جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجرمني وايي، د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره...

جرمني وايي، د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د جرمني د کورنيو چارو وزير ويلي، برلين به له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د ایستلو په اړه مخامخ خبرې وکړي چې په جرمني کې په جرمونو تورن يا مجرم پېژندل شوي دي.

الکساندر دوبرينت له بیلد ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې د اکتوبر په ۵مه (يکشنبه) خپره شوې، وويل:

«د هغو مهاجرو اخراج چې مجرم پېژندل شوي، بايد په منظم او سيستماتيک ډول ترسره شي. له همدې امله موږ اوس په کابل کې مستقيمې خبرې پيل کړې دي، څو مجرمان او احتمالي امنيتي ګواښونه په دايمي ډول له منځه يووړل شي.»

د جرمني د کورنيو چارو وزارت هم تاييد کړې چې د دې هېواد يو پلاوی د تېرې چهارشنبې په ورځ له طالبانو سره په کابل کې ليدلي او خبرې يې کړې دي.

دوبرينت دغه خبرې «تخنيکي» بللې دي.

جرمني لاهم د طالبانو حکومت په رسميت نه‌پېژني، خو تر دې وړاندې يې له طالبانو سره د قطر او ازبکستان له لارې اړيکې ساتلې.

دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهيسې، يعنې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ځانګړو چارټر الوتکو له لارې لسګونه افغانان چې په جرمونو تورن وو، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

د جرمني ترڅنګ سویس هم د طالبانو له استازو سره په خپله خاوره کې کتلي او د هغو افغانانو د ستنولو په اړه یې ورسره خبرې کړي چې په سویس کې په جرمونو تورن شوي یا یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

همداراز بلجیم ویلي چې له طالبانو سره د یو شمېر رد شویو افغانانو د ستنولو په اړه مخامخ خبرې کوي.

جرمني يوازینی اروپايي هېواد دی چې د روان کال د جولای په مياشت کې يې د طالبانو د دوو استازو باورليکونه منلي او هغوی ته يې اجازه ورکړې چې د افغانستان په سفارت (برلين) او قونسلګرۍ (بن) کې کار پيل کړي.

د جرمني د حکومت وياند ستيفان کورنيليوس وويل، د طالبانو دا قونسلي استازي د افغان مجرمانو په ایستلو کې د همغږۍ لپاره منل شوي دي.

ويل کېږي چې د طالبانو استازي جرمني ته رسېدلي او د دوشنبې په ورځ يې کار پيل کړی. د دې اقدام په غبرګون کې د افغانستان د قونسلګرۍ پخوانيو ډيپلوماټانو په بون ښار کې په ډله ییز ډول استعفا ورکړه او قونسلګري يې وتړله خو وروسته طالب استازي قونسلګرۍ ته ننوتل او هغه یې پرانیسته.

جرمني دا مهال د شاوخوا ۴۵۰ زره افغانانو کوربه دی– له دې ډلې ځينې د جرمني تابعيت لري، خو زياتره يې پناه‌غوښتونکي دي چې ډېری د لنډمهالې يا دايمي استوګنې اجازه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب