جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ د خپلو ۸ پوځیانو وژل کېدا تایید کړه

د پاکستان پوځ د خپلو ۸ پوځیانو وژل کېدا تایید کړه

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د پاکستان پوځ تایید نن ومنله چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني طالبانو د مشر حافظ ګل بهادر د جنګیالیو په برید کې اته پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به یې د افغانستان د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې لیکلي چې د دوشنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي اډې د ټي ټي پي لسو وسله والو د پوځ پر یوه مهم مرکز برید وکړ.

د پوځ په وینا برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر د دې پوځي اډې مخې ته وچاوداوه. د پاکستان پوځ وايي، د کمپ ساتونکي وروسته له هغه ووژل شول چې موټر بم وچاودید او دیوال ونړېد.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان پوځ ویلي چې ساتونکو یې په خپل مقاومت سره د یوې ډېرې خطرناکې پېښې مخه ونیوله.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ او رسنیو د ۳ پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. ورځپاڼې د وژل شویو پوځیانو عکسونه هم خپاره کړي دي.

د دوشنبې د ورځې په برید کې په وژل شویو کې اووه تنه پوځیان او یو ملېشه وو.
دوو سیمه ییزو چارواکو رویټرز ته وویل، د پوځ دا اډه، چې د بریتانیا د استعمار په دوره کې جوړه شوې وه، د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد کارول کیده، او شاوخوا یې د خلکو کورونه دي.
وسله والو د پاکستان پوځ ته د کاري ګوزار ورکولو په خاطر دوې چاودنې وکړې. دوی وايي لومړنۍ چاودنه د دې لپاره شوې وه چې د احاطې دیوال ونړوي څو نور وسله وال اډې ته ننوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب