Homeخبرونهبشردوست وايي،طالبان هم د پخوانیو چارواکو په شان تشریفاتي ژوند کوي

بشردوست وايي،طالبان هم د پخوانیو چارواکو په شان تشریفاتي ژوند کوي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو چارواکي د ساده ژوند او د اسلام د لومړنیو خلفاوو د حکومتولۍ د ادعا خلاف، اوس تر پخوا ډېر په تشریفاتو، تجمل او ګڼو ساتونکو بوخت دي.

بشردوست له دویچه‌وېلې سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو او د تېر جمهوري نظام د چارواکو ترمنځ د تشریفاتو له پلوه ډېر توپیر نه شته او په ځینو مواردو کې طالبان ان تر پخوانیو چارواکو هم ډېر تشریفات کاروي.

د هغه په وینا، طالب چارواکي ځانګړي تشریفات لري او د بېلابېلو چارواکو لپاره بېلابېلې څوکۍ ټاکل شوې دي؛ ان د رئیس‌الوزرا څوکۍ د نورو چارواکو له څوکیو لوړه ده.

بشردوست ادعا کوي چې طالب چارواکي له ګڼو ساتونکو او موټرو سره تګ راتګ کوي او حتی جوماتونو ته د هغوی د تګ پر مهال هم ساتونکي ورپسې ولاړ وي.

هغه وايي، د طالبانو اداره د تشریفاتو او حکومتي امتیازاتو له پلوه له پخواني نظام سره اساسي توپیر نه لري.

طالبانو بیا له واک ته رسېدو وروسته په وار وار ټینګار کړی چې د دوی چارواکي ساده ژوند کوي، له تشریفاتو څخه ډډه کوي او د پخواني جمهوري نظام له طریقې سره توپیر لري.

رمضان بشر دوست، چې له پخوا راهیسي په زغردو خبرو مشعور دی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې اوسي. طالبان عموماً پر خپلو چارواکو او حکومتي چارو نیوکې چندان نه شي زغملی له دې کبله د رمضان بشردوست څرګندونې د هغه د لوړ جرات ښکارندويي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...