جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان د پاکستان له سیاسته د پوځ د لیرې والي غوښتنه...

فضل الرحمان د پاکستان له سیاسته د پوځ د لیرې والي غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان د دغه هېواد له پوځه غوښتي، چې له سیاسته دې لیرې والی غوره کړي.

د هغه په وینا، که داسې ونه شي پاکستان به روان ناورین نه ونه وځي او ستونزې به یې نورې هم زیاتې شي.

د فضل الرحمان دا خبره د تحریک انصاف ګوند  پر وړاندې د پاکستان د حکومت د بندیز پرېکړې ته په غبرګون کې شوې.

حکومت ویلي، چې ژر به د دغه ګوند خلاف د حکومت کابینه پریکړه وکړي او فعالیت به یې منع شي.

امریکا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او بهرنیو چارو وزارت یې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان سیاسي وضعیت پېچلی کوي.

1 COMMENT

  1. د سیاسته د پوځ او ملا دواړو لرې کول اړین دي. ځکه دواړه ناوړه او ویجاړونکي ذهنونه لري. پوځ او ملا باید حتمي غیر سیاسي وي او سیاست په دواړو بد ښکاري ځکه دواړه د سیاست په مفهوم نه پوهیږي او نه دومره سواد لري چې مملکت وچلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب