سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت؛ ننګرهار کې یوه ښځه په دُرو وهلې

د طالبانو حکومت؛ ننګرهار کې یوه ښځه په دُرو وهلې

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۴مه) د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یوه ښځه په دُرو وهلې ده.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور، په ۳۹ دُرو وهل شوې ده.

د یادونې ده چې د طالبانو سترې محکمې پرون هم په ننګرهار کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی و.

یوناما هم په خپل تېره پنجشنبه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي،چې طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق کړي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو د طالبانو له حکومت نه غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.

2 COMMENTS

  1. فکر نکوم شریعت نن سبا داسی آوامرو ساز ګاره وی. ګوری دا ښځه مربوط په یوه قوم ده نه دا چی دی ښځی ته سزا ورکړل شوه بلکی ټول قوم ته توهین وشو. ټول فامیل یا خاندان یی نور د ولس منځ بی عزته او بی حیثیته شو. بهتر خو دا وه چی دا ښځه د ښځو زندان ته وړ شوی وی او ورته مطابق د قانون جزا ورکړل شوی وی.

    بله دا چی آیا څلور شاهدان حاضر او د خلکو تر مخ یی شاهدی ورکړی؟

  2. طالب کله په قوم پورې تړلی دی هغه یو لنډغر کیفي روان دی هر چیرته یې چې ګټې وي هلته دا جاهل لکه د مردارې مچ لګیا وي ! د ښځې لپار دورې غیرې پښتني او غیر انساني دي خو دوی په قرا ئنو انسانان دوېرې ، طالب د خلقیانو د مخ یوه هنداره دی ! نالت پر دې فاسدینو چې زمونږ دمندو او خوندو حقوق خوري !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب