سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد ایران د سپاه پاسداران قوماندان وايي ځواکونو یې ۱۸ «ترهګر» تاجک...

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان وايي ځواکونو یې ۱۸ «ترهګر» تاجک افغانان وژلي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۴ مه) د ایران د سپاه پاسداران د مځکني ځواک قوماندان جنرال محمد پاکپور وايي، ځواکونو یې د سیستان او بلوچستان ولایت په پوله کې ۱۸ افغان تاجک انتحاریان وژلي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال پاکپور نن (دوشنبې) په زاهدان کې قومي مشرانو ته په خبرو کې وویل چې په سیستان او بلوچستان کې د ناامنۍ زیاتېدا د صهیونیستي رژیم او ایران له دښمنۍ سره تړاو لري.

د ده په وینا، هر څومره چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ زیاتېږي، په هماغه اندازه د ایران په جنوب ختیځه سیمه کې امنیتي پېښې ډېرېږي.

ده ټینګار وکړ چې په دې بریدونو کې ایراني اتباع ښکېل نه دي بلکې بهرنیان دي چې د تېلو د کاروباریانو په نوم او د ایران په جعلي اسنادو د ایران خاورې ته اوړي.

ده زیاته کړه:«۱۸ افغان – تاجک اتباع چې د چهابهار، راسک او پارود په عملیاتو کې ووژل شول، انتحاریان وو چې د سونګ موادو د کاروباریانو په پلمه ایران ته رااوښتي وو.»

تر دې وړاندې ایران ویلي و چې د دغه هیواد په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې بمي او انتحاري بریدونه د داعش تاجکستاني اتباعو کړي وو.

د روسیې د مسکو د کنسرت په هال کې بریدونه هم د تاجکستاني اتباعو کار بلل شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې یو ایرانی چارواکی د خپل هیواد په امنیتي پېښو کې افغانانو ته د تور ګوته نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب