تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې نن سهار په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۷ تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه د خنجان په تخته سنګ ولسوالي کې هغه مهال وشوه چې له کابل څخه فاریاب ته روان بس چپه شو.
په مړو شویو کسانو کې ۲ ماشومان او ۲ ښځې هم شاملې دي.
د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د بغلان د مرکز پلخمري او د ډنډې غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې په جلا _جلا ترافیکي پېښو کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د باختر اژانس د راپور له مخې، د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې د دوو موټرو د ټګر له امله د یوې ښځې په ګډون ٦ تنه مړه او ٥ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال د یاد ولایت په مرکز کې د یو موټرسايکل او پاسو ډوله موټر د ټکر له امله یو تن مړ شوی شوی دی.
د افغانستان د ترافیکو لوی ریاست، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون (دوشنبې) وویل چې سږ کال په ټول هیواد کې په ترافیکي پېښو کې ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
د ترافیکو عمومي ريیس حسیب الله مختار ملي تلویزیون ته وویل چې سږ کال تراوسه پورې ۱۳۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې په هغو کې شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي مختار په وینا دا شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله د پام وړ کم دی.
تېر کال شاوخوا ۴ زره ترافیکي پېښې ثبت شوې وې چې له کبله یې د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ کسان مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي وو.
تر ټولو ډېرې پېښې د کابل- جلال اباد په لاره کې ثبت شوي دي.
د ترافیکو د لوی رييس د تېر کال په نسبت د ترافیکي پېښو او تلفاتو د کمېدو وجه پر لویو لارو د ترافیکو د کنټرول او څارنې زیاتېدا وبلله.
په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او تر یوه حده د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي. ډېری موټرچلوونکی د رعت حدود یا لمیټ نه رعایتوي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مهم عامل د ترافیکو د قانون نشتوالی دی. د ترافیکو د لوی ریاست منسوبین د نه خفه کیږي ، دوی خپل د نړیوال مځکني ترانسپورت د قانون لس سلنه هم نه پوهیږي .
زمونږ په هېواد کې ترافیکې لوحې او نښې تقریبا نشته ، که کومه یوه وي ، یو هم نه پرې پوهیږي ، او صلاحیت لرونکی خویې بالکل نه مراعاتوي . چې دا له ملت سره لویه جفا ده . یوه ورځ مې په یوه ویدیو کې ولیدل چې ملاصاحب له زده کوونکو ( د موټرواني لایسنس ته کاندیدانو نه ) پوښتنه کوي ،چې ګیر بدل کړه ، شاته کوم ګیروهي ، بریک ونیسه . شاګرد هم هغه تمثیلوي . ماشاء الله کامیاب شوي!
په نورو هېوادونو کې شاګردان یوکال د تیوري درسونه وایی ، خو بیا هم هغوی د سل په سلو نه پوهېدو له امله ناکامیږي . کله چې د تیوري په امتحان کې کامیاب شي ، بیا شل ساعته د دریوري عملي او رسمي مکتب کې کورسونه وایی او له هغه وروسته یوکال یا یو نیم کال نور تعلیمي موټر کې یواځې ګرځي ، تمرین کوي . د نورو کسانو د سپرولو حق نه لري .
کله چې امتحان ته آماده شو ، بیا څو ځله د وړو موټرو لپاره امتحان ورکوي . که کامیاب شو یو کال وروسته به یوځل بیا امتحان ورکوي چې معلومه شي دا دریور څومره پرځان حاکم دی ، ترڅو د خپل ځان او نورو د تلف کېدو سبب نه شي .
د باروړونکو موټرو امتحان له هغه وروسته شروع کیږي چې درې کاله د وړو موټر چلولو تجربه ولري او تر ټولو مهم بیا د بسونو دریوري ده ، چې هغه خپل خاص او منظم تعلیمي کورسونه لري او دا لاسینس بیا ترټولو مهم دی ، یعنې ډېر په سختي او له ډېرو تجربو وروسته ترلاسه کیږي .
اما په افغانستان کې یوه ورځ مې د یوه نوي جوړ شوي شرکت بسونه ولیدل ، له چالانېدو او حرکت سره سم یې یو ترافیکي قانون مراعات نه کړل او په ډېر سرعت سره له نورو وړو موټرو مخکې شول ، حال داچې هلته د بسو سبقت ممنوع وو.
د افغانستان د دریوري لایسنس د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه چلیږي