پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د باران او توپان له امله د مړینو شمېر...

په ننګرهار کې د باران او توپان له امله د مړینو شمېر ۵۰ ته نژدې شو

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) په ننګرهار کې د دوشنبې د مازدیګر د سختو بارانونو له امله د مړینو شمېر ۴۷ تنو ته ورسید خو وېره ده چې تر دې هم زیات کسان مړه شوي وي.

همداراز تراوسه پورې د ټپیانو شمېر ۳۵۰ تنه اعلان شوي دي. خو ویره ده چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم زیات وي.

له ننګرهار څخه د شاهدانو، د روغتونونود ډاکترانو او ځايی چارواکو د معلوماتو له مخې، توپان او باران خلکو ته ډېر مالي تاوانونه هم اړولي دي، د برېښنا ستنې او ګڼې ونې یې له بیخې ایستلي دي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې دې باران او توپان له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال سخت ځپلي چې په خیمو کې یې اړولي دي.

د ننګرهار له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیف الله خالد نن د ۴۷ تنو مړینه تایید کړه او زیاته یې کړه چې توپان شاوخوا ۴۰۰ کورونه نړولي دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رييس قريشي بدلون  باختراژانس ته ویلي چې د سختو توپانونو او بارانونو له امله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ د کورونو ونې، ديوالونه او چتونه نړولي دي.

هغه زياته کړه: “د دې احتمال شته چې مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي.”

د بدلون په وینا، ټپيان او د قربانيانو مړي د ننګرهار حوزوي روغتون او فاطمة الزهرا روغتون ته وړل شوي دي.

افغانستان سږ کال له ډېر وچ ژمی وروسته د غیر معمولي باراني پسرلي شاهد و.

د مې په میاشت کې، په سلګونو کسان وروسته له هغه مړه شول چې سیلونو په ځانګړي ډول د بغلان ولایت یو شمېر سیمې لاندې کړې. دغو سیلونو ډېرې کرنیزې مځکې ویجاړې کړې.

ملګري ملتونه او د اقلیمي چارو متخصصان د افغانستان سږني ورښتونه له اقلیمي بدلون سره تړلي بولي. او وايي چې افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون یې سخت زیانمنوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې افغانستان تر بل هر ځای له اقلیمي بدلون څخه ډېر زیانمنېدونکی دی.

نوموړی همداراز لیکلي چې د ورته تکرارېدونکو پېښو مالي عواقب د هېواد او کورنیو پر مات اقتصاد ځورونکې اغېزې کولی شي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب