Homeخبرونهد مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په یوه اوونۍ کې ۷۲ زره افغانان...

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په یوه اوونۍ کې ۷۲ زره افغانان بهر ته تللي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې د اګست د ۱۹مې او اګست ۲۵ تر منځ له ۷۲۰۰۰ څخه ډېر کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان پریښود.

ملګری ملتونه وایی، په همدې موده کې له ۶۴ زرو ډېر کسان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) چې افغانستان ته د تلونکو او ورڅخه وتونکو شمېرې خپروي، نن (دوشنبې) (د سپتمبر په ۲مه) وویل چې په یوه اوونۍ کې ۷۲ زره افغانان له خپل هیواده بهر ته تللي دي.

د دې ادارې په وینل، په دې موده کې؛ یعني د اسد له ۲۸ څخه د سنبلې تر ۳ پورې، له افغانستان څخه د وتلو کسانو شمېر د راغلیو پرتله ۱۱ سلنه ډېر دی.

آی او ایم وايي چې په دې اوونۍ کې ۵۹ سلنه راستانه شوي کسان د ایران له اسلامي جمهوریت څخه دي. خو په همدې موده کې د وتلو کسانو ۵۳ سلنه ایران ته تللي دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه تر ۳۸۰۰۰ ډېر افغانان او له پاکستان څخه تر ۲۶۰۰۰ ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي، له ایران څخه په راستنو شویو کسانو کې ۱۸ سلنه ښځې او د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ کسان دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان زیاتوي، افغانان په عمده توګه د اقتصادي دلایلو، درملنې او د کورنیو د غړیو د لیدلو لپاره ایران او پاکستان ته تللي دي.

ملګرو ملتونو په مکرر ډول په افغانستان کې د بشري بحران او د خوړو د ناامنۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د افغانانو د ژوند د خرابوالي لامل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...