یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهازبکستان د ترانس ـ افغان ریللار پر اهمیت ټینګار وکړ

ازبکستان د ترانس ـ افغان ریللار پر اهمیت ټینګار وکړ

تاند ( دوشنبه د عقرب ۷مه) د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف د ترانس ـ افغان رېللار پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي دا لار د منځني اسیا او سویل ختیځې اسیا د هېوادونو نښلولو یو ښه فرصت وباله.

دغه ازبک چارواکي له «ترند نیوز» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د ځمکې لاندې طبیعي زیرمې لري او په فعاله توګه یې صادروي.

د هغه په وینا د ترانس ـ افغان ریللار به یوه مهمه وسیله وګرځي، چې په نړیوال اقتصاد کې د ګډون لپاره د سیمې هیوادونو ته یو فرصت په لاس ورکړي.

محکموف زیاته کړه چې د دې لارې جوړېدل به ازبیکستان – افغانستان-پاکستان، هند او چین سره وتړي او د هند – پاکستان -افغانستان-ازبیکستان-قرغزستان -چین ترمنځ یو پیاوړی اسیایې کوریدور رامنځته کړي.

ازبکستاني وزیر تر دې وړاندې ویلي وو، چې د ترانس‌-افغان ریللار به کم تر کمه ۵ کاله وخت ونیسي. د دې پروژې لومړنۍ قیمت ۵ ملیارده ډالر اټکل شوی دی.

1 COMMENT

  1. MY QUESTION FROM TALIBS SPECIAL MULA ABDUL GHANI BROTHER?
    IS NANGARHAR A PROVINCE OF AFGHANISTAN?
    IF YES?
    WHY WE DONT HAVE ANY NEWS ABOUT REBUILD/LIKE KUNER RIVER DAMES/
    GAMBIRY AGRECALTURE PROGRAM/KABUL&JALALABAD SECOND ROADS,
    IN NANGARHAR WE DONT HAVE ANY OLD OR ELDER OR LEADER FOR ASK.
    ASHRAF GHANI/AND HAMID KARZAI BECOME PRESIDENT BY MASHRIQI VOTE
    BUT THEY PLAY WITH NANGARHAR.
    NOW TALIBS ALSO LOOK LIKE PUKHTOONS BUT DON,T DO NOTHING FOR NANGARHAR,
    NANGARHAR AND KUNER GOVERNERS ALWAYS GETTING MONEY FROM PAKISTAN
    THANKS FROM TAAND MANAGEMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب