۸ څپرکى
استادشهسوار سنګروال
د پسرلي په میاشت کې امیر حبيب الله د جلال اباد نه د لغمان ښکار ځای کله ګوش ته لاړ. دسلطنت چارې یې خپل دریم زوی عین الدوله امان الله ته سپارلې وې. نایب السطنه او معین السلطنه ورسره ملګري ول.
یو شمېر دکورنۍ غړي اودرباریان په سرکې دامیرورور نصرالله خان اوزامن یې شهزاده عنایت الله خان او امان الله خان د امیر دناوړه کړو وړو نه ډیر خوا شیني ول او داچې امیر ونشو کولای د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د انګرېزانو نه خپلواکي تر لاسه کړي ، نو ځکه د دربار (سری ګوند) د نصر الله خان په مشرۍ په قران کریم کې لاس لیک وکړ چې په ژمنۍ تفرېح ځای ،جلال اباد کې د امير چاره وکړي.
کله چې د پېښې وخت راورسېد نایب السلطنه نصرالله خان له خپلې پرېکړې پر شاشو اوخپلو کسانو ته یې وویل چې نه غواړم د تخت لپاره خپل ورور وه وژنم.
ولې بیا هم امیر چې په خپله خېمه کې ویده وه او د ځواکونو څلور حلقې ترې تاو وې چې د هر ټولي مشر شامحمود، شاه ولي (د نادر خان وروڼه)، احمد علي، احمد شاه (د نادر خان د کاکا زامن) او له دې سربيره شاهي پوڅ هم و،چې په ټوله کې محمد نادر ددې ځواکونو اعلى قوماندان وو.
د شپې ناوخته (درې بجې شاوخوا) د حوت په شلمه (سبایې ۲۱/۲۰ شی )د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو؟
د ده دوژلو په تړاو د ډېرو انګېرنو شتون چې ګنې امیر «د سردار شاولیخان لخوا وژل شویدی…ولې بیا هم یقني ندی»[1]
امان الله خان چې د خپلې مور (علیا جضرت) له بابته، امیر حبیب الله خان نه خوا بدې وه ، دمشروطیت د هغو دری فعاله ډلو په لړ کې یوه ډله ددربار وه … چې ګڼې د امیر په وژلو کې ښکېل ګڼل کیږي.
داسې انګېرنه هم شته چې شجاع الدوله خان امان الله خان ته ډېر نږدې وه او د میر قاسم خان لغماني له انده.
« په کومه تومانچه چې امیر وژل شوی وه هغه علیاحضرتې ور کړې وه. ځکه چې علیا حضرتې ده ته زوی ویلې وه.[2]
په هر حال دا یوه سیاسي وژنه ګڼلی شو. په دې کې د هندي اسنادو په بنسټ د سردار یحی خان لمسی هم ښکېل برېښي یوتن افغان په رنګون کې د امیر زوی سردار محمدکبیر خان ته کیسه کړې وه « د قاتل پښه د خېمې په تناب کې بنده شوه وولېداو دی بیا ونیول شو[3] د دې خبرې مانا داده (سردار یحی خان دری زامن لرل محمد اصف، محمد عظيم او محمد یوسف) چې ګڼې محمد نادرخان امير ته نږدۍ یو پوځي مشر علي رضا چې قاتل یې لیدلي وه په څپړه وواهه چې چيغې مه وهه امیرصاحب له خوبه اوزي. چې په پای کې همدغه علي رضا په دار وه ځړول شو.
میر غلام محمد غبارچې په هرات کې له شجاع الدوله خان سره نږدې همکار وه د هغه له خولې کښلي دي چې امیر حبیب الله خان دده له خوا وژل شوي دى.
میرمحمد صدیق فرهنګ پرته له کوم ماخذ او لاسوند نه لیکلي دي چې:
« زما یوه دوست دامان الله خان د واک په مهال له څرخي غلام نبي خان سره کار کاوه راته وویل:
امیرحبیب الله خان د امان الله خان په اشاره د شجاع الدوله خان له خوا وه وژل شو.[4]
خو د امیر په وژنه کې کرنيل علیشا له محاکمې نه وروسته ووژل شو. چې دامیر د خېمې ساتونکی وه [5]
ددې ټولو څرګندونو سره سره امیر حبیب الله خان د نا څرګند سړي لخوا چې تر اوسه پورې دده قاتل نامعلوم دى ووژل شو.
سردار نصرالله خان له یوې لنډې وینا وروسته محمد نادرخان ته دنده وسپارله چې د نظم د ټینګښت لپاره جلال ابادته ولاړشي او محمد ولي خان ته یې دنده و سپارله چې د امیر مړی ننګرهارته ولېږدوي.
پخوا تر دې چې امیر خاوروته و سپارل شی شا اغاسي علي احمد خان وویل: تر هغې چې امیر ونه ټاکل شي امیر خاورته نه سپارل کېږي. نو د بیعت لاس یې وړاندي کړ. ولې معین السلطنه ټېل واهه بیا یې د بيعت لاس مخ ته کړ چې لومړي بیعت زما حق دي. د امیر حبیب الله خان له ښخيدو نه وروسته سردار نصرالله خان په جلال ابادکې او امان الله خان په کابل کې د سلطنت اعلان وکړ.
سردار نصرالله خان په دې ډاډه وه چې د ده دوه وریرونه (عنایت الله خان او حیات الله خان عضد الدوله) چې په کله ګوش کې هم ور سره ول دده تر شا ولاړ دي.
نو ځکه د دوی له بیعت نه وروسته په جلال اباد کې سلطنتي مېشت پوځي ځواک، هلته مېشتو درباریانو، ملکي مامورینو او مذهبي مشرانو ده ته بیعت وکړ چې موږ د نقیب صاحب (سیدحسن ګیلاني)، میر صاحب جان د اسلام پور پاچا، د چارباغ حضرت صاحب(میرمعصوم) د بېلګې په توګه یادولي شو.
سردار نصرالله خان بیا د هند وای سرای ته د خپل ورور له وژلو خبر ورکړ چې د شپې (۳بجې) د یوه نامعلوم کس لخوا امیر شهید شو، او زه د ټولو لخوا د افغانستان پاچا و ټاکل شوم.
کله چې امان الله خان د خپل پلار له وژلو خبرشو ده په کابل کې د سلطنت اعلان و کړاو د فبرورۍ په ۲۸ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د حضرت فضل محمد(شمس المشایخ) اخوند زاده حمیدالله د تګاو ملا اونورد عید ګاه په جومات کې ورته پګړۍ په سر کړه.
امیر نصرالله خان د یوه رسمي مکتوب په ترځ کې له دې دمخه ورته د یوه لیک په ملتیا(شجاع الدوله په لاس) امیر امان الله خان ته د ټولو پېښو خبر ورکړی وه.
له دې سربېره یې یو پلاوی هم ور واستوه او کله چې شجاع الدوله خان وه ځنډېده نو بیا یې د یونس خان په نوم یو بل تن ولېږه چې هغه امیر امان الله خان ته بیعت وکړ.
شجاع الدوله خان او علام محمد خان چې کله بېرته جلال اباد ته و رسېدل نو امیر نصرالله خان ته یې د کابل د خلکو شور او زوږ د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو د فبرورۍ په ۲۴ په مراد خانۍ کې د امان الله خان وینا او د کابل مېشتو سردارانو او در باریانو د بیعت کیسه و کړه… نصرالله خان چې نه یې غوښتل د افغانانو وینه تویې شي نو هغه هم پرته له کوم مخالفته بیعت وکړ. ولې استیوارت انګېري، نصرالله خان د جمعې په لمانځه کې موجود وه چې ملا په خطبه کې امان الله یادکړ.
که څه هم امیر نصرالله خان د مخه ناظم دوست محمد خان ته دنده سپارلې وه چې د پکتیا خلک دده په ملاتړ را پاڅوي.
محمد حسین خان مستوفي یې هم دېته هڅولی وه چې د تګاو او نجراو له لارې خلک د شمال لخوا دېته را وبولې چې دده دواک لپاره امان الله خان دېته اړ کړي چي امان الله خان ده ته ببیعت وکړي.
همدا راز د قطغن والي محمد صفرخان ناظر ملا عبد الرزاق اندړ او نور د ساري په توګه د یادولو وړدي، چې مذهبي او سیمه ییز واک یې د پام وړ وه.
نوموړي سردار ملا اندړ او دده زامنو پرمټ د ننګرهار په بېلابېلا سیموکې په تېره باجوړ، مومند او د دنورو قبایلو سیمو کې هم دځان په ګټه هلې ځلې پیل کړې.
خو ریچارډ مکونا چې په دې اند وه چې د نصرالله خان دنه بري لامل داوه چې ملتپاله ځوانان، وسله وال ځواکونه او خلک د امیر امان الله پلویان شول.
هغه مهال چې امیر امان الله دده او د خپلو ورونو بیعت لیک د میرزا محمدحسین مستوفي له خوا تر لاسه کړ، نو په ټول هېواد یې عږ وکړ چې زه به تر هغې د پاچاهۍ تاج پر سر نه کړم چې افغانستان مې له بهرنۍ ښکېلاک نه ازاد کړی نه وي.
عزیزالدین وکیلي پوپلزی وایي،امان الله دجمعې په شپه دحوت میاشت ۱۲۹۷ش وویل،مادافغانیه اسلامیه سلطنت تاج دافغانستان دکورنۍ اوبهرنۍ خپلواکۍ پنوم په سرکړ.» ( وګورۍ سفرهاې غازي امانالله لومړی مخ )
په کابل کې له بیعت نه وروسته د مارچ پر(۸) مې نېټې (۱۹۱۹زکال) نصرالله خان، سردارعنایت الله خان او حیات الله خان له جلال اباد نه د موټر په وسیله کابل ته ورسېدل. ولې برېتانوي استازی حافط سیف الله خان په جلال آباد کې پاتې شو او دوی د امیر له خوا تر نظر لاندې و، ځکه چې امان الله خان په لمړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې زه به د پلار قاتلان نیسم.
امیر لږه موده وروسته عنايت الله خان پرېښود خو نصرالله خان په بندکې پاتې شواو امان الله خان ددې لپاره چې نصرالله خان خلکوته دیوه ګنهګار په تو ګه ور وه پېژني د نایب السلطنه له بند نه دوه میاشتې تېرې وې چې په ارګ کې د سردارانو په وړاندې د امیر دوژلو مسله را پورته کړه.
د حبیب الله خان د شهادت په تړاو د تورنو کسانو په لړکې سردار نصرالله خان، عبدالاحدخان او د امیر ددربار پوځي مشر علي رضا خان لومړنی ګنهکاران وبلل شول.
« د امیر تره امین الله خان و درېد چې یو ورور مې نورو وواژه او دا موږ ووژنو…؟ په پای کې نایب السلطنه په بند کې پاتې شو،عبدالاحد خان تبعید شو او علی رضاخان په په دار وځړول شو. [6]
میرزا محمد حسین خان د ارګ په یوه ونه کې ځوړند شو… ولې دخلکوترمنځ انګېرنې داسې وې چې امیرحبیب الله د شجاع الدوله خان له خوا وژل شوی دی.
حال داچې دی دکورنیو چارو وزیر وټاکل شواومحمد نادرخان ورسره ۲۱ تنه نور له بنده ازاد شول او نایب السلطنه لږ موده وروسته ومړ.
دخپلواکۍ جګړه
د مخه مو وویل چې شجاع الدوله خان د امیر نصرالله خان له خوا کابل ته واستول شو او د فبرورۍ په ۲۳ درویشتمې نېتې یې امان الله خان دامیر له مرګه خبرکړ.
امان الله خان د یوې ناستې په ترڅ کې د امیر نصرالله خان لیک غونډې ته ولوست چې امیر د یو ناپېژنده سړي لخوا ووژل شو او نایب السلطنه (نصرالله خان) په پاچاهۍ وټاکل شو… عین الدوله (امان الله خان) باید خپل بیعت لیک جلال اباد ته واستوي..ډېر ګډونوال په سرکې اعتمادالدوله عبدالقدوس خان په دې اند ول چې امان خان باید بیعت وکړي…
محمودطرزي څه ونه ویل ولې نایب سالارصالح محمد خان امان الله خان ته بیعت وکړ.
نوی امیر دخپل واک اوځواک د پیاوړتیا لپاره په دری ټکو ټینګار وکړ: نایب السلطنه یې د پلار په وژلو تورن کړ د سرتېرو تنخوایې زیاته کړه او خلکو ته یې د بشپړې خپلواکۍ ډاډ ورکړ.
بیانو امان الله خان دمارچ په دریمه(۳) د پلار دوژنې او دخپلې واکمنۍ په تړاو د هند وایسرای لارډچلېمسفورډ ته لیک وا ستوه او داپرېل په دیارلسمه (۱۳) نېټه یې په یوه لویه غونډه کې د بشپړې خپلواکۍ اعلان په دغو ټکو وکړ… ما ځان او هېواد ازاد کړ، له دې وروسته به افغانستان هغسې خپلواک وي لکه د نړۍ نور هېوادونه…
هېڅ بهرنی هېواد به پرې نښودل شي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
که چا داسې وکړل زه به یې په دغې تورې مرۍ پرې کړم.
د « لودویګ ادمک) د څرګندونوله مخې (دشلمې پېړۍ تر نیمایې پورې د افغانستان باندنۍ اړیکې) د امیر له اوږدې وینا وروسته برتانوي استازي حافظ سیف الله خان ته مخ ور واړاوه او په نرمه یې ورته وویل:
سفیره ته پوه شوې چې ماڅه وویل؟
هغه ځواب ورکړ، چې «هو» زه پوه شوم. وروسته نوموړي خپل حکومت ته په ټینګار سره وویل چې امیر ده ته مخ راواړاوه چې خپل حکومت ته خبر ورکړي.[7]
لارډچلېمسفورډ د تېرپه څېر فکر نشو کولای، یانې کله چې امیر عبدالرحمن ومړ لارډکرزن وپتیله چې له امیرحبیب الله خان نه نور امتیازات ترلاسه کړي نود ۱۹۰۵ کال موافقه لیک یې اړين ځکه وباله چې د امیر عبدالرحمن خان موافقه لیک شخصي بڼه لري او د هغه له مړینې وروسته تړون هم له منځه لاړ.
ولې د اعلیحضرت امان الله خان د پاچاهۍ پېښې هفسې نه وې نو ځکه یې د افغانستان د خپلواکۍ په تړاوپه پرېکنده ډول څه ونه ویل یوازې د امیرحبیب الله خان په مړینه یې خواشیني وښوده.
« دامیرامان الله د لیک په ځواب کې د اپرېل په ۱۵ (۱۹۱۹زکال) نېټه یوازې د امیر د شهادت یادونه شوې وه، له خوا خوږۍ پرته پکې د کوم نوي هوډ یادونه راغلې نه وه.[8]
امان الله خان چې پوشو چې انګريزان نه غواړي د افغانستان خپلواکي ومني نو بیا نه یوازې په افغانستان کې د ننه اولس خپلواکۍ ته هڅوي بلکې د هند په نیمه وچه کې هم هندوان، سکان او مسلمانان د انګرېزانو په وړاندې پاڅون ته را وبلل.
هغسې خو د برتانوي هند چارواکو د هند دازادۍ بښونکو غورځنګونو د خپلواکۍ لپاره د رولټ(Rowlett) په نوم د جزا قانون هم را ایستلی و.
په ۱۹۱۹ کال کې د اپرېل په میاشت کې د «امرتسر» پېښه هم را منځته شوې وه چې ۳۷۹ تنه پکې وژل شوي وه او سل تنه پکې سخت ټپیان ول (که څه هم یو شمېر لیکوال د زخمیانو او مړو شمېر ۱۵۰۰ تنه ښیې).
دا هغه پېښه وه چې جنرال «ریګینالد) له دندې ګوښه او «ګاندي» ته یې دا بری په برخه کړ چې په پای کې د برتانوي هند د ماتې لامل شو.
د عثماني ترکی تجزیه له ترکې نه د مصطفی کمال دفاع، په منځنۍ اسیا کې د بلشویکانو بری او د امان الله خان پاڅون انګرېزان و لړزول.
امان الله د هېواد په قبایلي سيمو کې د جهاد غږ پورته کړ په کابل، جلال اباد او دهېواد په نورو سیموکې یو دبل پسې جرګې جوړې شوې. د ډېورنډ د کرښې دواړو غواړو ته پرتو خلکو پاڅون وکړ… آن دا چې د انګرېزانو قومي ملېشاوو هم دندې پريښودې.
د هند ویسرای د هند په ګډون د سیمو د ټولو پېښو د حل کلۍ دا وګڼله چۍ باید جلال اباد ونيول شي د برتانیې مرکزي حکومت د برتانوي هند د وایسرای وړاندیز سم ونه باله او ورته یې وویل:
تاریخ ښودلې ده چې د افغانستان له پوځ نه د افغانستان ولس او قومونه د بهرنیو د برید په وړاندې ډېر پیاوړي دي.
موږ باید د تاریخ درسونه هېر نه کړو.
امیر امان الله لومړی حکومت جوړ کړ او عبدالقدوس خان یې صدر اعظم او محمود طرزی یې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل.
بیا یې بخاراته خپل استازی په ګوته کړ او له شوروي سره یې اړیکې ټینګې کړې. شورویانو ته هم د افغانستان خپلواکي د برتانویانو په وړاندې یو ستر بری وو. نو ځکه یې د يوې اعلامې یې په ترڅ کې د مارچ په ۲۷ مې نېټې په (۱۹۱۹ ز کال) د افغانستان خپلواکي په رسمیت و پېژندله.
په داسې حال کې چې له یوې خوا شوروي مشر (لینن) محمد ولي خان درواز د مې په ۲۷ مى (۱۹۱۹) نېټه د افغانستان د استازي په توګه مني او له بلې خوا په همدې نېټه (۲۷ مې) د افغانستان مجاهد ولس پکتیاته څېرمه، قبایلي مشران د انګلیس پوځي کلا ګانې له منځه وړي او دافغانستان بیرغ پورته کوي.
جورج روس کیپل وایي، « دوزیرستان اوخیبردرې په اوږدو کې افغان ځواکونوپه ناڅاپي توګه په دوۍ بریدوکړ، ولې بیاهم دتوقع خلاف هرڅه ډېرښه پرمخ لاړل…»
دا هغه مهال دی چي امان الله خان له دې نېټې نه دمخه یانې د مې په میاشت کې د هېواد دریو خوا ووته پوځونه لېږلي ول.
يانې خیبر ته سپه سالار صالح محمد خان، کندهارته عبدالقدوس خان او خوست ته محمد نادر خان استول شوي ول. د ډېورنډ د موافقه لیک نه وروسته دواړو غاړو ته پرتو اولسونو د انګلیس په وړاندې ټوپک له غاړو نه وه ښکته کړي. ولې د امان الله خان په راتلو د برتانوي هند د ځواکونو په وړاندې جګړه ییز مورچل لا تود شو.
له صالح محمد خان نه د مخه په پام کې ول، چې د مې په ۸ نېټه په پېښور کې د افغانستان پوستي دفتر په نوښت د هغې سیمې جنګیالي پاڅون ته را وبولي چې د انګرېزانو د پوځ مخ هغه لورته واړوي.
د پوستې امر غلام حیدرخان او په پېښور کې افغان وکیل عبدالرحمن لا دمخه امان الله خان ته داډ ورکړی وه چې د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو به د هند په نیمه وچه کې هم پاڅونونه له سره ورغول شي.
وروسته ښکاره شوه چې عبدالرحمن خان په هندکې و ټاکل شو. نو د پېښور کمشنرروزکیپل rooz Keppel ترې و پوښتل کوم امیر هلته په دنده ګمارلي یې؟
خوصالح محمد خان له ټاکلي وخت نه دمخه د مې په څلورمه(۴) نېټه په خیبر کې جګړه پیل کړه په لنډی کوتل کې یې ماته وه خوړه.
سرفریز تتلر کښلي دي (۱۹۶ مخ) چې برتانوي پوځ دپېښور ښار کلابند کړ او په خلکو یې د څښلو اوبه بندې کړې.
همدا لامل وه چې د پېښور پاڅون شنډ کړی شو، غلام حیدر خان او دهغه هندي ملګري لکه عبدالجلیل او ګوش ملاپ سنګ بندیان شول.
حاجي عبد الرزاق چې لومړى د سردار نصرالله خان له ډېرو نژدې پلویانو څخه وه. دده د ملا تړ په تړاو یې د مومندو په سیمه کې فعالیت کاوه، د ترنګزو حاجي صاحب په ګډون یې له ډیرو سیمیزو مشرانو سره لیدلي ول. کله چې د امان الله خان فرمان یې تر ګوتو کړ چې دازادو قبایلو په سیمه کې په دنده ګمارل شوی یې.
که څه هم ده له سلا او مشورې نه وروسته خپل زوی حافظ عبد الرب او یو هندي مجاهد محمد بشیر لا دمخه د علیحضرت امان الله خان دربارته چې خپل بیعت لیک یې هم ورکړی وه استولي ول.
عبدالرزاق اندړ صالح محمد خان ته لیکلي ول چې ما په ازادو قبایو کې ولس وسلوال پاڅون ته هڅولي دي پام کوه چي جګړه له وخته مخکې پیل نه کړې.
ولې هغه د همدې تېرو تنې له مخې جګړه پیل کړه او ماته یې و خوړه. د غبار په اند حال داچې « د څلورو سوو افغان سرتېرو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې ول، صالح محمد خان چې یوازې ګوته یې زخمي شوې وه د خپل یاور محمد ګل خان مومند سره په داسې حال کې چې سرتېرو ته یې دشا تګ امر ورکړ د جګړې ډګر پرېښود.[9] خو د انګريزانو پر وړاندې جګړه پايته ونه رسيده. دانګرېزانو پر وړاندې د افغان ولس جګړې لا دوام درلود.
د محمد عمرخان اپريدي ولسي لښکر د ملا عبدالرزاق اندړ هاند او هڅې ان تر دې چې نوموړي امان الله خان ته وکښل:
داچې صالح محمد خان له ناپوهۍ دا کار وکړ که له غدارۍ؟ خو زه په خپلې دویمې خبرې ټینګار کوم.
علیحضرت امان الله خان غوښتل چې نوموړی اعدام کړي خو یوازې په بند محکوم شو او بس.
ولې دافغان ځواکونو کنډکمشر محمد صدیق خان بیاهم په کمکي خیبرکي برتانوي ځواکونوته درنه مزګ ژوبله واړوله.
د ننګرهار، لغمان او کنړ ولسي مشرانو پخپل ولسي لښکر له یوې خوا وسلوال بریدونه پیل کړل او له بلې خوایې د خلکو په منځ کې د جهاد تبلیغ کاوه.
د جنرال محمد عمرخان ناصري (سورجرنیل) او کند کمشر محمد اکلیل خان بدخشانی د «باسول) په سیمه کې په داسې حال کې چې غلام نبی خان څرخي هم له کابل نه ننګرهارته رسېدلی وه. د انګرېزانو د پرمختګ مخه ونیوله.
انګرېزانو په دې هیله چې جلال اباد لاندې کړي د سور جرنیل محمد عمرخان ناصري او محمد اکلیل خان د ځواکونو سره مخ شول. برتانوي ځواکونو نه یوازې پرمختګ ونه کړ بلکې په دفاعي حالت کې هم له ډېرې وېرې سره لاس او ګرېوان ول.
د لغمان، کنړ او ننګرهار ولسي لښکر چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېده په دې هیله چې په ډکه او خیبر وسلوال بریدونه وکړي، دا ځکه چې لا دمخه د لنډې کوتل او تورخم په شاوخوا سیمو کې شینواري زر شاه د انګریزانو مور چلې تر بریدونو لاندې نیولې وي.
برتانوي ځواکونو چې د افغانانو ولسی بهیر ولید چې له چترال نه را واخله تر بولانه پورې ټول ولس دانګرېزانو په وړاندې پاڅېدلی دی …سره دهغې چې دانګریزانودوو
« ساپویت کاملز» جنګي الوتکوپه ډکه کې په افغان ځواکونوبمباري وکړه ، خوعملیات یې دومره ځواکمن نه وواوکله چې الوتکې بېرته ستنېدې ډزې پرې وشوې اوان داچې یوه الوتکه دتخنیکي ستونزو له کبله کېناسته خو بیاهم په ځایي خلکوپه روحیه یې اغیزه وکه … ډیویډلاین وايي، « ترټولولوې بم اچوونکې الوتکې هنډلي پیچ کابل بمباري کړ . » ( وګورۍ ډویډلاین ۱۸۰مخ ) روزکیپل ټینګار کړی دی چې چې سرحد کې دلوې پاڅون مخه ونیول شوه خو یوازې زرتنه خاینین ارام کېنناستېدل …دسرحد دارامولو لپاره ډېر وخت ته ضروریت وواونورې الوتکې هم له« مېزوپوتامیا » څخه راواستول شوې ، خوبیاهم دوه الوتکې راوغورځول شوې .
ددې په څنګ کې انګریزانو دا وېره هم درلوده چې افغانستان دشوروي په غېږه کې ونه ولېږي ،په لټه کې و،چې له سیاسي لارې دحل لارې چارې ولټول شي .
دبرتانوي استازویوشمېر اسناد په برټش کتابتون اونندارتونوکې موجوددي چې کله دوۍ کابل ته دخبرواترو لپاره لاړل وې لیدل چې ترکي جنګیالیان ( ښايي موخه به یې انورپاشا اوجمال پاشا وو.سنګروال )،هندي باغیان کابل کې موجود وواوددې په لړ کې دشورویانو ملاتړ هم ورته داندېښنې وړ وګرځېد ،چې دسترې لوبې خاطرې یې ور په زړه کړې .
عربي لارنس،چې دالوتکو انجېنر و،په ۱۹۲۰دې پایلې ته ورسېد چې دبرېتانیا اوشوروي ترمینځ سیاسي اوپوځي ستونزې پېښېدونکې دي .
په ترکیه کې مصطفی کمال اوپه پارس کې رضا شاه هم دملتپالنې په رڼاکې سیکولربنسټ ته لاره اواره کړې وه … په کابل کې هم له ۱۹۱۱کال راپه دې سراج الاخبارهم یوشمېرخپرونې دمطبوعاتو ډګر ته راوویستې چې دوطنپالنې احساس ته یې روح بخښه .
داټول هغه څه ول چې انګر یز انو ته یې اندیښنې راولاړې کړې وې … داچې دمتارکې وړاندیز دچا له خوا وشو په دې اړه ویشلي نظرونه موجود دي نو د انګلستان او افغانستان تر منځ د متارکې خبرې پیل شوې.
اعتماد الدوله عبدالقدوس خان له کابل نه کندهارته په لاره وه چې برتانوي ځواکونو د چمن له خوا په سپين بولدک برید وکړاودیوه لنډ مهال لپاره یې ولکه کړ.
برتانوي نظامي کار پوهانو داسې انګېرله چې پوځونه به یې د خیبر له لارې جلال اباد او دکندهار له لارې په کابل وسلوال بریدونه کوي.
همدا لامل وه چې انګرېزانو خپل ځواکونه سپین بولدک ته ورسول او جنرال (وپشیر) Wapshare دېته اړ شو چې په کابل باندې د برید لپاره يو شمېر وسلوال ځواکونه مرستې ته را وبولي.
دغه مهال د افغان ځواکونو شمېر د تورن محمد یوسف تر قوماندې لاندې دری سوه (۳۰۰) تنوته رسېده چې په ډېرې مېړانې یې د سپین بولدک له کلانه ساتنه کوله. جنرال هاردي دکلا دېوال چپه کړ چې په پای کې ډېر شمېر د برتانوي ځواکونو لخوا ووژل شول.
یو شمير چې د محمد یوسف په ګډون ټپیان ول، د انګرېزانو په ولکه کې پرېوتل.
عبدالقدوس خان لومړى خوشدل خان چې د کندهار والي وه ونیوه بیایې سپین کفن واغوست او په ولس يې غږ وکړ.
د کندهار د ځواکونو مشر ډګرمن غلام نبي خان ناصري چې دخپل تربور په څېر سور کرنېل ناصري چې په ننګرهار کې فعال وو، دارنګه ده هم ځواکونه چمتوکړي ول چې سپین بولدک ته ځان ورسوي، ولې دوالي لخوا یې مخه وه نیول شوه.
دا ځل د اعتماد الدوله په ملګرتیا د سفر برۍ اعلان وکړ او له قومي مشرانو سره مخ په سپین بولدک رهي شول. پدغه وخت کې د جمعې دلمانځه پر مهال یو تن په جومات کې وویل چې یو سونې هلک یې په خوب کې لیدلی دی چې د قزلباش نور محمد شاه په (غوه جل) کې ښخ شوي دی.
دا دې لپاره چې افغان جنګیاليۍ بېرته راستانه شی. د دې پېښې له بابته په کندهار کې یوه لویه غمیزه او ستونزه په سيمه کې منځته راغله خو ډېر ژر په ډېرې اوښیارۍ پایته ورسېده.
عبدالقدوس خان د ولسی ملاتړ په مټ مخ په سپین بولدک وخوځېد او په پای کې انګرېزان یې په شا وتمبول.
امان الله خان غوښتل چې خپل ماما خوشدل خان په دار وځړوي خو د مور په سپارښتنه یې هغه و باښه.
د « رابرت ستراوس هوپ » له انده انګریز انوغوښتل،چې دجګړې اصلي موخه یې دخیبرسیمه وي، یوازې په پکتیا اوکندهار جبهه کې باید دفاعي بڼه خپله کړي اوخپل ټول زورهلته وکاروي چې دافغانستان پلازمېنه کابل ته ځان ورسوي .
د جنوبي جبهې قوماندان سپه سالار محمد نادرخان وه چې له خپلو ورونو (شاولی خان او شامحمودخان) سربېره ګڼ شمېر قومي مشران او نامتو روحانیون (شمس المشایخ او نورالمشایخ) هم ور سره مل ول مخ په پکتیا رهي شول ځواکونو لومړۍ شپه د اپرېل (۲۱)[10] په چار اسیاب کې وکړه او د اپرېل په (۲۴) ګردېز ته و رسېدل.
سپه سالار د نورو جبهو په پرتله ډېر پوځي او قومي ملاتړ او امکانات خپل کړي ول ان داچې ډله ييزې رسنۍ او د عکاسۍ کمرې او خپرونې هم په واک کې وې، چې وخت په وخت به یې دده د بري خبرونه په (امان افغان) کې خپرول.
محمدنادرخان د (۲۰) شلو ورځو په شاو خواکې یانې د مې تر ۱۴ نېټې د ګردېز په بالا حصار کې د جګړییز پلان د جوړېدوپه پلمه پاتې شو.
دظفر حسن دڅر ګندونو له مخې ،له نادر خان سر ه څلورعرادې توپونه اودرې پلې وسله وال غونډونه مل وو …
خود خپلواکۍ د جګړې د پیل نه لا دمخه ډګروال مبارکشا خان او ډګروال محمد علم خان تر قوماندانۍ لاندې په خوست او علی خېلو کې د سپکې او درندې وسلې په لرلو سره پوځي ځواکونه ځای پرځای کړي ول.
خو کله چې نادرخان د مې په دیارلسمې (۱۳) نېټې پوځي ځوکونه په دریو برخو ووېشل نو بیا یې سردار شامحمودخان دېته وګماره چې له یو شمېر پوځونو، قومي مشرانواو عالمانو سره (پیوار) ته لاړ شي.
سردار شاه ولي خان یې له نور المشایخ او يو شمير نورو سره و (اورګون) لورته واستول، او په خپله سپه سالار محمد نادرخان د خوست اوتل جبهه تر خپلې ولکې لاندې وه نیوه.
ولې له دېنه دمخه « کله چې جنګ په رسمي بڼه پیل شي » د مسیدو جنګیالیو لا دمخه د «سروکي» په جنګي قشلی برید کړی وه او له انګرېزانو نه یې ډېر څه د غنیمت په توګه لاندې کړی ول.
د تڼیو جنګیالیو هم د انګريزانو تلګرافی لیکې پرې کړې وې. ددې سیمې وګړو دپیوار، علی خيل، توچي او کرمې پورې پرمختګ کړی وه.
سپه سالار دخوست په لور متون ته لاړ او بیایې د جګړې لیکې ووېشلې او هر چاته یې جګړه ییز لوري په ګوته کړل.[11]
موږ د مخه وویل چې د محمد نادرخان سره د رسانيو یو شمېر استازي ملګري ول. په دغه لړ کې یو هم ظفر حسن ایبک چې يو هندوستانی وه مل وه.
کله چې سپه سالار د مي ١٤ مه خوست پلازمینې متون ته په لاره وه، ظفر حسن خاطراتو کې کښلي دي چې نادرخان په دې هیله چې په خوست کې ځینې توکي د جګړې لپاره تهیه کړي لس(۱۰) ورځې باید دلته پاتې شي.
دی وړاندې کاږي :
«موږ په متون کې وو چې خبر مو تر لاسه کړ چې وزیر واومسيدو په «واڼه» برید کړیدی».
هغه شمېر ملېشایې ځواکونه چې د انګرېزانو په چوپړ کې ول یا خو کوروته تللي دي او يا ګڼ شمېر یې سردار شاولي خان ته اوښتي دي. او خپلې وسلې یې هم تسلیم کړېدي.[12]
د «واڼې» په تړاو سردار شاولی خان هم د مې په ۲۳ نېټې سپه سالار محمد نادرخان ته د یوه لیک په ترځ کې کښلي دي چې د وزیرستان جنګیالیو د «واڼې» چوڼۍ کلابنده کړېده.
همدا راز د منګلو جنګیالیو هم پرته له اجازې نه په (ټل) برید وکړ او د(ټل) اوسېدونکو ددوي له برید نه خپل ملاتړ څرګند کړ.
عبدالصمد غوث انګېري چې: جنرال نادرخان د خوست له متون نه د وزیرستان په لور وخوځېد او د ټل په کلا یې برید وړکړ.[13]
جنرال محمد نادرخان په ناڅاپي توګه د مې په ۲۶ نېټه د لس (۱۰) زره ولسې لښکر او دری (۳) زره پوځي ځواکونو سره د ټل په پوځي کلا برید وکړ. په داسې حال کې چې هوایې بریدونه هم روان ول افغانانو د ټل کلا ونیوله او د کلا پر برج یې د افغانستان بیرغ و ځړاوه.
دا چې متارکه ولې وشوه او د چا په وړاندیز وشوه؟ په دې تړاو بېلا بېلو څرګندونوته تم کېږو:
۱ – د ټل، واڼې، پیواړ او وزیرستان په سیمه کې ولسي لښکر او افغان پوځي ځواکونه یو د بل پسې بري ته رسېدلي ول او ان تر دې چې متارکه هم اعلان شوه، ولې یو شمېر جنګیالیو خپلې مور چلى پرينښودې.
ملي مجاهدینو له یادو سیمو سربېره تر بنو او میرام شاه پورې د انګرېزانو اړیکې له سیمې سره پرېکړې وې.
نه یوازې په منځنۍ جبهه کې ولسي پاڅون په ډېر شور او زوږ د الله اکبر په نارو د خپلواکۍ چېغې وهلې بلکې له چترال نه راوا خله تر خیبر، پکتیا او ان تر کندهار (سپین بولدک) پورې د خلکو وېنې په جوش راغلې وې. ډېوډلاین لیکلي چې برتانویان دومره ستړي شوي و چې زرګونه سرتېري د خیبر له درې بېرته راوګرزېدل ان داچې سرتېرو لاریون وکړ، خو رسنیو یې له خپرولو ډډه وکړه. برېتانیا ددې لپاره بمباري وکړه چې کابل ووېروي، هنډلي پېچ کابل بمبار کړ.
په چترال کې سیمه يیز واکمن «مهتر) عبدالرحمن خان[14] د عبدالملک خان جلاله پلار د امان الملک جلاله نیکه هم د خپلواکۍ په نوم پاڅون وکړ.«د انګرېزان لپاره مهمه داوه چې یو شمېر هغه قبایلي ځواکونه چې ددوی په ملېشاو کې شامل ول د دوی له امرنه سرغړونه وکړه»[15] میر زمان خان کنړی یو بل نامتو جنګیالی و چې د مې په ۸ نېټه یې له اسمار نه د بریکوټ پرلور له خپلو مېړنیو سره حرکت وکړ.
همدا راز جنرال عبدالوکیل خان د جون په ۲۳ نېټه د ولسي لښکر ددفاع په خاطر مخ په چترال روان شو.
د یادو بریو پربنسټ ویلی شو چې د متارکې عوښتنه د انګرېزانو له خوا شوېده.
۲- یو شمېر تاریخ پوهان انګېري چې د متارکې وړاندیز د غازي امان الله خان لخوا شوی وه.
ددې لامل دا ګڼي چې ګنې دانګرېزان درنې بمبارۍ وې چې د کابل او جلال اباد په ښارونو کې یې وکړې، نو بیا یې ځکه جنرال محمد نادرخان ته د یوه فرمان په ترځ کې وویل:
«د کابل وګړي د بمبارۍ نه په تنګ راغلي دي او دکابل لوړ پوړي انګېري چې اوس د جګړې وخت نه وه، ملامتي یې پرما شا امان الله اچوي.»[16]
۳- داسې انګېرنې هم شته چې امان الله خان د هېواد له ختیځ (خیبر) او سپین بولدک له جبهو ناهیلی شوی وه، هغه هیله یې هم چې ګنې په هندوستان کې به دانګرېزانو په وړاندې پاڅون کېږي ترسره نشوه.
ځکه یې متارکې ته غاړه کېښوده او په دې یې بسنه وکړه چې انګرېزان باید د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني.
۴- په پښتونخوا کې د ډېورنډ د کرښې پورې غاړې ته د ولسوونو پاڅون انګرېز دومره ګواښلی وه چې اغېزې یې د هند پر نیمه وچه بې اغېزې نه وې. دوی پدې پوهېدلي ول چې که متارکه ونه کړي ښايي نورو اسلامي هېوادوته هم د دا ډول جګړو لمنه وغځيږي.
دوی سره دا وېره او اندېښنه هم وه چې دغه پاڅونونه به د پاریس د سولې په پرېکړو هم اغېز وکړي.
همدا لامل وه چې انګرېزانو په هندوستان کې افغان استازی سردار عبدالرحمن خان ډکې ته راوست.
د ده د کورنۍ غړي يې ترې ستانه کړل او بیا یې دغه پیغام ورکړ چې کابل ته لاړشي پاچا امان الله خان متارکې ته راوبولي.
« ادمک » هم پدې اند دی چې د برتانوي هند حکومت افغان استازي ته اجازه ورکړه چې کابل ته لاړشي پاچا دېته اړ کړي چې د دوښمنۍ نه لاس واخلي.
دهیواد په جنوب کې جګړه روانه وه،چې انګرېزانو دمتارکې وړاندیز وکړاواما ن الله هم دزکرشوولاملونوله امله ورته سروخوځوه،ولې نادرخان مخالفت وکړاووې ویل باید په دې اړه دهیواد له استازوسره مشوره وشي اودکرښې دواړوغاړوته پراته ولسونه وپوښتل شي .
نادرخان داهم له امیر نه وغوښتل چې دسولې دپلاوي مشري ده ته ورکړ شي، ولې امیرداغوره وګڼله چې دجګړې په دغه محاذ دنادرخان شتون موهم دی ، نوځکه یې دده وړاندیز ونه منه اوپه دې تړاو یې اته ۸فقریزه فرمان صادر کړ .
سره ددې چې یوشمېر نور لیکونه هم ښکته پورته شوي دي ، ددواړوغاړو لیکنو کې دوطنپالنې احساس په ډاګه کېږي، خوکوم څه چې داندیښنې وړ ښکاري ،هغه داچې ددواړو تر شا دیوچا لاس و،چې یوبل ته یې له غرضه ډکه سلا ومشوره ورکوله .
دظفر حسن دڅرګندونو له مخې سپهسالارامیرته یولیک واستوو چې دی نه غواړي دځانګړي ارزښت له مخې له پیوار نه یوګام ترشا شي اوکه امیر حکم هم وکړي له امر به یې سرغړونه وشي … امیرسره دهغې چې عکس العمل ونه ښود ،بلکې سره دهغې چې ددفاع وزیر و، دقطغن اوبدخشان تنظیمه رییس هم وټاکل سو .
له راپورته شووستونزوسره سره امان الله خان هم متارکه ومنله اوربند اعلان شو چې بیا په راول پنډۍ کې خبرې پیل شوې.[17]
داچې دمتارکې وړاندیز لمړی له کوم لوري شوی دی؟ خو بیا هم متارکه د جون په دریمه (۳) نېټه (۱۹۱۹ ز کال) مینځته راغله چې د راولپنډۍ تړون ته یې لاره پرانستله.
په راولپنډۍ کې د سولې خبرې
برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته ګاونډ کې یو نوی سیاسي سیال چې له دوی سره په هر اړخیزه توګه رقابت کولی شي د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې منځته راغلي دی چې هغه شوروي اتحاد او د بلشویکانو واک او ځواک وه.
له بلې خوا دوی په دې هم پوهېدل، چې ځوان پاچا امان الله خان دریځ د خپل نیکه او پلار له سیاسي دریځ نه تو پیرلري ، دی دېته ژمن او هوډمن دی چې افغانستان ازاد او خپلواک کړي.
انګریزانو ته دسیمې کړکیچ له سترې لوبې راواخله ترلومړۍ نړیوالې جګړې معلوم واوهغه داستان هم ورته څرګند و،چې ۱۸۳۷کال په کابل کې دروسې استازي ویتکیویچ دکرسمس په میله کې دبریتانیا له استازي برنس سره ولیدل اوانګریزانو فکر وکړ،چې ښایي روسیه سیمې ته نږدې شي ، نوبیایې په افغانستان برید وکړ .
بریتانیه اوروسیه په ۱۸۸۵کال،په یوې ناندرېزې پېښې جګړې ته نږدې شوي وو،نوځکه انګریزانو کوښښ کا وودافغانستان شاوخواکرښې وباسي اوپه دغه لړ کې دډیورنډ کرښه یادولی شو .
بل لورته روسې د۱۸۸۴کالو په شاو خواکې مروې ته رانږدې شول حال داچې په ۱۸۸۱کال غوښتل چې مروه دمعاصر افغانستان برخه وي،داځکه روسانوله تر کمنانو نه وېره درلوده او« لوماکین » هم سخته ماته خوړلې وه .
افغانستان دروسې اوبرېتانې دسیاسي اوپوځيسیالۍ ډګروګرځېداوډګروال توماس هولډیچ،چې دسکندر دمهال نخشه ورته معلومه وه اوددې سیمې په جغر افیوي ارز ښت پوهېد ه نوپه ۱۸۸۴کال دژمې په مهال مخ په هرات ر اوړ اندې شواودروسې پوځ د
« خانوف » په مشرۍ په داسې مهال چې هولډیچ په پنجده کې و،خوده ته امر وشوچې له سیمې ووځي … نوبیا دده اوخانوف ترمینځ خبر ې ان دسهار تر درې بجووغوځېدې اوشپه پرې دپنجدې په دښته کې سبا شوه .
دهنددبهرنېیوچارووزیر« هنري مورټایمر ډېیورند »امیر عبدالرحمان ته دپنجدې دسقوط خبر ورکړاوامیردغه وخت په ۱۸۸۵کال په هند کې و، چې دهند دنیمې وچې له نوي وایسراې سره وګوري ،چې مرستې ترلاسه کړي .
ولې ددومره فشارونه سره سره،یوشمېر بریتانوي څېړونکي ، چې په دې لړ کې
« ډیویډلاین » یادولی شو، وایي ، « امیر هیڅکله دسلیمان په غرونودانګرېزانوواک اوځواک ته غاړه نه وه ایښې … ان تراباسین پورې … داورګاډي دتېرولولیکه یې داسې ګڼله،« لکه زما په زړه چې چاړه تېره کړي .» امیرډیورنډ ته ولیکل که قبایل زما له واکه بیل کړۍ ز ما اوستاسو له ښې اوځي …»(وګورۍ ډیویډلاین ۱۴۱مخ ) امیرځکه ملا نجم الدین اخون ته د«اسلام رڼا » نوم ورکړی و،چې دانګریزانو ضد وو.
د پیښور په بیلابېلو سیمواو په دې لړ کې دخیبر پاڅون،چې داګریزانوټولې پوځي چوڼۍ یې وسوځولې دانګریزانو صوبه دارمرسل خان له خپل یو زوې سره (په داسې حال کې چې دوه زامن یې دپاڅون والو ملګري وو) وتښتېد ،چې دټولوشمېر۳۷۴ته رسېده اوپه باې کې مرسل خان ووزل شو او(۵۰۰۰۰) وسلې پاڅون والولاس ته ورغله اودپېښورهغه ستره پوځي قطعه چې بایدورغلې وی له وېرې ونه لېږله ا ودا ځکه چې دانګریزانو۱۲۰۰۰» دولس زر ه ځواکونه تارومار سول اودشملې په غونډه کې دایوه شرمه وونکې ماته وبلل شوه .
پاچا امان الله بایدپه دې پوه شوی وی چې څوک دسولې په خبروکې برخه واخلي ؟ په کار وچې محمود طرزي اویاپخپله نادرخان … ځکه چې انګریزان لومړۍ نړیوالې جګړې ځپلي ول ،کورنۍ اوبهرنۍ ستونزې ورله غاړې وې .
دې کې هم شک نه وو چې امان الله په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر ستونزې لرلې ،نو ځکه یې متارکه غوره و ګڼله، هغه هم پدې اند چې په لومړي سرکې د هېواد خپلواکي په خپله یو ستر بری دی.
د دواړو لورو لخوا یو شمېر لیکونه ښکته وپورته شول… د ساري په توګه لارډ چېلمسفورډ چې د جون په دریمې (۳) نېټې (۱۹۱۹ ز کال) د اوربند لپاره کوم وړاندیز ونه کړي ول، پاچا امان الله یې په جواب کې وکښل(۱۱/۶/۱۹۱۹) :
افغانانو چې تل یې له خپل هېواد ،مذهب او ویاړونو نه د دښمن په وړاندې دفاع کړې او جنګېدلي دي او یرغلګروته ماته ورکړې ده ، نو بیایې د وایسرای وړاندیزونه ونه منل.
لکه څنګه چې افغانانو د انګرېزانو د هوایې بريدونو په وړاندې مظاهرې وکړې ، دارنګه پاچا هم ګواښ وکړ، که چيرې زه افغانانو ته ووايم چې ستاسو په الوتکو بريد وکړي نو افغانان به سر غړونه ونه کړي.
له دغو ځرګندونو وروسته د لندن مرکزي حکومت په ټینګار د برتانوي هند وایسرای یو پلاوی د هملتون ګرانت Hamelton Grant په مشرۍ وټاکه چې د راولپنډۍ د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
له افغان لوري نه هم یو پلاوي ته د کورنیوچارو وزير د علي احمدخان په مشرۍ دنده و سپارل شوه ( دنده یې هم نه ګڼل کېده )،چې د جولای په میاشت کې هند ته دخبرو لپاره لاړ شي.
افغان پلاوي د جولای په (۲۵) نېټې پرته له عبدالهادي داوي نه چې له علي احمد خان سره یې له تللو ډډه وکړه راولپنډۍ ته ورسېد، چې غړي یې دغه کسان ول:
سردار محمدیونس خان ،سردار عبدالعزیزخان، غلام محمد خان، ډاکترعبدالغني خان هندي او «افغاني هندو نرجن داس …
پلاوي ته دپرېکړې واک داسې په ګوته شوي وه، چې په لمړي سرکې د افغانستان بشپړه خپلواکي، د ډېورنډ پورې غاړې ته د پرتو قومونو په ځانګړي ډول د مسیدو، وزیرو، اپريدي، مومند چې له افغانستان نه یې ملاتړ کړی دی د حقوقو ساتنه ، د جګړې تاوان او دجګړې مسولیت چې لومړی انګرېزانو پیل کړېده … دا ځکه چې د امان الله خان مکتوب ته یې په وخت ځواب ونه ویل.
له دې سر بېره تاریخ پوه غبار هم په دي اند دی چې د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزی هم د یوې لیکنې له مخې پلاوي ته ښودنه وکړه چې هرو مرو په دغه ټکو ټینګار وکړي:
د پلاوي غړي باید درایو په یوالي سره پرېکړه وکړي، پلاوی تر هغه بریده واک لري چې ورته ورکړل شوی دی… له هغې آخوا باید پلاز او مرکز نه هدایت وغواړي .
(خو کاشکې چې طرزي دې دندې ته ګومارل شوى وى).
هغه څه چې ډېر اړین دي او سر غړونه ترې ناشوني ده هغه د افغانستان بشپړه خپلواکي د یو شمېر سرحدي سیمو په ګډون.
امان الله خان هم د جبهو پوځي مشرانو ته وکاږل:
چې برتانوي چارواکي سوله غواړي، که چېرې دغه سوله د افغانانو خپلواکۍ ته درناوی وي زموږ پت او عزت پکې خوندي وي خو ښه، او که چېرې نه وي نو جهاد ته دوام ورکړی.
د سولې پلاوي د جولای په ۲۶ نېټې (۱۹۱۹ ز کال) په راولپنډۍ کې خبرې اترې پیل کړې.
انګرېزانو ته دا ډېره ګرانه وه چې د افغانستان بشپړه خپلواکي و مني دا ځکه چې دويته افغانستان د هند دروازه وه. خود«ګرانت grant) د څر کندونو له مخې افغانانو یوازې (ibid،۱۲۴ مخ) د دې لپاره جګړه کوله چې هېواد یې بشپړه خپلواکي ولري.[18]
افغان پلاوې په دې ټینګار کاوه چې تر هغې به بېرته هېوادته ستانه نشي چې افغانستان په رسمیت و نه پېژندل شي ، نو ځکه دا ناشونې وه چې موږ د افغانستان خپلواکي ونه منو.
د برتانوي هند وایسرای چېلمسفورډ هم دا منلې وه چې په منځنۍ اسیا کې د ولسونو ملي احساس… او د بلشویکانو شعارونه په سیمه کې یو شمير بدلونونو ته لاره پرانيستى وه.
د بهرنیو چارو سکتر ګرانت grant هم د غونډې د بلې ورځې پایله ،دافغان پلاوی له خولې د برتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر ته وویل:
افغانان په خپلو ژمنو دومره ټینګار کوي چې د وزیرستان او نورو قبایلو سیمو په ګډون د لوی افغانستان د خاورې غوښتونکي دي.
ان تر دې چې له بلشویکانو هم غوښتنه کوي چې د پنجده او کشک سيمې هم بیرته افغانانوته ورکړي.
د برتانوي هند دارشیف په پتو اسنادو کې هم د ګرانت له قوله د افغانانو د انګېرنو په تړاو داسې راغلي دي.
په بهرنیو اړیکوکې د افغانستان خپلواکې، د پاتې اعانې ورکړه، د نوو مرستو ژمنه، د جګړې تاوان، مومندو او اپريدیو جنګیالیو ته زیان نه رسول.
افغانستان ته د ډېورېنډ د کرښې پورې غاړې د قبایلي سیمو په سرکې د وزیرستان سپارل.[19]
عبدالصمد دغوث د Ibid «له انده (۱۲۹ مخ» کښلي دي چې افغان پلاوي «ګرانت» ته وویل:
ټولې قبایلي سیمې افغانستان ته و سپارئ، ښایې برېتانیه په راتلونکي کې مشکلات ونه ګوري… کوم لګښت چۍ انګرېزان یې کوي دهغه نیم لګښت د افغانستان ته ورکړي.[20]
ګرانت له افغان پلاوي نه و غوښتل چې هندي انقلابیون له خپلې خاورې وباسي. خو افغانانو په قبایلی سیمو ټینګار وکړ دوی هم له خپلې خبرې پر شاشول.
د دواړو غاړو تر منځ خبرې اوږدې شوې چې ان د اګسټ تر شپږمې (۶) نېټې پورې دوام وکړ.
ګرانت د پرلپسې تلګرامونو له مخې د خبرو اترو د هر پړاو په تړاو د برتانوي هند چارواکوته نوي معلومات ورکول. ولې علي احمد د محمود طرزي د «رهنمود» خلاف له کابل سره هېڅ اړیکه ونه نیوله او په خپلې سر تمبګۍ او د خپل ژباړن ډاکتر عبدالغني په سلا یې ټینګار کاوه.
د علي احمدخان په تړاو ګرانت په یو شمېر تلکرامونو کې ویلی دي:
علی احمدخان د خپلو ملګرو په منځ کې یوازینی کس دی چې سولې ته ژمن ښکاري… دې له موږ سره ښې اړيکې غواړي اوما له علي احمد خان نه وپوښتل چې د پلاوي غړي غواړي چې موږ سره تړون لاس لیک کړي؟
ده وویل کفایت کوي چي یوازې زه یې لاسلیګ کړم… له دې څخه څر ګندېږي چې نور ملګري یې نه غواړي چې موافقه لاسلیک شي.[21]
په پای کې د اګست په اتمه(۸) نېټه دواړې غاړې په سر کې علي احمد خان او ګرانت دې پایلې ته ورسېدل چې یو پنځه فقره ییزه موافقه لاس لیک کړي چې لنډيز یې داسې دی:
علی احمدخان د خپلو ملګرو په منځ کې یوازینی کس دی چې سولې ته ژمن ښکاري… دې له موږ سره ښې اړيکې غواړي اوما له علي احمد خان نه وپوښتل چې د پلاوي غړي غواړي چې موږ سره تړون لاس لیک کړي؟
ده وویل کفایت کوي چي یوازې زه یې لاسلیګ کړم… له دې څخه څر ګندېږي چې نور ملګري یې نه غواړي چې موافقه لاسلیک شي.[21]
په پای کې د اګست په اتمه(۸) نېټه دواړې غاړې په سر کې علي احمد خان او ګرانت دې پایلې ته ورسېدل چې یو پنځه فقره ییزه موافقه لاس لیک کړي چې لنډيز یې داسې دی:
۱ – تر لاس لیک نه وروسته د افغانستان او انګرېزانو تر منځ د سولې پایښت.
۲- افغانستان نشي کولاي چې دهند له لارې خپل هېوادته وسله وه لېږدوي.
۳- کومۍ پېسې چې امیر حبیب الله خان ته ورکړ کېدلې او د برتانوي هند په خزانه کې خوندي دي پاچا امان الله ته به نه ورکول کېږي.
۴- که چېرې د شپږو میاشتو په موده کې افغانستان د انګرېزانو ددوستۍ جوګه شي، نو بیابه د یوبل پلاوي تر منځ خبرې پیلېږي.
۵- د افغانستان او هند تر منځ هماغه پوله د منلو وړده چې دامیر حبیب الله په مهال منل شوې وه.
د میرغلام محمد غبار په اند چې کله علی احمدخان دغه موفقه لاسلیکوله نو وه رېږدېده او دانګليس په ګټه یې امضا کړه.[22] ولې بیا هم دموافقې خلاف برتانویانو د خیبر لوېدیز ته خاوره چې افغانانو پرې دعوه درلوده په خپل قلمرو کې ونېوله.له دې سربېره په حقوقي ډول پلاوي ته ویل شوي ول د خپل واک په چاپېریال کې د پرېکړې حق لرئ او هم بایدد رایو په اتفاق پرېکړه وشي.
ولې هر څه علې احمد خان وکړل، خو کله چې کابل ته ورسېد… لومړى امان الله دی ورټه او وروسته یې و غوښتل چې اعدام یې کړي.
ولې مور یې د ځپل وراره په ملاتړ و درېده او ان داچې خپله لور یې ورته په نکاح کړه.
دغه تړون د اګست په ۸ نېټه د اسد په ۱۸ مه لاسلیک شو پلاوی په لسو ورځو کې ورسېد او پاچا د اګست په (۱۸) پرۍ لاسلیک وکړ پدغه ورځ په ارګ او زرنکار کې خلکو جشن ونیو.