تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپانې په یوه خبر کې ویلي چې، پاکستان کې اوسمهال کابو ۱۹ زره افغانان امریکا ته د تګ په انتظار دي.
په خبر کې راغلي، چې واک ته د ډونالډ ټرمپ تر رسېدو وروسته له دغو افغان پناه غوښتوونکو یو هم نه دي منل شوي.
د واشنګټن پوسټ په خبر کې زیاته شوې چې دا افغان پناه غوښتوونکي له یوه لوري له نا معلوم برخلیک سره مخ دي او له بل لوري د پاکستاني حکومت له لوري بېرته افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
سرچینه زیاتوي چې، د پاکستان حکومت د دغو افغان پناه غوښتوونکو په تړاو له امریکا سره په خبرو بوخت دی او خبرداری یې ورکړی چې هلته مېشت پناه غوښتوونکي افغانان دې ومني که نه بېرته به یې افغانستان ته وشړي.
دغو افغان پناه غوښتوونکو په وار وار پاکستان کې د مدني اعتراضونو له لارې د امریکا له حکومت غوښتنه کړې چې د دوی قضیو ته دې تر هر څه ژر رسېدنه وکړي.
د یادونې ده چې پاکستان د روان ۲۰۲۵ کال د تېرې سپتمبر میاشتې ۳۰مه نېټه امریکا ته په انتظار افغان پناه غوښتوونکو د پاتې کېدو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.