جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ته انلاین نوم لیکنه بیرته پيلیږي

پاسپورټ ته انلاین نوم لیکنه بیرته پيلیږي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې تر راتلونکو دوو اوونیو ښایي د پاسپورټ لپاره انلاین نوم لیکنه بیرته پيل شي.

سرچینې دغه راز د پاسپورټ لپاره د طالبانو د رژیم د لوی رئیس مولوي عبدالکریم حسیب له قوله ویلي، چې دغې ادارې په تېر یوه کال کې د پاسپورټونو د وېش له درکه، شاوخوا ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

 حسیب وویل چې د هېواد په ۱۵ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول دوام لري او په نورو ولایتونو کې هم دغه بهیر عادي حالت ته د راګرځېدو په حال کې دی.

مولوي حسیب زیاته کړه چې د پلازمېنې کابل په ګډون، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش وړتیا په ورځني ډول ۱۲ زرو ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.

د هغه په خبره، د پاسپورټ لوی ریاست، په تېر یوه کال کې څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه پر هېوادوالو وېشلي او له دې درکه یې شاوخوا ۱۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

 دغه راز د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو له درکه، څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر د طالبانو خزانې ته ور زیات شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د نویو پاسپورټونو د چاپ تړون سره سم؛ د تېر کال پر مهال شاوخوا ۲.۵ میلیونه پاسپورټونه هېواد ته انتقال شوي او د نورو پاسپورټونو د لېږدولو چارې روانې دي.

د حسیب په وینا، د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د اوسني ظرفیت لوړولو په موخه، سبا کابل ښار کې درې نوې څانګې پرانیستل کېږي، چې لومړۍ څانګه یې په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه څانګه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو او درېیمه یې په تنګي تره‌خېل کې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري، چې هره څانګه به په ورځني ډول تر دوه زره د پاسپورټ غوښتونکو ته خدمات وړاندې کړي.

د پاسپورټ لوی ریاست مسوولینو، پر ۲۳ زره حاجیانو ته د پاسپورټونو وېش، په ورځني ډول د کابل د آنلاین پاسپورټ ۲۰ زره غوښتونکو ته د نوبت ورکول، د بانکي تعرفو او پاسپورټونو د لېږد په برخه کې د آسانتیاوو برابرول، له اداري فساد او جعلکارۍ سره مبارزه او له ځینو ادارو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کول، په تېر یوه کال کې د یادې ادارې مهم فعالیتونه وبلل.

د یادونې وړ ده چې د پاسپورټ لوی ریاست ته په تېر وخت کې شاوخوا یو نیم میلیون کسانو نوم لیکنه کړې وه؛ چې له دې جملې څخه ۹۹ سلنه غوښتونکو ته نوبت رسېدلی او خپل پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي.

دغه طالب مقام ویلي، هغه کسان چې لا هم په خپل نوبت خبر نه دي، خپلې فورمې دې په سیستم کې وګوري؛ د ورکړل شوي نوبت له مخې دې د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي او خپل پاسپورټونه دې ترلاسه کړي.

 د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په پاسپورټ ریاست کې د فساد د بې ساري زیاتوالي خبرونه ورکړل شوي، خو طالب چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب