پوهاند نصرالله سنانکزی
(اتمه برخه)
۲۲ – د ملگروملتونو (Unitif Nation) تاسیس:
وروسته تر ډیرو بحثونو او ناستو او تړونونو (چي په مخکنۍ برخو کي یي بادونې وشوي)، ملگري ملتونه د یوه نړۍ شموله بین المللی بنسټ (نهاد) په توگه د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴، نیټه تاسیس شو.
د دې بنسټ موسسانو د ملگرو ملتونو منشور چي ۱۱۱ مادې لري او د نړیوال عدالت محکمې اساسنامه چي ۱۰۱ مادي ده، چي په کې د دې بنسټ اهداف، تشکیلات، مالی مسایل او د فعالیتونو څرنگوالی منعکس شوی لاسلیک او نافذ کړ.
د ملگروملتونو منشور؛ د نړي نورو هیوادونو ته چې د منشور مواد ومني او د غړیتوب شرایط ولري، بلنه ورکړه چې کولای شي د هغه غړیتوب تر لاسه کړي، چې د هغه پر اساس د نړۍ تقریبا ټولو هیوادونو یې په تدریج سره غړیتوب تر لاسه کړ، چې اوس یې د غړو شمیر ۱۹۳، هیوادونو ته رسیږی او افغانستان یې د ۱۹۴۶ زیږدیز کال د نوامبر په ۱۴ نیټه (د ۱۳۲۵ لمریز کال د عقرب د میاشتې ۲۳ نیټه) غړیتوب تر لاسه کړ.
د منشور له مخې د ملگروملتونو اهداف او موخې دا دي:
– د نړیوالې سولې او امنیت ساتنه؛
– د نړیوالو ستونزو حل د خبرو اترو له لارې؛
– ملتونو ته د خپل برخلیک د ټاکلو د حق تامین،
– په نړیواله کچه همکارۍ،
– بشري حقوقو او انساني ازادیو ته درناوی؛ او
– د نړیوالو همکاریو همغږۍ کیدل.
دغو اهدافو او موخو ته رسیدو له پاره ملگري ملتونه دغه اصلي تشکیلاتی جوړښت لري:
– عمومي ټولنه (General Assembly)؛ چي ټول غړي هیوادونه یې غړیتوب لري؛
– د امنیت شورا (Security Council): دا شورا ۱۵ غړي لري؛ چې پنځه (امریکا، برتانیا، فرانسه، چین او روسیه) یې دایمي غړي او د ویټو حق لري او لس نور یې غیر دایمي دي چې د منشور له مخې د دوو کالونو له پاره په دوره یي بڼه له منشور سره سم ټاکل کیږي؛
– اقتصادی او ټولنیزه شورا (Economic and Social Council): دا شورا ۵۴ غړي لري چې د دریو کالونو له پاره د عمومي ټولنې له خوا ټاکل کیږي؛
– د قیمومیت شورا (Trusteeship Council): د دې شورا فعالیتونه وروسته تر هغه وځنډول شول چې په کال ۱۹۹۴ زیږدیز کې کله چې د پالایو (Palau) جزایر په آرام سمندر کې د دې شورا له قیمومیت څخه خلاص شول او د یوه خپلواک هیواد حیثیت یې تر لاسه کړ؛ نور نو په نړۍ کې د دې شورا تر قیمومیت لاندي بله سیمه نه شته؛ خو د اړتیا په صورت کې د ملگرو ملتونو امنیت شورا او عمومي ټولنه کولای شي دا شورا له تعلیق څخه راوباسي.
– دارالانشا (Secretariat): دا د ملگرو ملتونو د مسلکي او اداري او مالي چارو د اجرا کوونکې په توگه له یوې خوا؛ او له بلې خوا د دې بنسټ د پریکړو په عملي کولو او نړیوالې همکارۍ په همغږي کولو کې لوی رول لري.
د دارالانشا په سر کې سرمنشي دی چې د عمومي ټولنې له خوا له امنیت شورا سره له مشورې وروسته د پنځو کالونو له پاره ټاکل کیږي او دا موقف د بیا ځلې له پاره د تمدید وړ هم دی.
۶- د عدالت محکمه (International Court Of Justice ): دا محکمه د ملگرو ملتونو د قضایې اورگان په توگه یوه ۱۰۱ ییزه اساسنامه لري؛ چې له مخې يې دوه دندې لري: د غړو هیوادونو تر منځ د حقوقي شخړو او دعواوو حل او فصل او د نړیوالو. موازینو له مخې دولتونو اونړیوالو بین الدولتي سازمانونو ته حقوقي مشوره ورکول دي.
دغه محکمه چې مرکز یې د هالند د پاچاهي دولت په هاګ کې دی؛ ۱۵ قاضیان لري چې د نهو کالونو (یو ځل د تمدید وړ هم وي) له پاره د غړیو هیوادونو د حقوقپوهانو له منځه د امنیت شورا او عمومي ټولنې له خوا غوره کیږي.
په پای کې باید له یاده و نه باسو چې د ملگروملتونو مرکز یا مقر د امریکا د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې دی.
۲۳ – د کوریا د اوربند هوکړه لیک ۱۹۵۳ (Korean Armistice Agreement 1853) :
دغه موافقتنامه د هغې درې کلنې (۱۹۵۰ – ۱۹۵۳ لمریز) جگړې د درولو په موخه د ملگروملتونو په مرسته د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د ۱۹۵۳ لمریز کال د جولای په ۲۷ نیټه د دواړو کوریاوو او د ملگرو ملتونو د استازو له خوا له لاسلیک شوه.
په دې موافقه لیک کې په لاندو ټکو باندې هوکړه وشوه:
– د دواړه کوریاوو تر متځ اوربند؛ او د اوربند د څارنې له پاره د یوه گډ پوځي کمیسیون جوړول؛
– د پوځي حایلې سیمې (Demilitarized zone یا DMZ) رامنځ ته کیدل: او
– د بندیانو تبادله.
دغه هوکړه لیک یوازې د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ جگړه ودروله او لا تر اوسه هم دوام لري او د سولې د کوم دایمي تړون سبب شوی هم نه دی.
د یادونې ده چې دا هوکړه لیک په عمل کې کوریا په دوو هیوادونو وویشله.
(نور بیا)
په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه | پوهاند نصرالله ستانکزی