پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeکالمونهمرهوند وحشت سيمفوني | محمود مرهون

د وحشت سيمفوني | محمود مرهون

زه چي ځلمی وم

له مستیو ډک وم

د لویو غرونو شوقي‌

او د سیندو ملگری

د سمندر لېونى

او د موجونو اشنا

خاص د څپو ملگری

زه د لحرونو شوقي

او د سیندو هوايي

 د غرونو خاص ملگری

د شنه اسمان د ستورو

د توري شپې د سپوږمۍ

د صبحدم انډیوال

د تروږمو د مستۍ

له روڼ سهار سره به والوتلم

د باد څپه وم درېده مي نه وه

د برېښنا جړق وم

چوپیده مي نه وه

د اور لمبه وم تتېده مي نه وه

د مستو مستو شاه ځلمو لښکر به

زما د رقاب ملگري

په توره شپه کي به مو منډه کړله

د لویي دښتي منځ کي

او یا د واورو پر لمنه باندي

به مو لمبې جگي کړې

زه چي ځلمی وم

 ټک مست ځلمی وم

زه داسي نه وم

ومه سرتيري یو نر مخی

څپ څپاند

 له اوره ډک ځلمی وم

خو

ځلمیتوب مي چا په سترگو کړلی

سم په نظرو نظر سوم

نه نه

نه

زه نظر نه سوم

نور هر څه نظر سوه

هغه چي زما خوښېده

هغه چي زه پرمينه

دغه حسینه نړۍ

له عجایبو ډکه

دغه رنگینه نړۍ

د خدای د عظم او ښکلا نندارتون

دغه د میني کوډل

او د ژوندیو هستۍ

نړۍ نظر سوه ډېره بده نظر

نو

اوس له هر څه تښتم

له ځانه تښتم

له جهانه تښتم

له هر څه بېره لرم

او له هر څه ډارېږم

ډار مي په مخ کړي

او بېره مي ښانگي وانگي کي

غوږونه بند کړم

سترگي پټي کړم

او کرېږي کړمه

دا انګېرمه

 چي‌به هر څه هېر کړم

خو دا امکان نه لري

هیڅ نه کېږي

دا ناممکنه ده

 اسانه نه ده

دغه ارت او غوړېدلی جهان

دا سوځېدونکې خاوره

دا نړېدونکی جهان

د لمبو منځ کي‌ راگیر

او لار ورک سوی جهان

د تور تمونو پر لار

 ور رهي سوی جهان

د ځان دښمن او دا ویرژلی جهان

او اوس

د انسان د غوښو له بوی

 دغه ډک سوی جهان

د بم درزا

او د چاودنو دربا

د مړه کېدونکو

                 ٬ غرقیدونکو

او

 سوځېدونکو انسانانو کريږي

دا به څوک څنگه هېر کړي؟

دا مشکل نه

دا ناممکن ناممکن

نو

اوس و سیند ته نه ځم

اوس له بحرنو څخه لېري گرځم

او له اوبو پټېږم

آن له څپو ډارېږم

وایم کیدای سي

چي اوس

د ژوند په لټه

څو سرگردان مهاجر

د سیند څپو پر سر اخستي وي

لاښونې راسي

او یا کيداي سي چي

تنکى ماشوم دي

چي لا د مرگ او ژوند مانا نه پېژني

د سیند پر غاړه پر ساحل باندي پړ مخي پروت وي

روح يې الوتې وي

هيڅوک يې نه وي

او مور او پلار یې چيري ليري

سرګردان وي د څپو په منځ کي

هغه پلټي

مګر هغه

 لا وارث

له زېږېدلو سره سم تر خاور لاندی تر ابد بیده سي

اوس د سیندو سندره نه اورمه

اوس  یې شڼا ته

 لکه مست زمند مستي‌نه کوم

زې په اوز کي لویي کریږي اورم

ماتې اوز کي

 د بې وزلو

بې چارو

بې وطنو

پردیسانو وروستۍ کریږي راځي

اوس د دښتونو منځ کي

او یا د واور شپه کي

د اور لمبې نه کوم

هره لمبه

 راته بلا سي

 ما تر ستوني‌نیسي

هره لمبه راته انسان سي

 د وير کریږي وهي

هر لمبه

 راته یتيم

 او سوځېدلي ماشومان سي

 او چغي وهي

ځکه د اور لمبو کي

د سوځېدلو ښارو

د بمبار سو مېنو

د لمبه سوو کورو

د سوځېدلو خاورو

د سوځېدلو مځکو

د سوځېدلو کورو

ټول تصويرونه راځي

او زما د روح څپه څپه زخمي کي

هر لمبه کي

 د غځې د ماشومانو سوځېدونکی تصویر

د یوکراینی بچو له کرېږو ډک اورنی تصویر

د سوریایي ماشوم د آهونو تصویر

او د افغان وطن د شوونځیو د سوځلو تصویر

د خپل وطن د شاه ځلمو سرتېرو

او د وطن څه د بېل فکرو ځلمو

 د لمبه سي وجودنو

د سوځلو تصویر

زه اوس لمبې نه کوم

زه اوس اور نه بلوم

زه اوس د ځان دننه

 د لوى بل سوي اور

 لمبو ته خپله سوځم

زه د خپل ځان د لمبو

د سوځېدلو ننداره کومه

ناست یم او کریږي وهم

او له هري کریږي سره مي

 په ازانگه کي

پر پردیو ولاتو

د ژوند او د ډوډۍ په لټه

 د تللو ځلمو

او د جابر همسایه د ورکړي اور

په ژپغړاند لمبو کي

 د سوځیدونکي ځلمي

 دا جمله ځي او را ځي

(از برای خدا!‌ کمی اب بیار که سوختم)

او

اوس د شپې نه وځم

سپوږمۍ نه وینم

او د ستورو قطارونو ته (سبحان الله سبحان الله) نه وایم

اوس د شپې سترگي ته کیسې نه کوم

او نه د ستور په گروزونو

د شیطانانو د ویشتلو نندارې ته کښېنم

او اوس له وریځو څخه

 د سپرلو اسونه نه جوړوم

او نه

د برېښنا د زربلخي چلاخو

 جړق ته گورم

اوس له اسمانه څخه ډار لرم

او کرکه کوم

اوس چي اسمان ته گورم

سترگو سم دستي مي

 د خپل وطن

له بربادۍ د ښه ژوند په نیامت

د تښتېدونکو بچو

له الوتکو را لویدونکي

څپ څپانده وجودونه راځي

اوس چي اسمان ته گورم

سترگو ته سم د الوتکو

وحشتناکه اوسپنیزي څهرې

اور غورځونکي شېبې

 او وحشتناک ږغونه

  له بمو ډکي سینې

او بیا ړندې بمبارۍ

اوس چي اسمان ته گورم

سترگو ته سم

څو اوسپنیزه کارغان

دا ماشیني

دا حشتانک

خونکاران

د یوه فوجي وروستۍ زارۍ

او د ژوندي پاته کېدلو

ورستي زورونه

او بیا له یوه درزه سره

د یوه بشر د وجود پاشل کېدونکي غړي

او

اوس اسمانونه د اوسپنیزو ټپوسانو ډک دي

او هر ټپوس سینه کي بم لري

او ډزي کوي

څوک ماشومان وژني

 څوک نوي ځلمي

څوک ځواني پیغلي

او څوک هم ډک غېږي مندي

څوک څوک له ټولو بچو خلاص کړي

او څوک نیم پاته سي

نړۍ د ویر پر آس سپره ده

په زخمي

او مات مات وجود

 روانه ده او کرېږي وهي

په منډه ځغلی شا ته نه گوري

 او هیڅ نه اوري

له زخمي تنه یي

بی درېغه

ويني داري وهي

هيڅ درېده نه لري

د غوښي بوی دئ

د سوځېدلي ټوټه سوي

او شیندل سوي غوښي

اوس

له اسمان د غضب کاڼي اوري

اوسپنیز کاڼي دي

او هر کاڼی چوي

زر نور کاڼي شیندي

او هر کاڼی یوه سینه څیري کي

او یو انسان مړ کي

او یو کور په ویر ویرجن کي

او

انسان لگیا دئ

پر بل انسان باندي ماشین چلوي

په وسپنیزه ژبه

د اور په ژبه

او د زور په ژبه

هغه انسان

چي د بشریت په تمه د انسانیت په گمان

ده ته پناه ور وړي

 او امن غواړي

دی يې په بم ولي

په هغه بم چي د اوسپنیزو ټانکو زړونه څیري

او

نور د بحرونو

نهنگان ستړي دي

ستومانه دي

او تر ستوني ډک دي

نور د انسان غوښه نه خوري

دوی ته تکرار سول

هره ورځ د انسان غوښه خوړل

یو نه دی

سل نه دي

 او زر هم نه دي

نور یې نو خوا هقیږي

نور انسان نه خوري

 او له انسانه څخه لیري تښتي

او

نور قاچاقبر هم نه سته

ټوله شتمن سول

ټولو مهاجر لوټ کړل

 او هر څه یې خپل کړل

اې

 ستا به باور نه راځي

اوس په ځنگلونو کي هم

 حیوانان له هغو ځایو

چي له پخوا به د لار ورکو انسانو د ښکار په تمه

پټیدله هلته

نور هغه لار پرې ایښې

ځکه په زرهاوه انسانان

له انسانانو څخه د تیښتي پر پار

د دوی تر کوره پوري

خپله راغلل

نور

دوی ته

د انسان د وراسته سوي‌وجود

بوی هم د زغمولو نه دی

خو

انسان لگیا دئ

د بشر حقوق گټي

 مگر په کوم قیمته

د یوه په بدل د زرو انسانو د وژلو قیمت؟

او د یوه په بدل

 د سل زره انسانانو د بې کوره کېدو په قیمت؟

انسان لگیاد دی او د خدای په نامه

د هغه مخلوقات

د څارویو په څېر

خپل غلامان او خپل څاروي

خپل حیوانات جوړوي

نړۍ توپان پر سر اخستې ده

او کریږي راځي

د قرارۍ نوم يې هیر کړی دئ

 او چغي راځي

یوکراینۍ خویندي ویني ویني ژاړي

روسۍ میندي ټولي بوري سولې

د غځې خاوره لوټي لوټي سوله

افغان وطن ټول پردیسی

 او بی وطن سولو

زموږ د ځلمیو هیلي

ټوله تیکه تیکه سوې

او له دې به نه یاست خبر

دا د خندا خبره

دا دی پوزخند په بشر

دا د نړۍ شر ته دوستان

دا د نړۍ خونخواره

دا د نړۍ شرموښان

توله لگیا دئ ځان ژغورنکي بولي

او د نړۍ د امن کولو په نوم

هره ورځ یوه نوې لاره

او یو بل ایتلاف

د بل زور د چپه کولو په نیت

دا په جار جار وایي

موژه نړۍ ژغورو بشر ژغورو

خو

د جنگ اور ته نوي نوي

اورپوکي ور کوي

د جگړې شپول ته اربکي ورکوي

بشر بشر ته دی بلا اخستئ

او لمبې بلیږي

او زه یی وینم دغه اور خپریږي

د اتم بم د مسخرو له پاره نه ساتي‌ څوک

او یوه ورځ به دا رنگیه نړۍ

دغه ښایسته دغه نازکه گوډۍ

د څو احمقو د خواهش پر لمن

دانه وانه سي

له دویه څه ځي

 یو بټن دوئ وهي

دوی به فضا ځي

 د دوی سټېشن هلته دئ

نو زه یې نه سم لیدای

ځکه یودمي په ځوانۍ بوډا سوم

ځکه را و لوېدم ټوټه ټوټه سوم

ما مي خیالونه بایلل

ما مي فکرونه مړه کړل

ما مي هر څه و بایلل

بشر لگیا دئ

د بشر په نوم

بشر وژني او امن غواړي

خو بشر ورک دئ

سرگردان دئ

په ځنگلونو

په دښتونو

په غرونو او سیندونو

او هوا کي ورک دئ

او

بشر لگیا دی او خپل جنایت

بلي نړۍ ته وړي

غواړي فضا تسخیر کړي

غواړي چي هلته هم انسان غلام کړي

د بشر وینه توی کړي

او ځان بادار کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب