تماسونه نیولي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې ایران ته پناه وړې ده. د دغو رسنیو پر اساس ایراني چارواکو افغان کومانډو او نورو پخوانیو پوځیانو ته ویلي چې که د اوکراین جګړې ته لاړ شي د معاش ترڅنګ به د روسیې تابعیت هم ترلاسه کړي. د فارن پالیسي پر اساس د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته له ۲۰ زره تر ۳۰ زره کومانډو په افغانستان کې پاتې شول. د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته یوازې څو سوه جګپوړي کومانډو له افغانستان څخه وایستل شول.

د خپرونې له راپور سره سم، زرګونه افغان کومانډو د طالبانو د تعقیب له ډاره ګاونډیو هیوادونو ته وتښتېدل. هغوی چې په هیواد کې پاتې دي، اکثره له دې بېرې چې وبه نیول شي او وبه وژل شي، پټ دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پر ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو شاوخوا ۹۰ میلیارد ډالره لګولي وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...