جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالب مسوولان: افغانستان کې د ټاپي نللیکې چارې په چټکي دوام لري

طالب مسوولان: افغانستان کې د ټاپي نللیکې چارې په چټکي دوام لري

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژېکارونه په چټکي دوام لري.

همایون زیاتوي چې د ټاپي پروژې لپاره ۱۰۰ کیلومټره مسیر سروې او ۷۱ کیلومټره مسیر اوار او پایپ لاین غځولو ته چمتو شوی دی.

نوموړی وایي، دغه راز د یادې پروژې په اوږدو کې ۶۸ کیلومټره سړک هم غځول شوی.

د مالوماتو له مخې ټاپي پروژه به ۱۸۱۴ کېلومتره اوږدوالی ولري چې ۲۱۴ کيلومتره یې په ترکمنستان، ۷۷۴ کيلومتره یې په افغانستان او ۸۲۶ کیلومتره به یې د پاکستان په خاوره کې تر هنده غځول کېږي.

دا نللیکه د ترکمنستان له دولت ‌اباد څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز لیږدوي.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، افغانستان به د دې نللیکې د حق‌العبور له لارې په کال کې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې عاید ترلاسه کړي.

دوی زیاتوي دغه راز په غیر مستقیم ډول به دا پروژه د اقتصاد په وده کې د خلکو د عوایدو په زیاتوالي، د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو، صنعت، په هېواد کې د ګازو د بیې په راټیټولو، په منځنۍ او سویلي اسیا کې به د افغانستان پر اقتصادي او ستراتیژیک موقف او اهمیت ښه اغېز وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب