Homeخبرونهم.م. افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته څه کم ۷...

م.م. افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته څه کم ۷ میلیارد ډالره مرسته ترلاسه کړې

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان ته شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره بشري مرستې رسېدلې دي.

په دې راپور کې، چې د “افغانستان د بشري مرستې اغېز تحلیل ۲۰۲۱-۲۴” په نوم د یکشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د مرستو کچه نژدې ۳.۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شوه، چې دا د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته تر ټولو زیاته یا ریکارډ مرسته وه – چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ۲۹.۲ میلیون اړو کسانو ته مرستې برابرې کړې.

راپور د اړمنو کسانو په زیاتوالي کې د څو مهمو لاملونو یادونه کړې ده، چې پکې د بانکي سکتور ګډوډي، د دوه اړخیزو پرمختیایي همکاریو د ناڅاپي ځنډیدو له امله رامنځته شوې “سخته” اقتصادي کمزوري، د خوراکي توکو ناامني او د بې‌وزلۍ د کچې لوړوالی، په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو بدې وچکالۍ، او د عامې روغتیا د سیستم د احتمالي سقوط اندېښنې شاملې دي.

راپور زیاتوي، که څه هم له هغه وخته وضعیت تر یو حده ثبات موندلی، او د جګړې له کبله بې‌ځایه کېدل نژدې په بشپړ ډول تم شوي، او د خوراکي توکو په ناامنۍ او بې‌وزلۍ کې نازکې پرمختیاوې شوي، خو افغانستان لا هم د طبیعي افتونو، د اقلیمي بدلون اغېزو او جیوپولیټیکي حالاتو پر وړاندې “بې‌حده” زیانمن دی، چې ټول یې په هره شېبه کې نوې اړتیاوې رامنځته کولای او موجودې ستونزې زیاتولای شي.

راپور د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قانون د خپرېدو په اړه د راپورونو په حواله ویلي چې د ښځو پر مخ زیاتېدونکي محدودیتونه دا څرګندوي چې افغانستان په خپله “اساساً له یو محافظتي بحران” سره مخامخ دی.

راپور زیاتوي چې مرستو په تېرو درې کلونو کې د بحران د لا خرابېدو، په شمول د قحطۍ، مخنیوی کړی دی.

راپور وايي چې د بشري مرستو ټولنه د افغان ښځو او نجونو لپاره د هغوی د حقونو پر وړاندې د زیاتېدونکو محدودیتونو په منځ کې د دفاع ” لومړۍ کرښه” ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...