Homeخبرونهپه شبرغان کې یوې مور ۶ ماشومان وزېږول

په شبرغان کې یوې مور ۶ ماشومان وزېږول

تاند (دوشنبه، د عقرب ۷ مه) د جوزجان ولایت په یوه خصوصي روغتون کې یوې ښځې شپږ ماشومان زېږولي دي.

دا ماشومان، چې څلور نجونې او دوه هلکان دي، د عقرب په شپږمه (د یکشنبې په ورځ) د شبرغان په شکران خصوصي روغتون کې زېږېدلي دي.

د روغتون رییس کاظم صدیقي ځايي رسنیو ته وویل چې هم د مور او هم د ماشومانو روغتیايي وضعت ښه دی.

د روغتون ډاکټرانو هم د ماشومانو روغتیا د قناعت وړ بللې دی.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ د نوومبر په وروستیو کې د پکتیکا ولایت په زېړوک ولسوالۍ کې یوې ښځې ۶ ماشومان زېږولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...