Homeخبرونهله پاکستان، ایران او ترکیې نه تېره اونۍ تر۸۰زره ډېر افغانان ستانه...

له پاکستان، ایران او ترکیې نه تېره اونۍ تر۸۰زره ډېر افغانان ستانه کړای شوي

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه)د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې له ایران، پاکستان او ترکیې نه ۸۰زره او ۸۰۰افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه وزارت وایي، ۴۸زره ۸۰۰ کسان له پاکستانه، ۳۱زره او ۸۰۰ له ایران او پاتې نور له ترکیې نه ایستل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاتوي چې، دغه کډوال په جبري توګه او ځینې نور یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.

طالبان له افغانانو غواړي چې له ناقانونه کډوالۍ ډډه وکړي.

خو بل لورته بیا نیوکې دا دي چې، په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتون او بېوزلۍ له امله اړ دي په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...