شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهامريکا د افغان متحدينو د تخلیې بهیر د ځنډ له امله تازه...

امريکا د افغان متحدينو د تخلیې بهیر د ځنډ له امله تازه نیوکو سره مخ شوی

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عمومي مفتش له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو کسانو د ایمیلونو د نه ځواب په اړه د خپلو پلټنو پايلې اعلان کړي.

نوموړي په ډاګه کړې چې په مۍ میاشت کې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو نږدې نهه میاشتې وروسته، د ځانګړي ویزې لپاره د غوښتنلیکونو لپاره په میل باکس کې 325,000 ایمیل پیغامونه خلاص پاتې وو.

دا وروستي شواهد دي چې واشنګټن د هغو لوی شمیر افغانانو لپاره چمتو نه و، چې د طالبانو څخه د ژغورنې او مرستې ته اړتیا لري.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایډن په مکرر ډول ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د دوی د ماموريت د ژباړونکو او نورو د ژغورنې لپاره به هر څه وکړي.

د ډيلي ميل د راپور له مخې، د اکټوبر په میاشت کې د مهاجرت د ویزې د ځانګړي پروګرام بیاکتنه له افغانستان څخه د بیړني وتلو له امله د ناکامیو یوه لویه برخه په ډاګه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتش وايي که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په 2020 کې په نښه شویو نیمګړتیاوو ته د رسیدو لپاره اقدام کړی و ، خو دغه اقدام بسنه نه کوي.

نوموړي ویلي:”د کارکوونکو کمښت، د پلان او همغږۍ نشتوالی، او د ټیکنالوژۍ سیسټم ننګونې د دې لامل شوي چې د غوښتنلیک پروسس کولو وخت اوږد کړي، ځکه اړوند ډیپارټمنټ نه شي کولی د افغان SIV پروسس کولو لپاره د 9 میاشتو قانوني هدف پوره کړي.”

امریکايي سرمفتش په ورته وخت کې خبرداری ورکړی چې دغه ځنډ ښايي په افغانستان کې د امریکا متحدین له ستونزو سره مخ او د خوندي لېږد پر وړاندې ېې خنډ رامنځته کړي.

امريکايي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې لسګونه زره افغان پناه غوښتونکي، چې امريکا ته د تلو قضیې لري، له سختو ستونزو او دوی ته له نه پاملرنې شکايت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب