جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۶میاشتو کې له اسلام قلعه بندر څخه ایران ته د...

افغانستان په ۶میاشتو کې له اسلام قلعه بندر څخه ایران ته د ۱۸۵ ميليونه ډالرو صادرات کړي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب څلورمه)‏‌ ‏ایراني چارواکو ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږو مياشتوکې یوازې د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې دغه هېواد ته له افغانستان څخه ورته د څه باندې ۱۸۵ میلیونه ډالرو صادرات شوي دي.

په یاد شوي بندر کې د ایران یوه اقتصادي مقام حسن رحیمي زاده ويلي، چې دغه صادرات هم د ایران لپاره شوي او هم ېې یوه برخه د ایران له لارې ځينو اروپايي او اسیايي هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

ایراني مقام د ایران له لوري د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان او د افغانستان له لارې یو شمېر نورو هېوادونو ته د شويو صادراتو کچه څه باندې ۸۰۰ ميليونه ډالره ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان اقتصاد ته په ټوله او صادراتو ته په خاصه توګه د زيات تاوان اوښتو خبر ورکړل شوی.

د نړیوالو له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې نه په رسميت پېژندل، د امریکا له لوري افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمې کنګل کیدل او له افغانستان څخه د سلګونه میلیونه ډالرو پانګې تېښته د دغه وضعیت عمده لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب