دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد اوکراین جګړې ته د افغان جمهوري کومانډو ځواکونو د جذب راپورونه

د اوکراین جګړې ته د افغان جمهوري کومانډو ځواکونو د جذب راپورونه

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ ‏فارن پالیسۍ په يوه تازه راپور کې د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې، چې روسیه د اوکراین جګړې لپاره د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو د جذب لړۍ پیل کړې ده.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د پخوانيو کومانډو ځواکونو يو شمېر سرچينو ورته په دې اړه د نیول شویو اړیکو جزییات ورکړي.

فارن پالیسي د پوځي شنونکو له قوله د افغانستان دغه ځواکونه، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰ زره تنه و او میلیونونه ډالره لګښت پرې شوی، روسیې ته د اوکراین جګړې لپاره تر ټولو مناسب او نسبتا کم لګښته ځواکونه بولي.

ویل شوي، چې د دغو ځواکونو يوه لویه برخه د جمهوري نظام له سقوط وروسته په هېواد کې بې برخلیکه پاتې شوه، چې وروسته د طالبانو شکنجو او تهديدونو ګاونډيو هېوادونو ته په تګ اړ ويستي او ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

فارن پالیسي لیکي:«اوس، دوی بې کاره او نا امیده دي، ډیری کومانډو لاهم په متحده ایالاتو یا انګلستان کې د بیا میشتیدنې په تمه دي، دوی د استخدام کونکو لپاره اسانه هدف ګرځوي ځکه پوهيږي چې دا ځواکونه ډېر لوړ مهارتونه لري.»

 یوه پخواني لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي، فارن پالیسۍ ته ویلي، د روسیې په پوځ کې د دوی ادغام به د اوکراین د جګړې په ډګر کې “د لوبې بدلون” وي، ځکه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلې ناکامې جګړې لپاره د استخدام هڅه کوي او د راپورونو له مخې له تر ټولو پیاوړو ځواکونو څخه دا ځل کار اخلي.

فارن پالیسي موندلې، چې روسیه له پخوانيو پیاوړو افغان ځواکونو سره د واګنر په نوم د يوې کمپنۍ په وسيله پر واټسپ او سیګنال اړیکې نیسي.

پخواني افغان پوځي مقام ویلي: «پخواني کومانډويان په پاکستان یا ایران کې د ورځې له ۳ تر ۴ ډالرو یا په ترکیه کې د ورځې ۱۰ ډالره کار ته انتظار باسي، که واګنر یا کوم بل استخباراتي کړۍ یو سړي ته ورشي او ۱۰۰۰ ډالر ورته وړاندیز کړي، دوی به یې رد نه کړي.»

ځينو رسنيو په دې برخه کې د ایران د استخباراتي ادارو د لاس لرلو خبر هم ورکړی، خو ايراني او روسي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځینې افغان شنونکي طالبانو ته هم د ملامتۍ ګوته نيسي، چې د پرزول شوي نظام د منسوبینو تر څنګ ېې په غچ اخیستونکو چلندونو میلیونونه افغانان بې کوره کړي او د پردو جګړو وسیله کیدو ته مجبوره کړي دي.

د طالبانو ادارې هم په دې اړه خپرو شويو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې رد کړې چې ګواکې د دوی له لاسه یوه کس هم هېواد پريښی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب