پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت د هند د باندنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی...

د طالبانو حکومت د هند د باندنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د طالبانو حکومت د افغانستان او هند اړیکو په باب د هند د باندنیو چارو وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د قراقستان په پلازمېنې استانه کې له کازان فورم خبري اژانس سره په خبرو کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو په اړه ویلي چې د خلکو ترمنځ ولسي اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي او هند ژمن دی، چې په بېلابېلو برخو لکه بشري مرستو، لوبو او نورو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د شنکر له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو په تړاو یو خبري کلېپ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند له مرستو مننه کړې.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې «اسلامي امارت هم له هند سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو پیاوړتیا غواړي.»

د طالبانو له لوري له هند سره د اړیکو په اړه د جي شنګر د څرګندونو هرکلی په داسي حال کې کېږي چې پاکستان یو وار بیا د طالبانو حکومت د ټي ټي پي غړیو ته په پناه ورکولو تورن کړ او ویې ویل چې د دې ډلې پناهځایونه به په افغانستان کې په نخښه کړي.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځلي په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمبارۍ کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب