سمبول په لغات کي نښي ته وايي او په اصطلاح کي هغه کلمات او شکلونه دي چي د اصلي مانا پر ځاى کومه بله خاصه مانا ورکوي، لکه په اوسنۍ پښتو شاعري کي چي مجنون د عاشق لپاره کارول کيږي يا لکه ګيدړ چي د تېر ايستونکي په مانا کارول کيږي.
سمبولونه د ماهيت له مخي زيات ډولونه لري، مثلاً:په رنګونو کي هر رنګ ځان ته بېله ماناه لري، په ګلونو کي هر ګل ځان ته بېله مانا لري او په ږغونو کي هر ږغ ځان ته بېله مانا لري.
د سمبول کارونه د شعر له پيدايښته تر دې دمه ادمه لري، خو اصل جوش او خروښ ئې له (١٩) مي پېړۍڅخه و نيوى، له کومه راهيسي چي د سمبوليزم په نوم يو خاص مکتب په فرانسه کي د شارل بودلر لخوا رامنځ ته کړل سو.
سمبوليستانو به په خپلو شعرنو کي داسي سمبولونه کارول، چي هرڅوک به نه ورته ځير کېدى يا که به ورته ځير هم سو اصلي مانا ته به نه رسېدى، هغوى خپل ليکني او اشعار تقريباً ټوله په رمز کي ويل او د رمز لپاره ئې خاصي نښي درلودلې. د پښتو ژبي څېړونکى او تکړه استاد کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي په خپل کتاب ادبي څېړني کي د سمبوليزم د مکتب په اړه داسي وايي:
سمبوليزم په واقعت کي د رمانتيک روحئې خاصه بڼه ده، سمبوليستان د رنګونو اهنګونو او قافيو په لباس لغتونو ته خاصه مانا ورکوي او په دې وسيله د يوې مفکورې يا وضعي ماهيت څرګندوي…[1]
سمبولونه په پښتو ژبه کي هم خورا زيات کارول کيږي، مثلاً: پتنګ د عاشق لپاره،ګل د معشوق لپاره،کارغه د بېلتون لپاره او…
سمبولونه د جغرافيوي موقيعتونو په اساس هم فرق لري او د ژبو په لحاض هم توپير لري، مثلاً په ټوله نړۍ کي هره سيمه خپل ځان ته د سپېڅلي او پاکي ميني سمبولونه لري مثلاً: په پښتو کي ادام خان او درخانۍ، مومن خان او شيرنو، په فارسي کي فرهاد او شيرين، په اوردو او هندي کي هير او رانجه، رام او سيتا، په عربي کي مجنون او ليلا، په اروپا (په انګليسي، فرانسوي او …) کي روميو او جوليټ.
د نړۍ په ادبياتو کي د سمبولو ترمنځ زيات وخت ټکر هم موجود وي، مثلاً په افغاني ټولنه کي لېوه د څېرونکي او وحشي په مانا کارول کيږي، مګر په ترکانو کي بيا د زړه ورتيا سمبول دى، يا مثلاً په ختيځو ادبياتو کي د ونو سيورى د ارامۍ او دمي سمبول دى، مګر په لويديځو ادبياتو کي پيتاوى (لمر ته کښېناستل) د ارامۍ سمبول دى.
په لنډه توګه ويلاى سو، چي سمبول د پښتو ادب خورا لرغونى او پخوانۍ ملګرى هنري پرداز دى، چي تر دې دمه زيات سمبولونه په بېلابيلو ځايونو کي په کار وړل کيږي. د سمبول د لا ښه ترا پېژندل کېدو لپاره لاندي څو مثاله و ګورى:
((منصوري قهر مو ويښ دى دار مو نه سي ګرځولاى
د خپل سر په نذرانه کي تر جانانه به ورځـــــــــــــــــــــــو[2]))
په پورته بيت کي وينو چي د منصور سمبول کارول سوى دى، منصور هغه صوفي وو چي د خداى په مينه کي دونه غرق وو چي د وحدت الوجود د تصوفي فلسفې له مخي ئې په ځان کي خداى ليدى او تر خولې د (انا الحق) چغه ووته او خلګو د خپلي خداى ميني په خاطر په دار کړ، چي اوس په پښتو شاعرى کي د منصور سمبول د زياتي ميني او زړورتيا سمبول دى، يا لکه:
((چي د برېت تاو ئې له رقيب ځني کوګل و کاږي
هغه ځوان نه ورځي يارانو د ناځوان تر کــــوره[3]))
په پورته بيت کي د برېت تاو د سمبول په توګه کارول سوى دى او افغانستان کي چنګ برېتونه يا تاو کړي برېتونه د بهادرۍ سمبول دى، نو په پايله کي ويلاى سو چي سمبولونه همېشه د يوې بلي مانا د افادې لپاره کارول کيږي او په پښتو شاعري کي خورا پراخ رول لري.
[1] :ادبي څېړني (٣٦١مخ)
[2] :انکار (٣١مخ)
[3] :انکار (٣٤مخ)