Homeخبرونهافغانستان کې نن د زونونو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیلېږي

افغانستان کې نن د زونونو ترمنځ فوټبال سیالۍ پیلېږي

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۴مه) د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چې د افغانستان د زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ نن دوشنبه پيلېږي.

یادې سیالۍ د پینځو زونونو ترمنځ د هرات په کوربتوب پيلېږي.

د معلوماتو له مخې له دې سیالیو به دوه مخکښې لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لار مومي.

هرات، ننګرهار، کابل، هلمند او بلخ کلبونه په دې سیالیو کې برخه لري. د دې سیالیو لومړۍ لوبه د هرات او کابل استازو کلبونو ترمنځ ترسره کېږي.

وروستۍ لوبه به د نومبر په ۱۰مه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...