Homeخبرونهد افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړی سیدعزیز پولنډ کې زنداني دی

د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړی سیدعزیز پولنډ کې زنداني دی

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) د افغانستان د آزادو سیالیو مبارز لوبغاړی سیدعزیز قاضي خاني په پولنډ کې زنداني دی.

د هغه ورور عطاء الله قاضي خاني رسنیو ته منلې چې ورور یې کابو درې میاشتې کېږي په پولنډ کې زنداني دی.

د یاد لوبغاړي کورنۍ د قاضي خاني زنداني کېدو لامل په غیر قانوني ډول له روسیې، جرمني ته د هغه تګ یاد کړی دی.

عطاالله قاضي خاني ۲۱ کاله عمر لري او په بېلابیلو کورنیو او بهرنیو آزادو سیالیو کې یې خپل سیالان مات کړي دي.

د قاضي خاني مینه وال هم د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي او پر هغو خلکو غږ کوي چې په دې برخه کې مرسته کولی شي او د دغه لوبغاړي لاسنیوی کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...