دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاتونبایوا وايي، پر دې ټول سلا دي چې د طالبانو حکومت دې...

اتونبایوا وايي، پر دې ټول سلا دي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژندل کېږي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت، یوناما مشره وايي، د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مشورې پر اساس پراخ توافق شته چې د طالبانو اداره په رسمیت ونه پیژندل شي.

روزا اوتونبایوا د طالبانو رسمیت پېژندنه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې او د اساسي قانون د جوړولو په شان مسلو له حل کولو سره تړلې وبلله.

د ملګروملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په سپتمبر میاشت کې د خپل پلان په اړه یو راپور خپور کړ، چې ټاکل شوې په دې میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړی.

راپور په افغانستان کې د تیرو دریو میاشتو پر پرمختګونو رڼا اچولې او د افغانستان په اړه د ملګروملتو د صلاحیتونو او ممکنه کړنو په اړه بحث کوي.

په راپور کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د مالي او مشارکت د برخې رییسې لیزا ډاټن د جون په ۲۱مه امنیت شورا ته وویل چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

میرمن ډوټن وویل چې د اقلیمي بدلون منفي اغیزو په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

له بلې خوا ملګري ملتونه وایي، امنیت شورا غوښتل چې د طالبانو دامربالمعروف د قانون د غندلو لپاره اعلامیه تصویب کړي خو د دې شورا د دوو غړیو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

د امنیت شورا په غونډه کې دواړو هېوادونو استدلال وکړ چې د امربالمعروف د قانون تصویب د افغانستان یوه “کورنۍ مسله” ده.

د امنیت شورا د سپتمبر د میاشتې د پروګرام په اړه په راپور کې ویل شوي چې تمه وه د اګست په ۲۱مه د طالبانو د نوي قانون په اړه یوه انتقادي اعلامیه خپره شی، خو د شورا دوو غړو په اوسنی وضعیت کې د داسې اقدام په اړه پوښتنې وکړې.

ملګری ملتونه د امنیت شورا د دغو دوو غړو نومونه نه دی اخیستی، خو د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوی چې چین او روسیه په دې باور دي چې نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو په څیر مسلو ته له پام کولو پرته له افغانستان سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب