جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه هرات کې یوه ښځه د ۳ میلیون افغانیو غلا په تور...

په هرات کې یوه ښځه د ۳ میلیون افغانیو غلا په تور نیول شوې

تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، هرات کې یې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه ښځه نیولې ده.

نوموړي نن دوشنبه د تلې ۱۴مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مېرمن هرات کې د طالبانو د پولیسو له‌خوا نیول شوې.

هغه لیکلي: «يوه ښځه څه د باندې د ۳ ميليونو افغانيو د غلا په تور ونيول شوه! د هرات پوليس ځواکونو له لوري يوه ښځه څه باندې د درې ميليونو افغانيو د غلا په تور ونيول شوه چې نوموړې په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی او دوسيه به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.»

په ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې چې دغه پیسې بېرته خپل څښتن ته سپارل شوي دي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...