تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) په خوست ولایت کې د سرو املوکو سږني حاصلات نېږدې ۲۲ زره ټنه ښودل شوی دی.
د یاد ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، چې په دغه ولایت کې پر ۶۹هکتاره ځمکو کې د سره املوکو باغونه جوړ شوي او سږ کال به ترې ۲۱زره او ۵۲۸ټنه حاصلات راټول شي.
د طالبانو د ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي چې، د حاصلاتو دغه ډېروالی د خوست ښه اقلیمي شرایطو او د بزګرانو د پوهاوي پایله ده.
په دې وروستیو کې په خوست او یو شمېر ولایتونو کې د سرو املوکو باغونه زیات شوي او ورځ نه بلې ته په هېواد کې د سرو املونو تولید په زیاتېدو دی.
کرنیز پوهان وایي، د افغانستان دیو شمېر ولایتونو لکه خوست، لغمان، ننګرهار ښه آب و هوا د میوه جاتو په ځانګړي ډول د سرو املوکو زیات عاید ته زمینه برابره کړې ده.
خوستي بڼوال هم سږني حاصل ته خوشبینه دي او د ښې ګټې تمه لري.