چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهافغانستان په نړیوال ۲۰ اوره جام کې له نیوزیلنډ سره مخامخ دی

افغانستان په نړیوال ۲۰ اوره جام کې له نیوزیلنډ سره مخامخ دی

تاند(چهارشنبه، د قوس ۴) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي؛ هغه ټیم چې کوربه استرالیا یې په لوی توپیر مات کړ.

د ډیرو په باور ښايي د ۲۰۲۲ د شل اوره اتلولیو جام د نیوزیلنډ، انګلیستان او استرالیا په منځ کې یو ټیم وګتي. دا هغه لوبډلې دي چې ټولې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلې نن غرمه د کابل په وخت دوولس نیمې بجې په ملبرن کې مخامخ شي.

دا د دواړو لوبډلو دوهمه سیالي ده، په دې توپیر چې افغانستان لومړۍ مسابقه پر انګلیستان بایللې خو نیوزیلنډ له استرالیا ګتلې ده.

استرالیا پرون نسبتاً په اسانه سریلانکا ته ماتې ورکړه.

سریلانکا ۱۵۷ منډې کړې وې خو استرالیا دې هدف ته په اوولسم اوور کې ورسیده او درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

 دا لوبه د کوربه استرالیا لپاره ډیره مهمه وه ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې د نهه اتیا منډو په توپیر له نیوزیلنډ څخه بایللې وه.  

سره له دې چې د نیوزیلنډ په وړاندې د افغانستان د بري ډېره توقع نه کېږي خو د افغان لوبغاړو لپاره به مهمه دا وه چې ښه لوبه وکړي په تېره بیا لومړي توپ وهونکي یې د تیزو توپونو په وړاندې ژر ونه سوځیږي.

تراوسه پورې هرې لوبډلې چې پچه ګټلې، لومړی فیلډ ته وتلې ده او لوبه یې هم ګتلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب