Homeخبرونهاندونیزیا کې د ښوونځي د ودانۍ نړېدو پېښه کې ۵۰ زده‌کونکي مړه...

اندونیزیا کې د ښوونځي د ودانۍ نړېدو پېښه کې ۵۰ زده‌کونکي مړه شوي

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) د اندونیزیا په «جاوا» ولایت کې د یو ښوونځي د چت نړېدو له امله ۵۰ زده‌کوونکي مړه او ۱۳ نور لادرکه دي.

رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې دا پېښه د ودانۍ د غیرمعیاري جوړېدو له امله رامنځته شوې او په قربانیانو کې ډېری یې تنکي ځوانان دي.

د یاد اژانس په راپور کې د اندونیزیايي چارواکو په حواله ویل شوي، چې هلته لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او تر دې دمه ۸۰ سلنه خاوره پلټل شوې ده.

د ویلو ده چې دا پېښه د «ال‌خزیني» په نوم ښوونځي کې شوې او تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.

د راپورونو له مخې، ښایي د مړو شمېر زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...